نظــر

ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ

په قطر کې دطالبانو ددفتر له پرانیستو سره غمجن او جګړه ځپلي افغانانو دخوښیو او هیلو په یوه نوي او ناپایه فصل ورګډ شول ، چا له خوښۍ اوښکې تلولې او د سوکاله افغانستان خوبونه یې لیدل ، چا دشکرانې عبادات او خیراتونه کول ، او چا په نورو ډولونو خپل دخوښۍ احساسات څرګندول .

خو دافغانانو په دې خوښۍ کې امریکا او دکابل  مزدورو چارواکو هغه وخت لغتې  ورووهلې ، کله یې چې په ناموجهو تبلیغاتو او څرګندونو طالبان دې ته اړ کړل ، چې دخپل حسن نیت په دې اقدام له سره غور وکړي ، او د سولې په لور پیل کړی یو اړخیز سیاسي سفر ترنامعلومې نیټې وځنډوي .

دا تېر  یوولس کاله دحامدکرزي په مشرۍ دغلو او رشوتخورو حکومت داتبلیغات کول ، چې طالبان دسولې دښمنان دي ، مګر اوس به شاید ټول افغانان پوهیدلي وي ، چې اصلي دسولې دښمنان ، دسولې په لاره کې ډبرې غورځوونکي او د افغانانو دخوښیو او هیلو تروړونکي څوک دي .

ښه شوله ډیره چې انکار دې وکړ

زما د واړه عمر کار دې  وکړ

نور به ان شاءالله هیڅوک هم په دې کې شک ونه کړي ،چې دسولې اصلي دښمنان دافغانستان هغه معاصر واکمن دي ، چې نه یوازې یې په نړیواله کچه افغانستان شرمولی ، بلکې دافغانانو دسولې برخلیک یې هم دخپل فساد ددوام لپاره برمته کړی دی ، د کرزي دنظام دسولې شورا چې په ډیره ریاکارۍ دسولې نغاري ډنګوي ، اوس یې له مخ نه په ډیره ښه توګه نقاب پورته شو ، او افغانانو ولیدل چې  دا په  اصل کې دسولې شورا نه بلکې دجنګ ددوام لپاره طراحي شوې  شورا ده ، او ترڅو چې دغه جنګیره شورا او نظام وي ، په افغانانو سوله حرامه ده ، دسولې دشورا یوه غړي قاسمیار پرون وویل ، چې ترڅو طالبان  رسما تسلیم نه شي ، دوی به بل هیڅ هم ونه مني . واه واه  اوس یې خوند وکړ ، ګرانه ترپرونه خو  تاسو دسولې  ځولۍ ګرځولي ، دوست او دښمن او دهر سیال او ناسیال په  دروازه کې ولاړ واست ، چې هلئ  طالبانو ته زارۍ وکړئ ، چې دسولې په خوا ګام واخلي ، مګر چې طالبانو شین څراغ ورکړ ، اوس مو خپله اصلي څیره رابرسیره کړه .

تیره شپه دبي بي سي د ستاسو غږ پروګرام سره په خبرو کې به تاسو ددې اقداماتو په اړه دعام افغان اولس نظرونه   اوریدلي وي ، هغوی چې ټولو د کرزي په ناکام ، فاسد او بې دریځه نظام باندې دنفرت او لعنت کاڼي ورول ، دسولې د وژلو مسؤلیت یې ټول دکرزي دفاسد نظام باله ، او دافغان اولس دهیلو او خوښیو قاتل یې باله .

په داسې حال کې چې طالبان تراوسه دکرزي حکومت یو ګوډاګی بولي ، او په زغرده وایي ترڅو چې  یوامریکایي هم په افغانستان کې موجود وي ، دوی له  کرزي سره خبرې نه کوي ، بلکې لومړی له امریکایانو سره خبرې کوي ، او  دمسئلې خارجي اړخ حل کوي ، په داسې حال کې چې بین الافغاني تفاهم ته اوږده لار په مخکې ده ، دکرزي حکومت وایي طالبان دي ، سپین بیرغ نه کاروي ، دامارت اسلامي نوم دې هم له ځانه لرې کړي ، دکرزي اساسي قانون چې خپل کرزی یې  نه مني ، خو کرزی وایي لومړی یې باید طالبان ومني ، او له هغه وروسته به بیا خبري کیږي .

دکرزي ددې دریځ په اړه باید ووایم ، چې له دې څخه معلومیږي چې اصلا نوموړی په بین الافغاني تفاهم باور نلري ، نو ځکه یې داسې لار غوره کړي ، چې د خره عقل هم پورې خاندي ، که طالبان دا ټول شرایط پوره کړي او دکرزي اساسي قانون په ځان تطبیق کړي ، نو بیا خبرو ته ضرورت څه دی ، بیا خو نو خبره خلاصه ده .

زما په نظر کرزی باید په څوخبرو سر خلاص کړي !

لومړی :  د اوس لپاره دطالبانو په ادرس دکرزي لخوا خبرې کول یا شرطونه وړاندې کول نه یوازې  بیځایه دي بلکې خندوونکي هم دي ، ځکه طالبان په ډاګه وایي چې داوس لپاره دوی  له کرزي سره خبرې نه کوي ، که کرزی له ټولې سولې شورا سره دطالبانو ددفتر په دروازه کې نوحا  ونیسي هم ، فکر نه کوم که طالبان ورسره خبرې وکړي ، ځکه طالبان پوهیږي ، چې اصلي واک دامریکا په لاس کې دی ، دتصمیم ګیري مرجع امریکایان دي نو لومړی باید له امریکایانو سره خبره سپینه شي .

دوهم : کله چې خارجي اشغال پای ته ورسید او دمسئلې خارجي اړخ غوڅ شو ، بیا په طالبانو لازمه ده چې له نورو افغان جهتونو سره خبرې وکړي ، ځکه دا وطن په یوازې سر هیڅوک هم نه شي جوړولای  ، هغه مهال که خبرې کیږي ، ټول جهتونه باید  دپیش شرطونو په ځای دیوې سالمۍ دیپلوماسۍ په چوکاټ کې داسلام او هیواد ګټو ته په اعتناء سره سالم جوړ جاړی وکړي ، دکرزي غوندې په یوه خبره ټینګیدل ، داساسي قانون په موضوع پورې سریښیدل افغانستان بدبختۍ ته بیایي ، ځکه دا اساسي قانون چې دامریکایانو په فرمایش جوړ شوی ، نه اسلامي دی او نه هم افغاني ، نوځکه یې خویي هیڅ افغان هم نه مني .

دریم : که کرزی یا امریکا دافکر کوي ، چې د امارت اسلامي عنوان په نه کارولو او سپین بیرغ په لرې کولو به طالبان مجبور کړي ، او تاریخي صلابت به یې ورمات کړي ، نو دا خوب دې اوبو ته ووایي ، امریکا او کرزی باید په دې پوه شي ، چې طالبان دسیاسي دنیا ترټولو بااستقامته او خپلو اصولو ته ژمن خلک دي ، جان کیري او کرزی باید طالبان وپیژني ، چې دوی هغه خلک دي چې ټول حکومت یې قرباني کړ ، خو داسلام او افغانیت له یوه اصل څخه هم تیر نه شول .

دقطر ددفتر په اړه ګنګوسې وایي ، له کله چې داوباما د ټیلفون او دامریکا له سخت فشار وروسته  دقطر چارواکو طالبانو ته  دبیرغ د ښکته کولو ، او لوحې لرې کولو خبره کړې ، طالبانو دفتر تړلی او ټول پیل شوی بهیر یې ځنډولی دی ، دبي بي سي خبریال داود اعظمي چې پرون دفتر ته ورغلی په راپور کې یې وویل چې له  ساعتونو انتظار وروسته لا هم دفتر تړلی دی ، دطالبانو بیرغ دودانۍ دننه ولاړ دی ، او لوحه یې هم دودانۍ دننه شته ،  خو بهرنۍ لوحه دقطر چارواکو دطالبانو په غیاب کې لرې کړې ده .

رسنیو په راپورونو کې وویل چې طالبانو بیرغ او لوحه ایستل کړه ، خو زه چې دطالبانو له سایکالوجۍ څخه معلومات لرم ، اټکل مې دادی چې که دقطر ټوله پروسه له منځه لاړه هم شي ، طالبان به دې ته اماده نه شي ، چې خپل بیرغ چاته کوز کړي او یا دامارت اسلامي له نوم څخه انکار وکړي ، رسنۍ باید په دې مورد کې په غلطو تبلیغاتو سره  دافغانانو دسوکالۍ لپاره دغه پیل شوې پروسه تخریب نه کړي او دبي ځایه پارونو څخه لاس واخلي

څلورم : د امریکا او کرزي لخوا طالبانو ته داشرط ایښودل چې د امارت اسلامي عنوان او سپین بیرغ به نه کاروي ، خورا خندوونکی او ماشومانه دی ، د دیپلوماسۍ داصولو له مخې هرڅوک دبیرغ او نوم په کارولو کې ازاد دي ، طالبان دانه شي ویلی چې امریکا دې ځان (دامریکامتحده ایالات)  نه بولي ، له دې خندوونکو شرطونو معلومیږي چې امریکا او کرزی اصلا له طالبانو سره په خبرو باور نه لري ، او له دې ټولې پروسې یې کوم بل هدف دی .

طالبان هم باید دکرزي او امریکا دغه خندوونکي شرایط ونه مني ، لکه تراوسه یې چې نه  دي منلي ، که طالبان نن دامریکا او کرزي لپاره سپین بیرغ لرې کړي ، سبا به کرزی وایي چې طالبان دې لنګوټې هم نه په سر کوي ، ږیري دې وخریي ، او سم لغړ دیپلوماتان دي له ځانه جوړ کړي .

دطالبانو ټول قوت ددوی په ایماني صلابت کې دی ، چې باید له لاسه یې ورنه کړي ، تراوسه حقائق ښيي چې طالبانو له امریکاسره هیڅ شرط هم نه دی منلی ، او په خپل دریځ ټینګ پاته دي .

خو په ټوله کې دکرزي او امریکا لخوا خندوونکو شرایطو او غوښتنو افغانانو ته وښوده ، چې دافغانستان دسولې دښمنان همدا کرزی او امریکا دي چې ظاهرا دسولې چیغي وهي ، خو چې کله دتفاهم بهیر پيلیږي دوی هڅه کوي چې په ډول ډول نیرنګونو سره یې سبوتاژ کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x