افغانستان

له اتيا سلنه زيات خلک له ګډ حکومته ناراضه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا ګلوپ څېړنيز مرکز د متحده ايالتونو د خپرنيز بورډ BBG په مرسته د افغانستان په اړه په خپله تازه سروې کې ويلي، چې لږ تر لږه د افغانستان يو اتيا سلنه خلک د اشرف غني او عبدالله له ګډ حکومته ناراضه دي.

د سروې له مخې يوازې ۱۷ سلنه خلک د حکومت له کړنو او فعاليتونو تر يو حده يا په مکمله توګه خوښ دي.

په دغه سروې کې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د تېر کال مې راهيسې د نومبر ترپايه له شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو د حکومت کړنو او فعاليتونو په اړه پوښتنه شوې ده.

سروې کې راغلي، چې ۷۶ سلنه خلک له ولسمشر غني او ۸۶ سلنه له ډاکټر عبدالله ناخوښه دي.

ډاکټر اشرف غني په خپلو څرګندونو کې له خپلو کړنو دفاع کوي، چې ټول کارونه يې ښه روان دي، مګر ډاکټر عبدالله دا مني، چې د خلکو له هيلو او غوښتنو سره سم حکومت يې ونه شو کړای او خلک حق لري، چې له حکومته خفه شي.

امريکايي ډيپلومات او کابل کې د امريکا سفارت پخواني مرستيال ډيوډ سډني وايي، چې د افغانانو اندېښنې او نهيلۍ د ګډ حکومت له جوړېدو وروسته هغه مهال زياتې شوې، چې له ولسمشريزو ټاکنو وروسته د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ حکومت جوړ شو او تر اوسه يې خلکو ته داسې څه نه دي کړي، چې خلک دې پرې خوښ شي.

ډيويډ سډني، چې د افغانستان د ستراتيژيکو څېړنو مرکز د مشورتي بورډ غړی دی، رسنيو ته وويل، چې د ملي وحدت حکومت چارواکي تر ډېره په شخصي او قومي تربګنيو کې راګېر دي او له همدې امله د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلو پر ځای منفي بدلون او کمزوري راغلې ده.

د سډني په وينا سره له دې، چې خلک ناراضه دي، خو کېدای شي د ملي وحدت حکومت خپل وخت پوره کړي؛ ځکه چې د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال هم خلک له حکومته نهيلي و، مګر بيا يې هم تر خپل وخته دوام وکړ.

د راتلونکې په اړه افغانان د حکومت تېره يونيم کال له مخې پرېکړه کوي او وايي، چې د ګډ حکومت په تېر يو نيم کال کې د ډېری افغانانو ژوند د پخوا په پرتله خراب شوی او راتلونکي لپاره يې اويا سلنه خلک نهيلي دي او يوازې دېرش سلنه خلک د اوسني حکومت په شتون کې راتلونکي ته هیله من دي، چې د خلکو ژوند به ورسره ښه شي.

د امريکا د متحده ايالتونو خپرنيز بورډ BBG د امريکا دولتي اداره ده، چې له هېواده بهر خپرونې او څېړنې کوي او د امريکا غږ اشنا راديو تلويزون يې يوه برخه ده.

ګلوپ څېړنيز مرکز د امريکا خپلواک څېړنيز مرکز د، چې په هېواد دننه او بهر په روانو پېښو او حالاتو څېړنې او سروې ګانې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x