
شايد دا زه چې اوس خبرې کوم !
اسدالله غيرت
زه په خپل ژوند باندې
يوه شيبه باور نه لرم
شايد دا زه چې اوس خبرې کوم
دغه زما د ژوند وروستۍ شيبې وي
شايد منټ وروسته زه
د ژوندون پور خلاص کړمه
شايد دا زه چې اوس خبرې کوم
له خپلو وروڼو سره
شايد سبا دا وخت زه
د ګورستان ميلمه شم
زه د خپل ژوند د را روانو شيبو
څخه خبر نه يم چې
زما د ژوند دا را روانې شيبې
به ماته څه راکوي ?!
1388/4/15