نظــر

کابل او طالبان؛ د زورښودنې ګرمه سیالي

د تېرو کالونو برعکس سږ ژمی په افغانستان کې طالبانو پراخ پوځي خوځښتونه درلودل، چې په مټ یې پوځي اډې، ولسوالۍ او نوې سیمې تر واک لاندې راوستې. له همدې کبله څارونکي په دې اند دي چې راتلونکی اوړی به د حکومت او طالبانو ترمینځ تر پخوا سختې خونړۍ نښتې رامینځ ته شي.

لیکوال: محمد آرین (د الجزیرې خبریال)
ژباړه: صمیم سعادت

په افغانستان کې د جګړې نوم تر بل هر شي زیات اوریدل کیږي. طالبانو د خبرو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړه او له افغان حکومت سره یې مذاکرات رد کړل، همدا راز یې د ژمي په اوږدو کې د شمالي او جنوبي ولایاتو په ولسوالیو کې خپل پرمختګونه جاري وساتل. له بلې خوا حکومت هم د هر ډول تازه بریدونو د دفاع لپاره چمتووالی ښيي.

په دغسې تیاره فضا کې د مارچ په ۱۹مه افغان حکومت د ۲۰۱۵م کال په اوږدو کې خپل فعالیتونه اعلان کړل چې په کې د دفاع وزارت ویاند «دولت وزیري» له قوله د زرګونو پوځي عملیاتو او زرګونو طالب جنګیالیو د وژنې یادونه شوې وه.

د طالبانو غبرګون هم ډیر ونه ځنډېډ، په هماغې ورځ یې بیان نشر کړ او د تېرې فبروري میاشت په ترڅ کې يې د خپلو پوځي عملیاتو نچوړ خپور کړ، چې په کې د بغلان ولایت په جګړو کې د لسګونو افغان او امریکايي سرتیرو د وژنې او په نورو سیمو کې د بریدونو او چاودنو ذکر راغلی وه، همدا راز یې ټینګار کړی وه چې جګړې ته به دوام ورکوي او د بهرنیو ځواکونو په شتون کې به د سولې وړاندیزونو ته غوږ نه نیسي.

د ګڼو شنونکی په باور، سږکال به د افغان حکومت لپاره د سترې ازموینې کال وي چې ایا له امنیتي ننګونو او د طالبانو له بریدونو سره به مقابله وکړی شي او که نه، دې ته په پام سره چې طالبان اوس له چریکي جګړو څخه جبهه يي جنګ ته د بدلون په حال کې دي.

په داسې حال کې چې دواړه لوري د جګړې لپاره عرض اندام کوي، عام ولسي افغانان ویره لري چې راتلونکی اوړی به هغه یوه ګوله ډوډۍ هم پرې ودریږي چې اوس یې لا په تکلیف او اندیښنو پیدا کوي.

د ژمي له موسم څخه استفاده:

سیاسي څیړونکی «فهیم دشتي» په دې اند دی چې طالبانو د تېر ژمي له ناوړه موسم څخه د سیمو په نیولو کې استفاده وکړه، نوموړی هغه خبره ردوي چې په ژمي کې د طالبانو پرمختګ د هغوی د نظامي ځواک د پیاوړتیا نخښه ده.

دشتي له الجزیرې سره په خبرو کې زیاته کړه چې په ژمي کې له پوځي عملیاتو څخه د طالبانو هدف دا وه چې د بهرنيو فشارونو څخه لرې د یو ځواکمن قوت په توګه د سولې په پروسه کې خپل موقف پیاوړی کړي او همدا راز ځیني نورې سیاسي موخې ترلاسه کړي.

دشتي د ګڼو نورو شنونکی په څېر اټکل کوي چې د طالبانو بریدونه به د پسرلي په موسم کې زور واخلي او طالبان به نورې ولسوالۍ هم ونیسي، خو نوموړی د بشپړو ولایتونو د سقوط احتمال لرې بولي.

نوموړی ټینګار کوی چې افغان حکومت به اړ شي چې د اوړي په موسم کې، چې ټاکل شوې پارلماني انتخابات هم ترسره شي، د وضعیت د څه ناڅه کابو کولو په موخه ډیرې هڅې وکړي.

پرېکنده مرحله:

د «افغان رسنیز او څیړنیز مرکز» مشر (عبد الجبار بهیر) په دې باور دی چې «راروان اوړی له تاوتریخوالي ډک دی او د حکومت او طالبانو ترمینځ به تر پخوا سختې خونړۍ نښتې رامینځ ته شي». نوموړی اټکل کوي چې طالبان به یو شمېر ولایتونه هم ونیسي. نوموړی د بغلان، کندز او هلمند نومونه د هغو ولایتونو په سر کې ګڼي چې د طالبانو په لاس د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

عبد الجبار بهیر له الجزیرې سره په خبرو کې څرګنده کړې چې افغان حکومت به د بهرني ملاتړ په مرسته ډیره هڅه وکړي چې د ولایتونو مرکزونه، چې سمبولیک حیثت لري، له سقوط څخه وساتي، خو زیاتوي چې ښايي طالبان په ګڼو ولایتونو کې له مرکزونو پرته نورې سیمې تر خپل واک لاندې راولي.

نوموړی وايي چې طالبانو خپل پوځي موقف ځواکمن کړی او له یوې لسیزې جګړې وروسته اوس د دې وړتیا لري چې په هیواد کې د خپل پراخ واک ساحه وغځوي.

ښاغلی بهیر زیاتوي چې د خپلمنځي اختلافاتو سربېره طالبانو په نظامي برخه کې خپل یووالی ساتلی، ځکه چې د طالبانو نوي زعیم «ملا اختر محمد منصور» د جنګي کړیو اکثریت په ځان راټول کړی دی.

سرچینه: الجزیره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

دی غلامی ، فاسدی او بی کفایته اداری ته د افغان حکومت نوم اخستل افغانی هویت ته توهین دی ، افغانان خو د غلامانو او بادارانو سره په جنګ کی دی څرنګه کیدی شی د هغو سره چه دغه غلامه او فاسده اداره په جنګ کی ده د هغو ( افغان حکومت ) نوم واخستل شی ، ایا جان کیری افغان وو چه دغه دوه سری حکومت یی د امریکا به سفارت کی وټاکل شول د افغانانو رایو ته کله په درنه سترګه وکتل شو هغه رایوی په حکندازو کی وغورځول شوی او بیا هم ورته د افغان حکومت یا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x