
هالېنډ کې د مجرمینو کمښت له کبله زندانونه تړل کیږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه ۱۳۹۵ل): که څه هم په نوره نړۍ کې د جرمونو د ډیروالي له کبله په زندانونو کې ځای کمیږي خو داسې یو هېواد هم شته دی چې د مجرمینو د کمښت له کبله د زندانونه په تړلو مجبوریږي.
اروپايي هېواد هالینډ په ۲۰۱۳ز کال کې ۱۹ زندانونه له دې کبله وتړل چې په هېواد کې یې دومره مجرمین نه و چې زندانونه پرې ډک کړي.
اوس د دغه هېواد حکومت په پام کې لري چې د ګرمۍ تر پایه پنځه نور زندانونه هم وتړي.
ټیلیګراف انګلیسي ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي چې د زندانونو په تړلو کې تېزوالی هغه مهال راغی چې د ۲۰۰۴ز کال وروسته په جرمونو کې بې ساری کمی راغی.
د ورځپاڼې د راپور له مخې په تېر ستمبر کې په زندانونو کې د تشو کوټو ستونزه دومره زیاته شوه چې هالینډ مجبور شو له ناروی څخه ۲۴۰ بندیان دغه هېواد ته وارد کړي، څو د زندان تشې کوټې پرې ډکې کړي.
راپور زیاتوي چې د هالینډ د عدليې وزیر ارد وان ډیر سټيور په پارلمان کې اعلان وکړ چې د تشو زندانونو د ساتنې مصارف د دغه کوچني هېواد لپاره ډير زیات دي.
د هالینډ ټول نفوس لس میلیونه دي چې له منځه یې یواځې ۱۱ زرو څخه زیات کسان په زندانونو کې دي، یعنی د سل زره کسانو له منځه یواځې ۶۹ کسان په زندانونو کې دي.
د هالینډ په پرتله بیا امریکا کې تر ټولو زیات بندیان دي او د راپور له مخې په هرو سل زرو کسانو کې ۷۱۶ يې په زندانونو کې دي.