شعـــــرونه

غزل: اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

چاته ګل يمه او چا لره اغزی يم
د وخت داسې مجاهد غازي زلمی يم

احساسات مې په جذبو خمار خمار دي
ليوني په دار کومه ليونی يم

د مظلوم د هيلو باغ سمسورومه
د شهيد د پاکو وينو پسرلی يم

ژونده دومره په ځواب کې درته وايم
ته مې خپل ګڼه خو زه درنه پردی يم

بې قدري مې د ولس نابينايي ده
ګنې زه خو ګوره لال يمه غمی يم

زه د هر زورور هر ګزار ته ډال يم
د طالب زلمي ټټر يمه تندی يم

د ژوندون په تاريخچه کې مې مرګ نشته
زه مين يم زه په ټول عمر ژوندی يم

زه يو راز يم، امتياز يم، يو اغاز يم
د غازي جانان ښايست يمه پټکی يم

حقيقت کې يو د مينې لوی جهان يم
په مجاز کې د مفتون زخمي زړګی يم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x