شعـــــرونه

په قطر رپیدلي سپین بیرغ ته !

بیرغه ورپېږه  !

د درست جهان   په شبستان باندې جلوې وشینده

دغاصبانو سترګې وبريښوه

او دمحکومو پرګنو له  سترګو رعب وڅنډه

درڼا زړي په کې وکره 

                                                     لږ نور ورکړه !

ترڅو دستا په سپينه سپینه جلوه ګره  رڼا

د باعزته ژوند مسیر ومومي

بیرغه ورپیږه

                             وناڅه

                                        او وځلیږه

په هر رف رف کې دعزت ، شرف ، ایمان او استقلال  زمزمه

دنړۍ لراوبر ته ورسوه !

بیرغه !

نورو  دزړوکو رنګینو ټوټوته   دا ووایه  :

(زه خو  څه ستاسو غوندې  هسې د ټوکر ریتاړه نه یم  ، چې هرځای به رپم )

زه داحد زه دخیبر نشان یم

زه دصدیق زه دحیدر نشان یم

دسترې مور له ټیکري جوړ نشان یم

د سوبو مل  په فتحو موړ نشان یم

زه دایوب  لاس نه لویدلی نشان

زه دملالې پورته کړی نشان

په دنګو غرونو رپیدلی یمه

په تودو وینو لمبیدلی یمه

چې نور ټیټ شوي زه تل لوړ پاته یم

زه په تاریخ کې تل یکړ پاته یم

صلیب ته ټولو غاړې تاتې کړلې

مایې په سترګو سترګې ماتې کړلې

دادی نن بیا په هسکه غاړه رپم

هم په ودانه  هم په شاړه رپم

زه دکوړنګل زه دمیوند نشان یم

دشاهیکوټ او د هلمند نشان یم

په توره بوړه رپیدلی یمه

له نورستان څخه راغلی یمه

څلویښت بیرغه مې په شمار مات کړي

ددرست جهان زړه کې مې خار مات کړي

د ډبرینو سنګرو بیرغ یم

د پرښو ، تېږو دکمرو بیرغ یم

غواړم ترپایه  حماسه خپله کړم

چې مې ګټلې ها جګړه خپله کړم

بیرغه ورپیږه وششنېږه

ددرست جهان په شبستان باندې جلوې وشینده

دغاصبانو سترګې وبریښوه

دحاسدانو زړونه  وترکوه

او دمحکومو پرګنو له سترګو رعب وڅنډه  !!

۲۰۱۳/۶/۱۹ میلادي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x