نظــر

ايا حکمتيار به سوله راولي؟

حاجي غلام محمد معصومي

دجهاد په ګرم سنګر کي د مجاهدينو ونډه او د تنظمونو په منځ کي د حزب اسلامي رول ته په کتو سره زه غواړم چي ستا سي لوستونکو نظر راواړم.

دا به منو ،چي د جهاد په وخت کي د حزب اسلامي رول ډير و او يو مشهوره تنظيم بلل کيدي او بې شماره پلويان يې درلودل خو کله چي به دنياوالو له مجاهدينو سره مرستي کولي، نو تر نورو نتظيمو د حزب اسلامي برخه غوښنه وه.

د ډاکټر نجيب الله د حکومت له سقوط سره سم ټول خلکو دا ويل چي نور که خداي کول دا وطن د سولي دي، چي يوازي روسان او دهغوي حکومت ونړيدي بس مجاهدين په واک کي سول نور کار سم دي، هيڅ ستونزه نه سته، خوله بده مرغه د وخت په تيريدو سره دا معلومه سوه، چي مجاهدين ولي په خپل منځ کي په نښته اخته سول اوولي د واک پر سر يي نا ندري شروع سوي؟

دا تاوتريخوالي تر دي حده ورسيدي چي قومي مشرانو ونسواي کړي چي په خپلو کي مجاهدين سره يو ځاي کړي او نښته پاي ته ور سوي بلکي د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار د سولي کور اعلان او هلته د ټولو رهبرانو څو پرله پسې ناستي وسوي خو بيا هم د کابل او نورو ولايتونو په هره کوڅه او کورکي د جګړې لمبې بلې وې.

هر يو نامي و چي ژر يي ځان او خپل کوچنيان تر يو ځايه رسولي واي.

داجګړه پر څه وه ؟

ورسته اسلامي هيوادنو د سعودي عربستان په مشري د افغانستان د سولي لپاره ټول رهبران راوغوښتل او په مکه مکرمه کي يي د سولي راوستلو لپاره په دوي قسم واخستي خو بيا هم جنګ او ورور وژنه پرڅه وه ؟

د طالبانو د پيدا کيدو يو علت هم دا و چي مجاهدين په خپل منځ کي نه سره جوړيدل د طالب تحریک را منځته سو دا هغه وخت وه چي مسعود او حکمتيار سره يو ځاي سول اوحکمتيار د لومړي وزير په ډول کابل ته راغلي او په حکومت کي ور ګډسو خو بيا هم جنګونو زور واخستي.

کندهار کي د حزب اسلامي او اتحاد اسلامي د مشهورو قومندانانو تر منځ جنګونه، په شمال کي د جنرال دوستم اوعطا محمد نور تر منځ په جنوب کي د اسماعيل خان د هرات والي او د بادغس د حزب اسلامي تر منځ او همدارنګه د خوست پکتيا ګرديز کي هم جنګونه روان وو، خو د طالبانو واک ته رسيدل او ۹۵فيصد مځکه د طالبانو لاس ته ور لويدل بيا هم نړيوالو طالب خپل سر ته نه پر ښودي جنګ لا روان و او دا جنګ پر څه؟

د امريکايانو د (بې ۵۲) الوتکو د درندو بمونو په اورولو سره د طالبانو نظام په يوڅو ورځو کي ګړوب کړ، نوي اداره راغله حکومت جوړسو خو بيا هم دلته جنګ خلاص نه سو.

يوځل بيا د ۴۵ مملکتونو په موجوديت کي طالبانو د هيواد په لر او بر کي خپل حضور ښکاره کړ او س چي د سولي خبري ګرمي سوي او د حزب اسلامي ګوند ټول غړي په نظام کي موجود دي يوازي په دولت کي ښاغلي ګلبدين حکمتيار خبر ه ده نو زه فکر نه کوم چي حکمتيار دي راسي او روانه اوږده جګړه دي پاي ته ورسيږي، سوله دلته نسته سوله زموږ څخه خارجيانو يرغمل کړي ده او دا سوله چي نن خلګ ور ته خوشحاله دي پاکستان امريکا چين به سوله راولي خو داخلي اړخ ته يي هيڅ څوک متوجه نه دي اوس خبره ډيره پيچلي ده.

جنګ افغانان کوي، وطن د افغانانو ورانيږي ، خو ددې جګړې او ورانۍ اقتصادي پايه د چا په زور چليږي؟

پلان د چا دي، نقشه دچا لخوا طرحه سوې ده او بالاخره زما او زما د ورور په وژنه کي څوک خپله بقاء لټوي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x