نړۍ

د بروکسل بريدونه دوو وروڼو کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۵ل): د بلجيم چارواکو ويلي، چې پلازمېنه بروکسل کې دواړه سرتيري بريدونه دوو وروڼو کړي دي. د چارواکو په وينا براهيم البکراوي پر هوايي ډګر او د هغه ورور خالد د ميټرو بس تم ځای کې سرتېری بريد کړی دی.

د بلجيم امنيتي چارواکي وايي، چې څارونکو کمرو له مخې دريېم بريدګر په تېښته بريالی شوی او پوليس يې د موندلو هڅه کوي.

چارواکي وايي: «موږ د براهيم البکراوي يو ليک موندلی، چې خپل ځان په اړه يې ليکلي، چې دی نه پوهېږي، څه وکړي، زه په بېړه يم، منډې وهم، خلک راپسې ګرځي او که امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلم، نو بيا به مې ځای زندان وي.»

بل پلو بلجيم د دغو چاودنو له امله درې ورځنی ماتم اعلان کړی او بروکسل کې زرګونو خلکو په دغو چاودنو کې د وژل شوو کسانو په ياد شمعې بلې کړي او د پېښې په ځای کې يې ګلان کېښودل.

د بروکسل دواړو چاودنو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۶ ته رسېدلی او له ۲۵۰ زيات ټپيان. ويل کيږي، چې د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او کېدای د مړو شمېر نور هم زيات شي.

د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ پر ځايي وخت سهار اته بجې د بروکسل پر نړيوال هوايي ډګر يوه درنه چاودنه وشوه، له دغې چاودنې يو ساعت وروسته هوايي ډګر ته نږدې  د ميټرو بس په تم ځای کې بله درنه چاودنه وشوه.

د چارواکو په وينا دواړه چاودنې د سرتېرو بريدونو په واسطه شوي دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې خپلو هېوادوالو ته امر کړی، چې  د اروپا سفر پر مهال دې له احتياطه کار واخلي او ورته يې ويلي، چې د اروپا ګڼو هېوادونو د لوبو په سياليو، هوټلونو، مارکيټونو او نورو ځايونو کې د چاودنو ګواښونه شته.

د بلجيم صدر اعظم شار مېشل او نړيوالو چارواکو دغه چاودنې غندلي او ژمنه يې کړې، چې د دغو چاودنو مسوولين به د قانونه منګولو ته سپاري.

دا چاودنې وروسته له هغې شوي، چې څلور ورځې وړاندې د پاريس چاودنو مشر مسوول عبدالسلام په بروکسل کې نيول ونيول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x