افغانستان

نورستاني چارواکي: طالبانو د دواب ولسوالۍ محاصره کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): د نورستان ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د دواب ولسوالۍ محاصره کړې او پنځه عسکر يې ژوندي نیولي.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ګڼو طالبانو پر دې ولسوالۍ بريد کړی او سقوط ته يې نږدې کړې ده.

د والي په وينا طالبانو د دې ولسوالۍ تر ټولو مهمه دفاعي پوسته نیولې او د اردو پنځه عسکر يې ژوندي نیولي دي.

د نورستان والي وايي چې د دې ولسوالۍ کنټرول د ځايي ادارې له وسه پوره نه دی، ځکه خو يې له مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه کړې ده.

طالبانو تر اوسه د دواب د محاصرې په اړه څه نه دي ويلي.

یاده دې وي د دې ولسوالۍ قومندان عنایت الله همت تېره اوونۍ د لغمان په الینګار کې د طالبانو په یوه بريد کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
basetkhan

له تاسونه ډيرپه درنښت داغوښتنه کوم کوم داسي خبربه چې اوس يې تاسونشرکوئ داډول دتلقين خبربه نورکله بي بي سي ياتاندنشرکاووچې کڼوته به يې غوږونه ورښودواویابه يې دخلکوپام وراړول نومهرباني به مووي که څه وخت صبروکړئ چې نرياښځه معلوم شي بيازيري کوئ . جاويد

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x