دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( اتیایمه برخه )

م. محمد نعیم

دا د مسلې یو اړخ و، خو د بل لوري نظر دا دی چې په مشخص ډول یو کس ته چې ظاهرا د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي شهید ویل روا دي، په دې شرط چې داسې څه نه وي ترې څرګند شوي چې ښيي د کوم بل هدف لپاره یې جګړه کوله.

که یو څوک له کفارو سره په جګړه کې، یا د کوم ظالم له خوا په ظلم او زور ووژل شي، یا یو کس له خپل ځان، مال، ناموس او عزت نه په دفاع کې ووژل شي، دې کسانو ته شهیدان ويل کېدی شي، البته په قطعي ډول نه، یعني څوک دې داسې پوخ باور نه کوي چې دا کس خامخا شهید او جنتي دی، بل هېڅ احتمال نشته، ځکه دا خبره د هېڅ مسلمان په حق کې نه شي کېدی، پرته له هغو چې په شرعي نصوصو ثابت دي، لکه عشرة مبشرة چې خلفای راشدین هم پکې دي، یا ځینې نور صحابهء کرام چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی د جنتي توب خبره کړې.

په قطعي ډول د جنتي توب خبره یوازې د شهید په حق کې نه، بلکې د هېڅ مسلمان په حق کې نه شي کېدای. خو ظاهري حالت ته په کتو سره ویل کېدی شي چې دا کس شهید دی، دا کس مسلمان دی، او کومه چې د زړه او نیت خبره ده هغه پرته له الله جل جلاله څخه بل چا ته نه ده معلومه.

ددې نظر خاوندان هم دصحیح مسلم په هغه روایت چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه روایت کړی استدلال کوي، کوم چې د مخکني نظر خاوندانو استدلال پرې کړی، روایت داسې دی : ( لَمَّا كَانَ يَوْمُ خَيْبَرَ أَقْبَلَ نَفَرٌ مِنْ صَحَابَةِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالُوا فُلاَنٌ شَهِيدٌ فُلاَنٌ شَهِيدٌ حَتَّى مَرُّوا عَلَى رَجُلٍ فَقَالُوا فُلاَنٌ شَهِيدٌ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « كَلاَّ إِنِّى رَأَيْتُهُ فِى النَّارِ فِى بُرْدَةٍ غَلَّهَا أَوْ عَبَاءَةٍ ) [۱].

کله چې د خیبر ورځ وه، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم یوه ډله صحابهء راغلل، ویل پلانی شهید دی، پلانی شهید دی په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ ونه ویل، په دې معنی چې د دوی خبره یې تایید کړه؛ ځکه کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو کار یا یوه خبره شوې وي، او ده مبارک یې مخالفت نه وي کړی، دا د تایید په معنی ده، او دېته په علم اصول حدیث کې ( تقریر ) ویل کېږي.[۲] نو کله چې صحابهء کرامو دهغو دوه کسانو په اړه وویل چې پلانی شهید دی، او پلانی شهید دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ ورته ونه ویل، خو کله یې چې ددریم کس په اړه وویل چې دا پلانی شهید دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې هېڅکله نه، داسې نه ده، او بیا یې هغه لامل ورته په ګوته کړ چې له امله یې نوموړی کس ته شهید ویل ناسم وو.

له دې نه معلومېږي چې دشهید نه ویلو خبره مطلقه او عامه نه ده، یعني داسې نه ده چې هر هغه کس ته چې له کفارو سره په جګړه کې وژل کېږي باید شهید ونه ویل شي، که داسې وی رسول الله صلی الله علیه وسلم به صحابهء کرام په لومړي سر کې د شهید له ویلو منع کړي وو، کله یې چې هغه دوه کسان شهیدان وګڼل، خو داسې یې ونه کړل، مطلب دا چې هر څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي هغه ته ظاهرا شهید ویل کېږي، په دنیا کې د شهید احکام پرې جاري کېږي. دا چې هرو مرو به جنت یا دوزخ ته ځي، او نیت یې څنګه و؟ دا خبره پرته له هغو کسانو چې شریعت مشخص کړي، د بل هېڅ مسلمان په هکله نشي کېدی.

د امام بخاري رحمه الله د ترجمة الباب په اړه دامام ابن حجر رحمه الله څرګندونې ښيي چې نوموړی هم له هغې ډلې نه دی چې وايي په جګړه کې، یا په ظلم وژل شوي مسلمان ته شهید ویل کېدی شي،  ابن حجر رحمه الله وايي: (  یعني په قطعي ډول نشي ویلی چې شهید دی، مګر دا چې د وحيې له لارې وي، دا لکه د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه هغه حدیث ته چې اشاره وي، چې نوموړي په خطبه کې ویل: تاسو په غزاګانو کې وايي پلانی شهید دی، او پلانی شهید شو، حال دا چې اوښه به یې د غنیمت په مال بار کړې وي، خبر دار! داسې مه وایئ! بلکې داسې وايئ لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ویلي دي: څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې مړ شي او یا ووژل شي، نو هغه شهید دی. دا حدیث حسن دی، احمد او سعید بن منصور او نورو د محمد بن سیرین له لارې له ابي العجفاء او هغه له حضرت عمر فاروق نه روایت کړی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره چې ( والله أعلم بمن يكلم في سبيله ) یعني په دې څوک نه پوهېږي مګر هغه څوک چې الله جل جلاله خبر کړي وي، نو دا وړ نه ده چې وویل شي هر څوک چې په جهاد کې وژل کېږي هغه د الله په لاره کې دی، ور پسې مصنف ( بخاري رحمه الله ) د سهل بن سعد الساعدي حدیث راوړی، چې د هغه کس کیسه پکې راغلې چې ډېره ښه جګړه یې کوله، تر دې چې مسلمانانو ویل هېچا داسې توره و نه کړه لکه دې کس، او وروسته یې خبره داسې شوه چې ځان یې وواژه… او له دې خبرې نه ترجمة الباب جوړول له دې کبله و چې دوی ( صحابه وو )  په جهاد کې د نوموړي برلاسي ولیده، که همغه وخت وژل شوی وای، کوم مانع به نه و چې د نوموړي لپاره یې د شهادت ګواهي ویلې وی، خو له ده څخه داسې څه را برسېره شول چې ښودل یې د الله جل جلاله په لاره کې یې جګړه نه ده کړې، بلکې د خپل قوم لپاره یې جګړه کوله، نو هر هغه چا ته چې په جهاد کې ووژل شي شهید نه ویل کېږي، ځکه کېدای شي داسې وي لکه دغه، که څه هم چې سره له دې په ظاهرې احکامو کې د شهیدانو حکم ور کول کېږي، له همدې کبله ټول سلف په دې یوه خوله دي چې په بدر، احد او نورو ځایونو کې وژل شویو ته شهیدان ویل کېږي، او په دې سره مراد هغه ظاهري حکم دی چې په غالب ګومان بنا وي. [۳]

د معاصر عالم امام محمد طاهر بن عاشور رحمه الله[۴] نظر هم امام بن حچر ته ورته دی، نوموړی وايي: ( دا نادر تبویب دی! ځکه هغه مسلمان چې په جهاد کې وژل شوی وي، هغه ته شرعا شهید ویل ثابت دي، او د سلف صالحو په ژبه دا خبره شوې ده… داسې ښکاري چې له دې نه د بخاري مطلب دا دی چې یو څوک د بل چا په اړه په قطعي ډول داسې باور ونه کړي چې د الله جل جلاله په وړاندې یې د شهادت ثواب تر لاسه کړی؛ ځکه دی نه پوهېږي چې له جهاد نه د هغه موخه څه وه، او دا ددې لپاره نه دی چې یو چا ته باید شهید ونه ویل شي، او د شهیدانو احکام که پکې پوره شي پرې عملي نه شي، نو ترجمة الباب داسې توجیه کېدی شي چې: دا باب په دې کې دی چې په قطعي ډول ونه ویل شي چې پلانی شهید دی، مګر دا چې په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره کړې وي، لکه د عامر بن الاکوع رضی الله عنه په اړه یې چې دا خبره کړې: ( انه لجاهد مجاهد ) بیشکه چې دا کس هڅه کوونکی دی، مجاهد دی، او ام العلاء الانصاریه رضی الله عنها یې ځکه ورټله، چې د عثمان بن مظعون رضی الله عنه په اړه یې وویل: زه ستا په هکله ګواهي ور کوم چې الله جل جلاله دې عزت وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته کړل: څه شي خبره کړې یې چې الله جل جلاله یې عزت وکړ؟ )[۵]

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې که یو چا ته له دې امله شهید نه ویل کېدو چې یا به یې  غنیمت غلا کړی و، یا به یې نیت بل څه و؛ ځکه منطقي خبره وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وحیې کېده، د الله جل جلاله له خوا خبرېدو چې څوک شهید دی، او څوک نه دی شهید، خو په اوس وخت کې چې وحیې نشته، ستونزمنه برېښي، چې پرېکړه وشي پلانی شهید  دی او پلانی نه دی شیهد، مګر دا چې له وژل شوي کس نه داسې ښکاره نښې نښانې وليدل شي چې ښيي هدف یا نیت یې بل څه و.

په پای کې په لنډ ډول ویلی شو چې ټول علماء کرام په دې متفق دي چې په قطعي ډول د هېڅ مسلمان په اړه پرېکړه نشي کېدی او نه په یقیني ډول ویل کېدی شي چې جنتي دی او که نه؟ هغه که شهید وي او که غیر شهید، د ام العلاء الانصاریې او عثمان بن مظعون رضي الله عنهما کیسه یې ښه دلیل دی.

کومه چې یو چا ته د شهید ویلو خبره ده، نو دوهم نظر پیاوړی ښکاري، یعني ظاهر ته په کتو سره که په یو کس کې د شهادت شروط پوره وي، شهید ورته ویل کېدی شي؛ ځکه یو کس چې د الله تعالی په لاره کې ووژل شي، که شهید ورته ونه ویل شي، نو بیا د شهید احکام څه ډول پرې عملی کېدای شي؟!

یو چا ته چې کفن نه کېږي، په خپلو جامو کې ښخېږي، غسل نه ور کول کېږي، له خپلو وینو سره ښخېږي! د ځینو علماوو په نزد لمونځ نه پرې کېږي! دې کس ته باید څه وویل شي؟  او دا احکام ولې پرې عملي کېږي؟ پرته له شکه چې کله مسلمانان خپل یو مسلمان ورور وویني چې له کفارو سره په جګړه کې ووژل شو، ټول وايي چې کفن مه ورته کوئ، غسل مه ور کوئ؛ ځکه چې شهید دی! او د شهید حکم دا دی چې کفن به نه ورته کېږي، غسل به نه ور کول کېږي، په خپلو جامو کې، او له خپلو وینو سره به ښخېږي.

بل دا چې الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمايي چې هغو کسانو ته مړه مه وایاست چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېږي، اوس که په یوه کلي، یا سیمه یا هېواد کې یو شمېر مسلمانان له کفارو سره په جګړه کې وژل کېږي، یا کفار بمباري پرې وکړي، ماشومان، ښځې، سپین ږیري او ځوانان ووژني، مثلا پنځه، یا لس یا شل کسان، دې کسانو ته باید څه وویل شي؟ که وایو چې مړه دي، نو ټول ویني چې د کفارو له خوا په ظلم او زور وژل شوي، او الله تعالی په صراحت سره حکم کړی چې هغو کسانو ته مړه مه وایاست چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېږي، او که د الله جل جلاله له حکم سره سم مړه نه ورته وایو، ژوندي یې ګڼو، نو بیا به کوم نوم ورته اخلو؟ څه به وایو چې دا څوک دي؟ بیشکه وایو به شهیدان دي!.

او دا هم ثابته ده چې نوموړي کسان به د اړونده سیمې ټول خلک پېژني چې پلانی د پلاني زوی، پلانی د پلاني پلار، پلانی د پلاني ورور او… البته دا خبره نه شي کېدی چې دا کسان به په قطعي ډول او هرو مرو جنت ته ځي؛ ځکه له دنیا څخه له ایمان سره، او په داسې ډول تګ چې د جنت مستحق وګرځي، دا تر نیت او زړه پورې تړاو لري، چې پرته له الله جل جلاله څخه بل څوک علم نه پرې لري، نو یقیني او وروستۍ پرېکړه یې هم یوازې له همغه الله جل جلاله سره ده، مسلمانان یوازې ظاهري حالاتو ته په کتو سره د شرعي احکامو په رڼا کې ظاهري پرېکړه کولی شي، او بس. او داسې کوم قطعي نص نشته چې وښيي په مشخص ډول به چا ته شهید نه ویل کېږي. والله اعلم بالصواب.

م. محمد نعیم

[۱] – صحیح مسلم، باب غلظ تحریم الغلول و…
[۲] –  دعلم حدیث علمای کرام د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث په درې ډول ویشي: قول، فعل، تقریر. قول هغه چې یوه خبره یې کړې وي، یا د امر یا د نهیې، لکه: صله رحمي کوئ. یا کینه مه سره کوئ. او فعل چې په خوله یې خبره نه وي کړې، خو عمل یې کړی وي، لکه د لمانځه طریقه، او تقریر هغه دی چې دده مبارک په وړاندې یو کار شوی وي، ده منع نه وي ترې کړې.
[۳] – فتح الباري شرح صحیح البخاري، باب لا یقول فلان شهید.
[۴] – ابن عاشور) (۱۲۹۶ – ۱۳۹۳ هـ = ۱۸۷۹ – ۱۹۷۳ م) محمد الطاهر بن عاشور: رئيس المفتين المالكيين بتونس وشيخ جامع الزيتونة وفروعه بتونس.مولده ووفاته ودراسته بها.عين (عام ۱۹۳۲) شيخا للاسلام مالكيا.وهو من أعضاء المجمعين العربيين في دمشق والقاهرة.له مصنفات مطبوعة. من أشهرها (مقاصد الشريعة الاسلامية) و (أصول النظام الاجتماعي في الاسلام) و (التحرير والتنوير) في تفسير القرآن. و (الوقف وآثاره في الاسلام) و (أصول الانشاء والخطابة) و (موجز البلاغة) ومما عني بتحقيقه ونشره (ديوان بشار بن برد) أربعة أجزاء.. الأعلام للزركلي, ج: ۶, ص: ۱۷۴٫ التحرير والتنوير تفسير له معاصرو مشهورو لويو تفاسيرو څخه دی، چې په ۳۰ ټوکونو کې چاپ شوی.
[۵] – النظر الفسيح عند مضائق الأنظار في الجامع الصحيح, ص: ۹۰ – ۹۱٫ .للعلامة الشيخ محمد الطاهر ابن عاشور, المطبعة مشتركة: دار السلام بالقاهرة, ودار السحنون بتونس. الطبعة الأولى:  ۱۴۲۸ هـ ۲۰۰۷ م.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x