په اوروپا کې بریدونه: له کال ۲۰۰۴ څخه بیا تر اوسه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۵ل): د بلجیم هیواد په پلازمینه بروکسل کې پر لپسې شپږو چاودنو او هلته د وژنو او ټپيانو لوړ شمېر یو ځل بیا اوروپا کي د بریدونو او چاودنو یادونه را تازه کړه:

له تېرو ۱۲ کلونو راهیسي په اوروپا کې هم ډیر انسانان د چاودنو او وسلوال بریدونو له امله وژل شوي چې د هغو څخه یې د یادوني وړ بریدونه دلته په ترتیب سره را اخلو:

۲۲ مارچ ۲۰۱۶

دوه ورځي وړاندي د بلجیم په پلازمینه کې دوه ځایونه په ځانګړې توګه هدف وګرځېدل، هوايي ډګر او د میټرو تم ځای. په دې پيښو کې تر ۲۰۰ زیات کسان ټپيان او تر ۳۰ زیات کسان په کښي ووژل شول.

۱۳ نومبر ۲۰۱۵

وسلوالو سرتیرو بریدګرو په فرانسه کې یو کانسرټ هال تر برید لاندي ونیو، د جرمني او فرانسي د لوبي پر مهال یې د فټبال د لوبي میدان په نښه کړ او همداسي د پاریس په نورو مرکزي سیمو کې هم مهاله بریدونه ترسره کړه چې له امله یې ۱۳۰ تنه مړه او زیات شمېر نور ټپیان شوه.
ددې بریدونو یو شکمن پلان جوړونکی ۲۶ کلن صالح عبدالسلام د رواني میاشت پر ۱۸مه په بروکسل کې ونیول سو.

۱۴ فروري ۲۰۱۵

د ډنمارک په پلازمینه کوبنهاګن ښار کې د وسلوال برید په ترڅ کې د ډنمارک یو فیلم جوړونکی ووژل شو او درې تنه پولیس ټپيان شوه.
یوه ورځ وروسته عمر الحسین په نامه بریدګر وتوانید چې یو یهودي چوکیدار ووژني او دوه پولیس نور ټپیان کړي. نوموړی هم بیا د پولیسو په ډزو ووژل شو.

۷ جنوري ۲۰۱۵

یو شمېر بریدګرو په پاریس ښار کې د چارلي ابدو په نامه مجلې پر دفتر وسلوال برید وکړ چې له امله یې ۱۲ تنه ووژل شول، په قربانیانو کې زیات شمېر د همدې مجلې کارتونیستان او چلونکي وه.
ددغه برید مسؤولیت القاعده په غاړه واخیست او ووې ویل چې دوی د چارلي ابدو مجلې څخه د اسلام مقدساتو ته د توهین غچ واخیست. دغه مجلې په ځانګړې توګه د اسلام ستر لارښودل او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ذات ته توهین کړی وو.

۲۴ مئي ۲۰۱۴

بروکسل کې د یهوادونو پر میوزیم برید وسو چې له امله یې ۴ تنه ووژل شوه. ویل کیږي چې بریدګر فرنسوی وو، کلاشنګوف ورسره وو او د اسلامي دولت ډلي سره یې تړاو درلود.

۲۲ مئي ۲۰۱۳

د لندن په کوڅو کې دوه کسانو یو برتانوی عسکر د خلکو او کامرو په مخ کې په چړو وهلو سره وواژه.

مارچ / ۲۰۱۲

یوه فرنسوي تابعیت لرونکي کس چې د القاعده سره یې تړاو درلود، د یوه یهودي مکتب درې زده کونکي، یوه معلمه او درې ساتونکي ووژل. دا پيښه د فرانسې په سویل کې د تولوز په ښار کې را منځته شوه.

۲۲ جولاي ۲۰۱۱

د مسلمانانو پر ضد یوه تن چې نوم یې انډریس بهرنګ ښودل شوی، د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د خلکو په منځ کې یوه بم ته چاودنه ورکړه، او بیا یې د ځوانانو پر یوه کمپ باندي ناتاره ډزي پیل کړې، چې له امله یې ۷۷ تنه ووژل شوه. په وژل شویو کې اکثریت تازه ځوانان وه.

۲ نومبر ۲۰۱۱

د چارلي ابدو د مجلې پر دفتر د لاسي بمونو په واسطه برید وسو ، خو چاته په کښي ضرر نه دی رسیدلی.

۲ مارچ ۲۰۱۱

د ارید اکا په نوم یوه ځوان د جرمني په فرانکفورټ ښار کې دوه تنه امریکايي عسکر ووژل او دوه تنه یې نور ټپیان کړه.
دا پيښه په هوايي ډګر کې ر امنځته شوه او د پيښي قربانیان د امریکا د هوايي ځواک عسکر وه.
ویل کیږي چې دغه ځوان پر انټرنیټ د یوې ویډیو څخه متاثر سوی وو چې په هغه کې په افغانستان کې د امریکایانو ظلم ښودل کیږي.

۷ جولائي ۲۰۰۵

په لندن کې ۵۲ تنه ووژل شوه.
دغه برید د القاعده د فکر څخه متاثره څلورو سرتیرو تر سره کړ، او هر یوه په ځان پوري تړلو چاودېدونکو توکو ته د لندن ښار په مختلفو برخو کې چاودنه ورکړه، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.

۱۱ مارچ ۲۰۰۴

د هسپانیه په پلازمینه مډریډ کې د اورګاډو په تم ځای کې چاودنه وشوه.
دغه چاودنه د اوروپا تر ټولو مرګونې چاودنه بلل کیږي، ځکه چې ۱۹۱ کسان په کښي ووژل شوه.
د چاودني لپاره داسي وخت انتخاب سوی وو چې هغه وخت د اورګاډو په تم ځای کې زیات رش وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د