
مه خفه کېږه! (۶۸)
لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾
۞ دمه!
مه خفه کېږه!
الله تعالی ﷻ له تا نه دفاع کوی، او ملایکې ستا لپاره بښنه غواړی، مومنان درته دعا کوی، پیغمبر علیه الصلاة والسلام دې شفاعت کوی، او تر دې هم په لوړه کچې الله تعالی ﷻ ارحم الراحمین ذات دی.
مه خفه کېږه!
یوه نېکې په لسو او تر اووه سوه چنده پورې په ثوابونو تبادله کېږی، او بدی یوازې په خپل مثل سره.
مه خفه کېږه!
ته د توحید د علمبردارانو او اهل قبله وو څخه یې! ته د الله تعالی ﷻ او د هغه د رسول ﷺ په مینه مست یې! په ګناه پښېمانه کېږی او پر نېکۍ خوښېږې، نو له تا سره ډېر خیر دی.