په فراه کې دملي اردو عسکروته درنه مرګ ژوبله واوښته
له فراه نه رارسیدلي راپورونه وایي چې تیره شپه ددې ولایت دبالابلوک ولسوالۍ دشیوان په سیمه کې یو شمیر دملي اردو کومندویې عسکر له چورلکو څخه پیاده شول او په سیمه کې یې عملیات پيل کړل ، مګر ډیر زر په سیمه کې دمجاهدینو له عکس العمل سره مخامخ شول او ترمنځ یې سخته جګړه ونښته .
راپور وایي په دې جګړه کې ۲۵ تنه عسکر وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي ، دا جګړه چې ترڅو ساعتونو روانه وو ، امریکایي هوایي ځواکونو په کې بمبار هم کړی او ځیني راپورونه وایي چې دګراني او کنج اباد به سیمو کې ملکي خلکو ته هم تلفات رسیدلي خو تراوسه یې پوره جزیات نه دي رارسیدلي .
دشیوان سیمه چې دهرات په لویه لار پرته ده ، دطالبانو یوه مهمه کمین ګاه بلل کیږي ، چې پخوا هم په کې له امریکایي عسکرو سره سختې جګړې شوي دي ، طالبانو دبیګانۍ جګړې په اړه ویلي چې ۳ تنه طالبان په کې شهیدان شوي او ۶ نور ټپیان دي ، طالبان وایي دښمن ته یې خورا دروند زیان اړولی ، او تراوسه سیمې ته امبولانسي چورلکي راځي چې ددښمن مړه او ټپيان انتقالوي .