ادبي لیکني

پټول: اجمل ښکلى

اجمل ښکلی

زموږ دوديز فکر دا دى، چې شاعري د څه ويلو لپاره کېږي. له شاعره سره يوه خبره وي او دا ورته د ټولنې په ګټه ښکاره شي، شعر يي کړي يا داسې فکر کوو، چې شاعر خپل درد اړباسي او قلم ته لاس کړي؛ خو وخت په وخت پر خپل دوديز فکري طرز باندې فکر پکار وي، چې څومره حقايق رانغاړي.

د حمزه بابا شعر دى:

څه خو دې وې؛ خو بيا دې هېڅ ونه وې

زه په مطلب ورسېدمه، تلمه

د دې شعر په هېنداره کې چې شاعرۍ ته ګورو، نو خپل حقايق راته معکوس ښکاره شي. شاعري ويل دي؛ خو نه ويل.

دا چې موږ له يوه شعر له يوه متنه مانا اخلو، په څومره اطميمان سره ويلى شو، چې همدا مانا به د شاعر هم مراد وه؟ دا پوښتنه د سلو نورو پوښتنو مور ده.

د متن او لوستونکي ترمنځ د مانا د غوټې د خلاصون لپاره له ادبي دودونو او ګډ فرهنګ نه استفاده کوو. همدا ادبي دودونه او فرهنګ شاعر ته د شعر او لوستونکي ته پرې د پوهېدو امکانات برابروي؛ خو کله مو فکر شوى، چې په ادبي دودونو او فرهنګ کې داسې چاودونه وي، چې ډېرې خبرې ترې لار کې تويې شي. علوم هڅه کوي، چې د يوه متن ټوله مانا او ادبي ماهيت راونغاړي؛ خو و دې مه شه.

موږ له متونو نه د خپل فرهنګ د توافق او مخالفت پر بنسټ مانا اخلو؛ خو شاعر داسې ډېرې خبرې هم کوي، چې نه يې کوي يا يې ارادي پټول غواړي.

د دې پټولو اخلاقي علتونه هم کېداى شي. صوفيانو له سمبولونو نه ځکه استفاده کوله، چې د عوامو سر پر تصوفي تجربو نه خلاصېږي او ظاهربين يې ښايي د دوى پر ضد راوپاروي.

بل لامل يې رواني هم کېداى شي. شاعر ته د نورو انسانانو غوندې د ځينو خبرو ارادي پټول خوند ورکوي يا ښايي د شعر ويلو پر وخت لکه په خوبونو کې چې شعور د لاشعور په چارو کې مداخله کوي، په شاعرۍ کې يې هم وکړي. د هنر او خوبونو ترمنځ ارواپوهانو ډېر مشترکات موندلې دي؛ خو د شعور دا مداخله پياوړې نه وي او ډېرې خبرې ترې پاتې شي؛ نو چې شاعر خپل شعر د خپل ضمير له غوښتنو او بهرنيو اخلاقو سره برابروي، ډېرې خبرې تري پاتې شي. دا خبرې شايد موږ ته د کلمو د ضمني ماناوو غوندې څنګزنې ښکاره شي؛ خو دا ځنګزنې نه وي، بلکې اصلي وي.

شاعر له تشبيهاتو، استعارو، سمبولونو، کنايو، ايهام او نورو ادبي امکاناتو او مجازې ژبې نه ځکه استفاده کوي، چې خبرې پټې کړي. د خبرو د پټولو يو علت له پټولو خوند اخيستل هم دي. موږ چې يوه خبره کوو او شل پټوو، د لوستونکي د تجسس حس راپاروو او دا کار موږ ته خوند راکوي، چې مخاطب ته مرموز شخص ښکاره شم.

د خپل ادب په لومړۍ دوره کې د خبرې د پټولو لپاره له معماوو او ورته نورو نه هم استفاده وينو؛ خو اوس راته پته لګېدلې ده، چې دا پټول ادبي خوند نه لري، ځکه نو ادبې ارزښت نه لري؛ خو د دې پرخلاف د پټولو په ادبي دود کې پرمختګ راغلى دى. پخوا دا کار د کنايو او د استعارو په کچ و؛ خو اوس سمبولونه وينو. په سمبولونو کې يو څه وخت قراردادي سمبولونه وچلېدل، آيينه، باران، حباب او داسې نور هغه قراردادي سمبولونه وو، چې په ډېر کارونګ يې مانا اسانه شوې؛ ځکه نو د پټولو لپاره په معاصره شاعرۍ کې فردي سمبولونه رامنځته شول.

فردي سمبولونو د شاعر د پټولو غوښتنې ته زغرد ځواب ووايه، ځکه چې لوستونکى يې په تجسس کې اچولى او ښه سرګردانولى شو.

که د شاعرۍ تاريخي بدلون ته وګورو، د شاعر او لوستونکي کشمکش او پټول پکې مهم نقش لري.

د شاعرانه ژبې يو خصوصيت ابهام دى. ابهام د لوستونکي ذهن مغشوشوي او په دې توګه شاعر ته د خبرو د پټولو امکانات په لاس ورځي.

” مهدي رضايي د ابهام په اړه وايي: ”که چېرې د مانا په لېږد کې ځنډ يا خنډ راشي، هغه ته معنوي ابها وايي”؛ خو دغه خنډ او ځنډ که په يوه اثر کې وي” نو په اسانۍ يې پيدا کول ناشونې ده. مخاطب حتما له ذهني کشمکش سره مخ کوي. ذهني کشمکش مخاطب فکر ته اړ باسي او فکر د مخاطب ذهني کشمکش ته تر يوې اوږدې پروسې وروسته ځواب ورکوي.”( مصطفى باور، ابهام او شاعري)

له نورو ادبي مکتبونو سره د رياليستانو لويه لانجه په همدې وه، چې دې نورو الفاظو ته جرندې اچول د ادبي ماهيت اساس ګاڼه. رياليستانو د واقعيت او ژبې ترمنځ مستقيمه لار ليده؛ خو نورو داسې فکر نه کاوه. دوى پوهېدل، چې تر واقعيت هاخوا هم يوه نړۍ ودانه ده، چې انځورنه يې د ادب دنده ده.

دلته موږ ته د پټولو يو بل علت هم معلوم شو او هغه دا چې د پټولو په مټ ډېرو مرموزو فردي تمايلاتو ته د ځواب هڅه وشوه. رومانتستانو، سمبوليستانو، ايکسرپريشنستانو، ايمريشنستانو، دادايانو، سوررياليستانو، هندي مکتب، تصوفي شاعرۍ ټولو د پټولو له لارې د انسان په درون کې پراخه او مرموزې لاشعوري دنيا ته د ځواب هڅه کړې ده.

يواځې د سمبولونو او نورو پېژندليو ادبي امکاناتو نه استفاده پټول نه دي، بلکې د هرې کلمې او بيا د يوه شعر متن د ټولو اجزاوو ترمنځ خپرې ورې اړيکې د پټولو همدا دنده ترسروي. د دغو اجزاوو ترمنځ اړيکې متزلزلې وي او دا تزلزل خوندور ابهام پيدا کوي. د دې پرخلاف راښکلې اړيکې د متن د اجزاوو ترمنځ صراحت ښيي.

که تزلزل د يوه معيار په توګه ومنو، نو بيا د شاعر له خوا د کلمو د انتخاب علتونه موندلى شو. داسې به د شاعرۍ ډېرې مرموزې؛ خو اصلي ماناوې ومومو، چې د شاعر هدف وې. دا کار راسره د شاعر په رواني شننه کې هم مرسته کوي او هغه تاريخي او رواني علتونه معلومولى شو، چې د دې پټولو تر شا پټ دي.

د شاعر په توګه هم د پټولو له مهارته استفاده کوو. که خپله يوه فردي تجربه چې څنګه ده، کټ مټ هغسې ووايو او د پټولو له مهارته استفاده ونه کړو، خبره به وي؛ خو شاعري به نه وي. د پټولو ډېر مهارتونه دي. جانان، رقيب او داسې ډېرې نورې کلمې يې ساده بېلګې دي، چې شاعر پکې خپله خبره، خپل واقعي ژوند پټوي.

د انسان دروني کيفيتونه دومره خپاره واره دي او مبهم دي، چې د الفاظو پر مورګو اوړي. د خپلو کيفيتونو داسې نيمګړې نمايندګي هم په شاعرۍ کې ابهام پيدا کوي.

موږ چې د شاعرۍ د پټولو په اړه څومره پوهه ترلاسه کوو او څومره ادبي اصولو وضع کوو؛ شاعري هغومره انحراف کوي. موږ ورپسې رڼا اچوو، دا رانه په تيارو ګوټونو کې پټېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x