ټولنیزه برخه

هیوادپالنه- نادره او خورا اغېزمنه کیسه

 

حامد افغان

کیسه کا یوه پاچا د یوه ښار محاصره کولو په مهال د ښار اطراف کې خپلې لښکرې تم کړې، دوه جاسوسان یې ښار ته د دې له پاره ولیږل چې د سیمي نظامي او نور مختلف حالات ځان ته معلوم کړي.

جاسوسانو د ښار په څنډه کې یو سپينږيری پیدا کړ، له هغه سره یو زلموټی هلک هم و، هغه ته یې وویل: ته غریب سړی یې ستاسو د ښار معلومات که راکړې موږ به ډېر مال او دولت درکړو، لکه ستاسو د لښکر شمیر، ښار ته تللې مهمي لارې او نور..

بوډا ورته وویل: زه دا کار کوم، خو په یوه شرط، هغه دا چې لومړی باید دا زلمی ووژنئ، څو زما خبره رسوا نه کړي، جاسوسان خوشاله شول په هغه ځای یې د هغه هلک سر له تنې بېل کړ، د هلک په وژنه او بهاندو وینو د سپينږيري حالت سخت خراب شو او له سترګو یې د اوښکو ویالې روانې شوې.

جاسوسان سپیږیري ته په تعجب کې شول، خو هغه ورلنډه کړه: تاسو دا زلموټی پېژنئ؟! هغوی وویل: موږ یې څه پېژنو، دا به ته ښه پېژنې، د سپينږيري پرمخ اوښکې روانې وې او جاسوسانو ته یې وویل: دا زما زوی دی!! او دا کار ما ځکه وکړ چې زه وېریدم که تاسو ته زما د انکار په صورت کې تاسو ما د هغه په مخکي ووژنئ نو هغه به تاسو ته له وېري زما د هیواد په اړه کوم معلومات درکړي. نو دا مې ښه وبلله چې هغه دې زما مخکي ووژل شي خو چې تاسو ته زما د هیواد د یوې خبري جاسوسي هم ونه کړي!!

دواړه جاسوسان د بوډا غیرت، د هیواد مینې او هیواد پالنې ته هک حیران شول، وروسته بوډا د خپل زوی تنه په غیږ کې ونیوله او دوی له هغه ځایه بېرته ستانه شول، پاچا ته ورغلل او دا کیسه یې ورته وکړه، هغه سمدستي لښکرو ته امر وکړ چې هلئ ژر تر ژره بېرته ستنیږئ او له دې ښاره غوږونه پناه کوئ، د کوم هیواد پلرونه چې له خپل هیواده د خپلو زړونو ټوټې او زامن قربانوي؛ هغوی سره موږ ډغره نشو وهلی او نه په هغو بریالي کیدلی شو.

خدای دې وکړي په کیسه مې پوه کړي وئ، نوره نو کیسه دومره سپینه او اغېزمنه ده چې وېریږم زما تبصره ستاسو د عبرت اخیستلو فکر کې خنډ نشي. نو ګرانو هیوادوالو ته د “هیواد پالنې” په “کمزورې متاع” غور په کار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

صحی ده ستا لیکنی زه اکثرآ ګورم ځکه چی ښی په زړه پوری وی ښه فهم ځینی کیږی خاصتآ دینی لیکنی می دی ډیری خوښی دی کور دی ودان افغان صاحب

الحاج استا ذ بیانزی

افغان صاحب السلام علیکم ! تاسی خو پوهیږی چه مونږ ستاسی به تقوی ، ایمان او پوهه ویاړنه لرو ، ولی د هیواد پالنی د دغه پنده ډکی قیصی ډير خوشاله شوم خو دغه هیواد پالنه نه د هیواد سره دوستی ده . هیواد پالنه چه فارسی کی ورته وطنپرستی او انګلیس کی ورته نشنلستی وایی د نشنلیزم په بنست ټړلی ، ( ایزم په خپله پرستش یا پالنی ته وایی که مونږ د وطن دوستی په بنا د خبل هیواد یا ځپل ټاټوبی سره مینه لرو دفاع تری کوو دا نه یواځی جواز بلکه ثواب لری لکه څوک چه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x