کندهار: ارغنداب کي نفوذي کسانو ۷ اربکیان وژلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۵ ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي د طالبانو نفوذي کسانو چي د اربکیانو سره یې په پوسته کي ځان ځای کړی وو خپل ۷ ملګري وژلي او په تېښته بریالي سوي دي.

پېښه تېره شپه ناوخته د ارغنداب ولسوالۍ په خانه ګرداب سیمه کي رامنځته سوي، د سیمي څخه عیني شاهدان وایي چي په پوسته کي د طالبانو درې نفوذي کسان موجود وه او هغوی تېره شپه په پوسته کي د وخت څخه په استفادې خپل ټول ۷ ملګري اربکیان وژلي او وسلې يې د ځانه سره وړي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د پېښي پخلی کړی او زیاتوي چي د پلټنو لپاره يې سیمي ته پلاوی لیږلی دی.

د برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستي ده، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي په برید کي یې ۷ اربکیان وژلي او د هغوی یو رینجر موټر او ځیني وسلې یې ترلاسه کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د