نور په فیسبوک د پروفایل انځور پر ځای پروفایل ویدیو لګولای شئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۵مه ۱۳۹۵ل): څه موده وړاندې فیسبوک اعلان وکړ چې د پروفایل انځور سربېره به پروفایل ویدیو هم لګول کیږي.

دغه ځانګړنه چې له مخې یې د فیسبوک استعمالونکو کولای شول، یواځې ۷ ثانیې ویدیو پر خپل پروفایل ولګوي، ځينو ځانګړو کسانو ته ورکړې وه.

خو اوس فیسبوک د آنډرایډ استعمالوونکو ته هم د دغې ځانګړنې د استعمال حق ورکړی دی. د فیسبوک استعمالوونکي اوس کولای شي چې د پروفایل انځور پر ځای اوس پروفایل ویډیو ولګوي.

فیسبوک د پروفایل انځور ځای سره یوځای د پروفایل ویدیو اختیار هم ورزیات کړی دی. د پروفایل انځور پر ځای د پروفایل ویدیو اچولو وروسته به ستاسو ملګرو ته ستاسو د عکس پر ځای ستاسو لخوا اچول شوې ۷ ثانيې ویدیو ښکاروي.

دغې ویدیو سره اواز هم ثبتیږي خو د اواز اوریدلو لپاره باید په ویدیو کلیک کړي څو ویدیو او اواز خلاص شي.

یادونې وړ ده چې د iOS او کمپیوتر کې د فیسبوک استعمالوونکو لپاره تر دې دمه دغه ځانګړنه نه ده ورکړل شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د