نظــر

وګورئ زمادتوري شرنګ !

office qatar

ددوه زره لومړي میلادي کال  نومبرمیاشت وه ، په کندوزکي په زرهاوومجاهدین محاصره وو،دوسلواولوژیستیک دبې ساري کمښت سره مخ وو،مځکنۍ لاري پرې بندي وې ،هوایې ځواک یې ټول په امریکایې بمبارکي له منځه تللی وواوپه همدې حالت کي  دشمالي ټلوالي ټوپکماروپرله پسې مځکني تعروضونه پرې کول اوامریکایې ځواکونودبي ۵۲الوتکواوکروزتوغندیووحشیانه حملې پرې کولې ، داسبابوپه نړۍ کي  هیڅ داسي څه نه ووچي مجاهدین یې  ددې وحشیانه اوظالمانه محاصرې څخه خلاص کړي وای  .

په پورته ذکرشوي حالت کي  بي بي سي دامریکې دوخت ددفاع وزریر(رمسفیلډ)سره مرکه درلوده ،هیرمي دي  چي  ژورنالیست څه ډول پوښتنه مطرح کړه خودرمسفیلډځواب مي یاددی   چي محاصره شووکسانوته په اشاره یې وویل :«همداکسان  ټول بایدووژل شي اویاونیول شي ».

درمسفیلډدامراوخواهش  پوره کولوپه خاطرجنرال دوستم دکرزي  په مشوره دطالبانوسره دشوي موافقې پرخلاف محاصره مجاهدین په کنټینرونوکي واچول چي داکسیجن دکمښت له امله زیاتره پکي شهیدان شول  اوژوندي پاته یې څه ددلیلې دښته کي ترخارولاندي کړل اوڅه یې دشبرغان په زندان کي بندیان کړل چي  نوموتي کسان یې پرامریکایانووپلورل  اوپاته هغه یې ددروکلونوپه موده کي دبندیانودکورنیوڅخه دپیسوترلاسه کولوپه بدل کي  – ظاهراداخترونودرارسیدومناسبت دکرزي دعفوي په فرمانونو – خوشي کړل  .

کله چي اسلامي امارت دهیواددښارونوڅخه لیري پرتوسیموته عقب نشیني وکړه ،جورج بش په افغانستان کي دجګړې دګټلواعلان وکړاوپه خورامتکبرانه اندازیې درسنیوپه وړاندي وویل چي :«مجاهدین به  دسمڅواوغارونوڅخه راباسي اودعدالت (وحشت )منګولوته به یې سپاري » .یرغلګروځواکونواودکابل بلواک اومنفوررژیم دبش دذکرشوي اخطاردعملي کولواوداسلام سره دنه پخلاکیدونکي دریځ له امله دپورته یادوشوومظالمواونورووحشتونوسربیره   دملا،طالب  ،ږیري ،پګړۍ ،دودیزوافغاني جامواوپه ټوله کي ددین پرستۍ په تور  دافغان مظلوم اومحکوم ولس څخه   په افغانستان کي دننه (بګرام ،کندهار،صحراباغ ،شینډنډ،جلال اباد،اونوروهوایې ډګرونوکي )اوبهرد(ګوانټانامو)په جزیره کي زندانونه ډک کړل .

دمتمدني اومهذبي نړۍ مخکښانودداخلي ملګروپه ملتیادمجاهدینو اوعام افغان  ولس  څخه  هیڅ رازوحشت اودهشت ونه سپماوه ،په نیمه شپه یې دخلګوپرکورونوچاپې واچولې ،دماشومانواوښځوپه مخ کي یې دخپل کورپه انګړکي دسړوسینې په مرمیوغلبیل غلبیل کړې ،ماشومان اوبوډاګان یې په داړونکوسپیووداړل اووترهول ، په ژوندیې په قبرونوکي بندیوان کړل ، په زندانونوکي یې  په ډیروشکنجوشهیدان کړل ،په ژوندوني یې لاسونه اوپښې ځني پرې کړل  ،په برچویې  شهیدان کړل ،په ټانګونواوموټرونوپسي یې په کش  کولوسره له ژونده بې برخي کړل او…..متاسفانه  چي همدادوحشت لړۍ لاتراوسه هم  تم شوې نه ده .

دشوروي ضدجهادیوشمېررهبرانواومشهوروقوماندانو، روحانیونو، پروفیسرانو، تحلیلګرانو، لیکوالو، ژورنالیستانو او شاعرانو دنړیوال امپریالیستي صلیبي نیواک اوتاړاک غیږي ته پنایووړل ،نوروبیاچي ځانونوته یې داشغال مخالفت منسوباوه دیرغل پرضدڅه چي حتی ددوی دکرغیړنوکړنوپه اړه یې  خپل نظر نشوای وړاندي کولای ،اوهمدې صاحبانوبه په خپلواظهاراتوکي ویل چي  اوسني راغلي دشورویانوغوندي نه دي  ،دوی په نړواله کچه پرمختللې ټیکنالوژي ،وسلې اوپیاوړی اقتصادلري نولهذاددوی سره ډغري وهل  ځان وژنه اودغره سره دسرجنګولومرادف دي .

خوداسلامي امارت اتلومجاهدینودوحشت اوبربریت  په اوج کي ددین اووطن څخه ددفاع  جهادي مورچلونوتاوده کړل ، دیرغلګرواوداخلي ګوډاګیانوپرضدیې  دهیوادپه لراوبرکي داسي جهادي تحرکات پیل ،ګړندي ،تونداوڅپاندکړل ،چي په ټس کي یې تردې دمه دیرغلګرو داعتراف له مخي په زرهاوویرغلګرعسکروژل شوي  اوپه لسهاووزره یې دتل لپاره  معیوب شوي   هغه داسي چي دځینوپښې اولاسونه پرې شول ،دچاسترګي ووتلې اودنوروښاغلوبیاتناسلي  الې غوڅي شوې !!.

جهادي څپې  یاغي شوې ،توپاني شوې تردې پوري چي په یوه رځ یې ددښمن  داقرارپه اساس ۳۳تنه دسپېشل فورس عسکرغرق کړل اوهره ورځ دخپلو،۱۵،۱۲،۹،۷،۶،۵،پوځیانودوژني پخلی کوي ،چي واقعي شمېریې څوچنده زیات دی .

دهمدې جهادي بهیردډیرواوقیمتي قربانیوزوراوبرکت ووچي  دسپیني ماڼۍ اوپینټاګون  دمغروروچارواکومغزوته یې ټکان ورکړ،په جوش کي یې څه هوش وځلیده ،هوش یې دسیاسي حل فارموله وزیږوله ،مجاهدینوته –  چي مخکي یې آن په  سمڅواوغارونوکي  دژوندحق نه ورکاوه – ،دکابل حکومت کي دلوړوپوسټونو ورکولووړاندیزونه وشول ،دخبرواترودرخواستونه   وشول ،دسولې اعلانونه وشول ،دحملونه کولوفریادونه وشول ،دیرغلګرودوتلونارې پورته شوې ،پخې اډې یې پرېښودې .

داسلامي امارت مدبرقیادت داشغال دخاتمې ،اودیواسلامي اوخپلواک نظام دقیام په موخه  دیرغلګروسره دخبرولپاره په یواسلامي هیوادکي دسیاسي دفتردرلودل ضروروباله ،دسیاسي دفترکوربتوب ته دقطرهیوادټټروډباوه ،داسلامي امارت استازي قطرته ولاړل ،دامریکایانوسره یې دسیاسي دفتردخلاصیدو،دبندیانودتبادلې  اوتورلیست دسپینیدوپه اړه مقدماتي خبري پیل کړې ،امریکایانووخت ضایع کاوه ،پرخپلوخبرویې عمل نه کاوه ،امارت  ورسره په مطرح شووخبروترعمل پوري دبیالپاره خبري وځنډولې  .

دامریکادلاسپوڅي  ادارې چلونکي  کرزي  په قطرکي دامارت د دفترله پرانیستدوسره مخالفت اعلان کړ،په غوصه شوخپل سفیریې له قطرڅخه راوغوښت ،ویل چي :«طالبان دي دده  اساسي قانون ومني ،وسله دي وغورځوي ،کنه نودفترنشي خلاصولای »،خوطالبانوپه همدې حالت کي چي دفتریې نه ؤ رسمي شوی په چاپان ،فرانسه اوایران کي نړیوالوتحقیقاتي اوعلمي کنفرانسونوکي ګدون وکړ،خپل معقول دریځ یې خپله  دنړیوالوترغوږورساوه ،هغوی چي په کوپړیوکي یې  دتعصب ځالي نه وې دامارت موقف یې وستایه اوداسلامي امارت په مشري روانه مبارزه (جهاد)یې دافغان ولس مسلم حق وباله ،کرزی   ددې حال په ولیدلوپه ژړاشو ترامریکااوقطرپوري  په ځغستاشو ،خوڅه یې په بودنه کړل .

دجون پر۱۸مه په قطر کي داسلامي امارت  دفتردقطردچارواکو،باندنیودیپلوماتانواوژورنالیستانوپه وړاندي رسماافتتاح شو،داسلامي امارت دسیاسي دفترغړودمحمدطیب اغاپه مشري ددوحې په زرغون زون کي  «دافغانستان اسلامي امارت  »په نوم دفترپرانیست او سپین توغ یې چي طیبه کلیمه پکي لیکل شوې وه په داسي حال کي داسمان لورپورته کړچي ترسترګوکي  اوښکي بهېدلې .

همدالویه بریادسترڅښتن جل جلاله دځانګړي نصرت  اوشفقت ،داسلامي امارت دمدبر مشرتابه داخلاص ،شجاعت اوفداکاریو،دافغانستان دمجاهدولس اوپه خاص ډول دفدایې مجاهدینودبې ساري قربانیودبرکت پرته بل څه نه شي بلل کیدای  .

ټول ولس ته دې ددغي ستري بریامبارک وي !په ګران هیوادکي ژرترژره دیوسوچه اسلامي ،ملي  ،مترقي اوخپلواک نظام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x