افغانستان

ننګرهار: د موبي ګروپ د غږيزې رسنۍ «اراکوزیا» پایه سوځول شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار په غني خېلو کې د موبي ګروپ د غږیزې رسنۍ «اراکوزیا» راډيو نشراتي پایه سوځول شوې ده.

دغه راډيو چې له پلازمېنې کابله خپرونې کوي په ننګرهار کې يې د خپل خپرنیز پوښښ لپاره له همدې پایې کار اخیست.

په ننګرهار کې د طلوع خبريال زیارخان یاد وايي چې دوی دا پایه د غني خېلو ولسوالۍ ته څېرمه درولې وه او په وينا يې د همدې پايې پر مټ په ۱۳ ولسوالیو کې د دې راډيو خپرونې اورېدل کېدلې.

د ننګرهار د والي وياند هم د پېښې پخلی کړی او وايي چې په عاملینو پسې يې جدي پلټنې پیل کړې دي.

عطاءالله خوږياڼي وايي چې دغه پایه تېره ورځ ناوخته په غني خېلو کې سوځول شوې ده، چې دوی يې د عاملینو په لټه بوخت دي.

د طلوع خبریال وايي چې له پایې سره جنراتور او یوه خپرنیزه دستګاه هم بشپړې د اور خوراک شوې دي، هغه نه دي ويلي چې دا کار به چا کړی وي، خو تر دې وړاندې طالبانو د موبي ګروپ خپرنیز ارګان یوه استخباراتي وګڼله.

د کندوز له سقوط وروسته طالبانو د اعلامیې له لارې خبر ورکړ چې د موبي ګروپ خپرنیزه اداره او یو تلویزون دوی ته د رسنیو په توګه مطرح نه دي.

یاده دې وي د تېر کال د مرغومې په وروستۍ ورځ طالبانو په یوه بريد کې د طلوع تلویزون اوه کارکوونکي ووژل.

په غني خېلو کې د اراکوزیا د خپرنیزې پايې د سوځېدو مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x