نړۍ

په بلجیم کې د چاودنو پنځه عوامل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ په بلجیم کې شپږ پر لپسې چاودني وشوې، چې د وروستیو شمېرو پر اساس یې ۳۶ تنه ووژل او تر ۲۰۰ زیات یې ټپيان کړي دي.

ددغه چاودنو مسؤولیت په عراق او شام کې د اسلامي دولت ډلي اخیستی.

ددې چاودنو د اصلي عامل په اړه یو امریکا میشتی لیکوال عبدالفتاح ماضي وايي:

په بروسلز کې او د هغه تر مخه په فرانسه او برتانیا کې د بریدونو او چاودنو اصل عوامل پنځه دي، او دا ټول عوامل له همدې اوروپا او غرب څخه سرچینه اخلي.

لومړی عامل: غربي نړۍ د اسلامي او عربي هیوادونو د ولسي پاڅونونو د ملاتړ پر ځای د هغو پر ضد ودریدل لکه په سوریه او مصر کې، چې له امله یې جګړه پراخه او انساني ناورین را منځته شو، غرب کولای شوای چې په لومړیو ورځو کې د سوریه نظام د خپل ولس د ځپلو څخه منعه کړی وای او دهغه په راپرځولو کې د ولسي پاڅون سره مرسته کړې وای، اوس به نه دومره کډوال وای، نه به دا ګډوډي وای او نه به په غرب او امریکا کې وژني کیدلای.

دوهم عامل: په مصر او هر هغه هیواد کې چې پاڅون په کښي کامیابه سو او نظام تغییر وکړ، د هغه پاڅون په نتیجه کې راغلی حکومت او واکمن را پرځول او پر ضد یې د بل انقلاب او پاڅون ملاتړ کول دي، لکه په مصر کې د ولسي پاڅون او بیا شفافو انتخاباتو په نتیجه کې د دکتور مرسي حکومت جوړ شو، خو وروسته همدې غرب، عربي هیوادونو او اسرائیلو د پوځ ملاتړ وکړ او ولسي پاڅون په خلاف یې بل پاڅون واک ته ورسوی.

دریم عامل: ټول مسلمانان په یوه ترازو تلل، او ټولو ته د تروریستانو په نظر کتل چې له امله یې د عادي مسلمانانو په زړونو کې هم له غرب څخه نفرت ځای موندلی.

څلورم عامل: په سیمه کې هیوادونو او تنظیمونو ته په ښکاره او پټه وسلې ورکول او په سیمه کې د وسلو د تر لاسه کولو لپاره هیوادونه په مسابقه کې اچول.

پنځم عامل: د اسرائیلو ملاتړ جاري ساتل او د فلسطیني ولس ټول بشري حقوق تر پښو لاندي کول.

لیکوال وایی چې همدا پنځه عوامل دی چې له امله یې په بروسلز کې چاودني وشوې او امکان سته چې دغه سي چاودني ادامه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

كاش طالبان د ورته بريدونو په اره چوپ نه پاتی کيداي، په داسي مناسبتونو کی د محکومو ولسونو آواز/پیغام د جابرو غوژونو ته په اسانه رسيدلاي شي. د هغوي ولسونو ته ور په یاد شي چی ستاسو منتخب حکومتونه د نورو هيوادونو په چارو کی د نظامی يرغل تر حده (له انسانی حدودو وتلي) مداخلاتو ته ادامه ورکوي، نو له همدي زايه د ه چی د محکومو ولسونو زرونو کی د غچ اخستلو اور بليژي ، چی ورته بريدونه یی شه ثبوت ده نو پس د دي تولو مسؤولیت بيرته تاسو اروپایی ولسونو ته متوجه دي تر سو خپل حکومتونه… نور لوستل »

عمر

بسم الله الرحمان الرحيم ولا طالبه خه بريد د كري او شه غچ د واخيسته د مهاجرو خو په تيره لسيزه كي دي داسي بريد ولي نه كاوو هغه خودي زما خيال اول په خپل وطن كي صلح راوستله او سنگه د كافر خواخوگي يي او سنگه دي په كافر زره خوگيگي خو خير هر انسان زان غوندي شخصيت باندي زره سوزوي او كافر تانه درخواست كوي د غم شيريكي زكه چي تا بريد پري كري خي هغه چي بريد درباندي كوي هغه د هم په غم كي شريگ وي او دري دري ورزي عمومي رخصتي اعلانوي او بيا د… نور لوستل »

خپلواک اولس

غوربندی صاحب !!! طالبان ځکه څه نه وایی ، چه نن صبا د دوی جنګ یوآځی د طالبانو سره نه دی ، دا دغریبانو او سرمایدارانو جنګ دی د سپتمبر په پیښه کی یی خپل دری زره بی ګناه خلک د خبلو شومو اهدافو د باره قربانی کړل ، او بیا د هغو د غچ اخستنی په پلمه یی لس زره او شل زره غریب امریکایان او اروبایان نور ووژل زمونږ مرګ خو پریږده زمونږ مرګ خو هغوی ته روا دی مونږ د هغوی چرګان یو ، مګر خپل چه یی ووژل شول او وژل کیږی هغوی هم غریبان دی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x