ټولنیزه برخه

مدنیت!

حامد افغان

فرنګي یا فرنسوي ته که په دسترخوان پرته مالګه ورکړې خوشالیږي، او مننه درنه کوي. که ناڅاپه، په غلطي سره په پښه دروخیږي نو په عاجـزي او ټینګار سره عذر او بښنه درنه غواړي. که ناروغ سپی وويني زړه یې پرې خوږیږي سمدستي یې ډاکټر ته رسوي. مطلب په دا ډول اخلاقو او احترام کې دوی تکړه او پوره متمدن دي.

خو که هیواد مشر یې په کوم ارام او مظلوم هیواد د سرو لمبو اورولو امـر وکړي. دوی یې مخالفت نه کوي، هلته دې بې ګناه انسانان، سپينږيري، ښځې او ماشومان مري، کـلي او ښارونه دې ورانيږي، او نړیږي. او هغه ځناورتوب دې کوي چې د ځنګله ليوان یې هم نه کوي. دا متمدن غربیان په هغه کار نه لري.

ایا دې ته مدنیت وایي؟!

که دا مدنیت وي او دا خلک متمدن وي نو په داسې مدنیت او داسې متمدنو خلکو دې د الله لعنتونه وي.

شیخ علي الطنطاوي رحمه الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x