افغانستان

نيمروز کې د تښتول شوي سوداګر مړی موندل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۵ل): درې مياشتې وړاندې د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله‌والو د عبدالله نورزي په نوم يو سوداګر تښتولی و، چې تېره ورځ ناوخته يې مړی موندل شوی دی.

د وژل شوي سوداګر کورنۍ او خپلوان وايي، چې دغه سړی د پوليسو په رينجر کې تښتول شوی او دغه پېښه کې د خاشرود پوليس ښکېل دي.

عبدالله نورزی درې مياشتې وړاندې د خپلو کارونو لپاره خاشرود ته تللی و، چې د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري يرغمل شو او تر پرونه يې ځان سره ساتلی و، چې تېره ورځ مازديګر يې مړی د خاشرود اړوند سيمه کې موندل شوی دی.

د عبدالله نورزي تره حاجي نادر نورزی وايي، چې د ده وراره د پوليسو له لوري برمته شوی او وژل شوی دی او له حکومته يې غوښتنه کړې، چې د ده د وراره قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د عبدالله نورزي کورنۍ وايي، چې غلو له دوی ډېرې زياتې پيسې غوښتې، چې د دوی په توان نه وې پوره، خو دا يې ونه ويل، چې څومره يې پيسې يې غوښتې وې.

د نيمروز جنايي چارواکي وايي، چې غلو عبدالله نورزی په يو کور کې ساتلی و او چې امنيتي ځواکونو ته د غلو ځای معلوم شو، د نوموړي د خلاصون لپاره يې عمليات پيل کړل.

د نيمروز امنيه قوماندانۍ  د جنايي جرمونو د څېړنو مدير عبدالهادي عزيزي وايي، چې غله د دوی له عملياتو خبر شول، برمته شوی عبدالله يې وواژه او غله په تېښته بريالي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

حیرانوونکی ده ، د مړی کورنی دعوی لری چه د دوی خپلوان د بولیسو په واسطه تشتول شوی او وژل شوی ، د خبر اخره برخه کی ویل شوی چه امنیتی قواوو ته چه د هغه د ځآی پته ولګیده هغوی عملیات پیلول او غلو له ویره د هغه مړی هماغه سیمه کی وغورځولو ، ایا پولیس امنیتی قوه نه ده ، دا چه ویل کیږی چه نوموری سودا ګر د پولیس په رننچر او د پولیسو په یونیفورم کی نیول شوی د امعنی چه همدغه امنیتی قواوو ته یی نیول ، بیول ځای او نیونکی معلوم وو دومره وخت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x