ورزش

بې تجربګۍ یو ځل بیا افغانستان مات کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۴مه ۱۳۹۵ل): افغانستان کرکيټ لوبډلې نن یو ځل بیا د بې تجربګۍ له کبله د انګلستان پر وړاندې په ۱۵ منډو ماتې وخوړله.

انګلستان نن پچه وګټله او د لومړۍ توپ وهنې پریکړه یې وکړه. په ۸.۱ اورونو کې یې د انګلستان د سر ۶ توپ وهونکي وسوځول. داسې برېښيدله چې انګلستان ښايي تر ۱۰۰ پورې منډې هم جوړې نه کړي.

خو وروسته معین علي د جورډن او بیا له ویلي سره لوبه مخ پر وړاندې بوتلله او منډې یې تر ۱۴۲ پورې ورسولې.

نننۍ لوبه کې کپتان اصغر ستانکزي یوه ستره تېروتنه وکړه. په ۱۸ اورونو کې د انګلستان ۱۰۷ منډې وې او ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي وو. هغه نوولسم اور ته ورو بالر حمزه هوتک راوست. حمزه هوتک په دغه اور کې ۲۵ منډې ورکړلې او وروستي اور کې شاپور ځدران بیا ۱۰ منډې ورکړلې.

د افغانستان له لوري نبي او راشدخان دوه دوه او شینواري او حمزه هوتک یوه یوه ویکټ واخېستله.

د ۱۴۳ منډو هدف پوره کولو لپاره شهزاد پیل په څلوریزه وکړ. خو نوموړی د همدې اور په درېیم بال وسوځېد. د شهزاد سوځېدو وروسته افغانستان په دوهم اور کې اصغر او درېیم اور کې ګلبدین نایب هم د لاسه ورکړ.

افغانستان په ۱۳ منډو ۳ لوبغاړي د لاسه ورکړل. وروسته راشدارمان ۱۵ منډې جوړې کړې خو نوموړی هم وسوځېد. افغانستان په ۳۵ منډو ۴ او په ۳۹ منډو پنځه لوبغاړي د لاسه ورکړل.

نبي د لوبې د کنترولولو هڅه وکړه، خو په یوه شاټ کېچ وسوځېد. شینواري ۲۲ او نجیب الله ځدران ۱۴ منډې وکړې.

تر ټولو ښه لوبه شفیق الله وکړه. هغه په ۲۰ بالونو ۳۵ منډې جوړې کړې، خو دغه مهال افغانستان ویکټې د لاسه ورکړې وې، اورونه کم پاتې وو او منډې ډيرې.

افغانستان لوبه په ۱۵ منډو انګلستان ته وبایلله.

د افغانستان بله او وروستۍ لوبه د مارچ په ۲۷مه له ویسټ انډيز سره په ناګپور کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x