
فوټبال: نن افغانستان له جاپان سره په نړیوالې سیالۍ کې مخامخیږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په یوې دوستانه نړیوالې لوبه کې له جاپان سره مخامخیږي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون د یوې خبرپاڼې له لارې تایید کړې چي نن پنجشنبه له غرمې وروسته به له جاپان سره دوستانه لوبه وکړي.
افغان فوټبال لوبغاړي د قطر له لارې جاپان ته رسیدلي او نن ورځ په دغه هېواد د سیالۍ لپاره چمتوالی نیسي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي چې د نړۍ له وتلو لوبډلو سره د افغانستان لوبې د دوی لپاره ښه چانس دی او دوی ته د دې لارې زمینه برابریږي څو په فوټبال کې نور پرمختګ هم وکړي.
تر دې څو مياشتي وړاندي کويت هيواد د افغانستان د فوټبال لپاره په خپل هيواد کي د تمريناتو د برابرولو تر څنګ د افغانستان له فوټبال سره د هر راز مرستې ډاډ ورکړی وو.
د افغانستان د فوټبال روزونکی پیتر شیګرت هم هیلهمن دی چې افغانستان به د جاپان پر وړاندې نن ښه لوبه وکړي.
افغانستان تر دې وړاندې د جاپان پر وړاندې په ۶-۰ ماتې خوړلې وه، خو پیترشیګرت وايي چې دی هیله من دی چې افغانستان به نن لومړی ګول وکړي.
لوبه نن د کابل پر وخت د ماسښين پر ۳ بجو پیلیږي چې د داخلي تلويزوني چينلونو څخه به په ژوندۍ بڼه خپره شي. نن ټکی اسیا هم کوښښ کوي چې لوبه د خپلې پاڼې له لارې په ژوندۍ بڼه تاسو ته وښيي.