د لغمان خلکو  د والي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۵ل): د لغمان يو شمېر قومي مشرانو، سپين ږيرو او د مدني ټولنو فعالانو ويلي، چې د والي عبدالجبار نعيمي ساتونکو او پلويانو د لغمان ولایت سقاو بابا دښتې يو اوسېدونکی وژلی او دوی له مرکزي حکومته غوښتنه کړې، چې والي دې له دندې ګوښه اوڅارنوالۍ ته معرفي کړي.

د لغمان د ابرهيم خېلو د شورا مشر ملک عاشق الله کابل کې د رسنيو استازو ته وويل، چې څه موده وړاندې د والي ساتونکو او پلويانو د سقاو بابا دښتې درويزه خېلو سيمه کې پر ولسي خلکو ناتاره ډزې وکړې، چې له امله يې ۴۳ کلن محمد هاشم مړ شو او درې نور ټپيان دي.

د ملک عاشق الله په وينا والي د ځينو زورواکانو او جګړه مارانو په لمسون غواړي د سقاو دښتې دروېزه خېلو اوسېدونکي کوچيان له دې سيمې په زوره وشړي.

ملک عاشق الله زياتوي، چې والي خپل د خپلو ټانکونو او درنو وسلو په مټ سيمه کې د کوچيانو کېږدۍ ورانوي، په داسې حال کې دغه خلک دې سيمه کې له څو پېړيو راهيسې ژوند کوي.

«د ځايي اربکيانو مشر د والي او زورواکانو په غوښتنه د سيمې د خلکو سپکاوی کوي، و الي په مخکې يې موږ ته سپکې سپورې وويلې او د څو کسانو په مرۍ او اورمېږ يې خولې ولګولې، د دې لپاره چې والي ته خپله قهرماني وښيي او د خلکو کېږديو د نړولو پر مهال امنيتي ځواکونو د خلکو کورونه هم لوټ کړي دي.»

ملک عاشق الله د نورو قومي مشرانو او د لغمان مدني فعالانو په ملتيا کابل کې رسنيو ته وويل، چې دوی لغمان کې هم د والي پر ضد لاريون کړی او هڅه يې وکړه، چې خپل شکايت د رسنيو له لارې چارواکو ته ورسوي، مګر والي د لاريون د رسنيز پوښښ مخنيوی وکړ.

د لاريونکو کوونکو په وينا والي د محمد هاشم د وژلو په اړه ډول ډول ضد و نقیض څرګندونې کوي، کله وايي، چې د وسله والو مخالفينو په ډزو کې وژل شوی او کله وايي، چې محمد هاشم غوښتل له پوليسو وسله واخلي او بېرته پر پوليسو ډزې وکړي، نو د پوليسو په ځوابي ډزو کې دغه تن ووژل شو.

د لغمان د مدني ټولنې غړي عطاءالله حيران وويل، چې د خلکو دا هيله وه، چې والي صیب به د خلکو خدمت وکړي، مګر نوموړي د ځايي زورواکانو په مرسته د ځمکو غصب پيل کړی دی.

«د لغمان والي قومي مشران په خپلو پګړيو تړلي، بنديان کړي يې دي، بې ګناه خلک وژني او موږ د والي دغه وحشت په سختو ټکو غندو او دا ډول کړنې د لغمان ولس لپاره د منلو وړ نه دي.»

د لغمان ولايت چارواکي د لاريون کوونکو څرګندونې بې بنسټه بولي او زياتوي، چې امنيتي ځواکونو د سقاو بابا دښته کې د زورواکانو له واکه غصب شوې ځمکې راخلاصې کړي او دغه خلک د زورواکانو په غوښتنه مظاهرې او لاريونونه کوي.

د يادونې وړ ده، چې د عبدالجبار نعيمي له دې وړاندې د خوست والي وو او هلته هم د والي او ځايي اوسېدونکو ترمنخ د فساد او د ځمکو د غصب په سر جنجالونه راپيدا شول او دغه جنجالونه وروسته په فزيکې شخړو او جګړو بدل شول، چې له امله يې والي له دندې ګوښه شو او له هغې وروسته د لغمان والي وټاکل شو.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د