ټولنیزه برخه

أبو اعرفوني – خلکو ما وپېژنئ واله

حامد افغان

علي رضي الله عنه په یوه جاهل کیسه کوونکي باندې تېریدی، ورته ویې ویل: ستا کنیت څه دی؟ هغه ورته وویل: أبو یحیی، هغه ورته وویل: نه، بلکي ته “أبو اعرفوني” یې. مصنف عبد الرزاق: ۳۳۱/۳. بل روایت کې راغلي: علي رضي الله عنه ورته ووویل: ایا ته ناسخ او منسوخ سره پېژنې؟ هغه وویل: نه، هغه ورته وویل: ځان دې هم هلاک کړ او نور هم، بیا یې دا لوړه پوښتنه وکړه، وروسته یې غوږ پرې تاو کړ، ورته ویې ویل: بیا زموږ جومات کې کیسې بیان نه کړې. یعني په منډه وځه. نواسخ القران لابن الجوزي

أبو اعرفوني یعني خلکو ما وپېژنئ واله، دا لکه یوه اصطلاح داسې ده، مثلا یو جاهل غټې غټې خبرې کوي، د حلق حروف ټینګ ټینګ ادا کوي څو خلکو ته وښيي زه عالم یم، دا کس “أبو اعرفوني” بللی شو. لکه امام سفیان رحمه الله نه روایت راغلی هغه وایي: څوک چې په مجلس کې ووينئ د حدیثو په الفاظو کې تشدید کوي، نو پوه شئ چې د حال ژبه یې وایي: اعرفوني. قواعد التحديث للعلامة جمال الدين القاسمي.

موږ کې هم “أبو اعرفوني” پریمانه دي، هغه چې اکثره یې د ځان عالم ښکاره کولو په نیت “ع” او “ح” ته ډېر زور ورکوي، رښتیا چې دوی ځانونه او خلک هلاک کړل، او غوږونه یې د تاوولو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x