افغانستان

فارياب: د دوستم او عطا نور د پلویانو تر منځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۵ل): فاریاب کې ګډ حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم او په شمال کې د پخواني ټوپکوال عطامحمد نور د پلویانو تر منځ جګړه شوې ده.

د فاریاب په مرکز میمنه کې د دواړو جنګسالارانو پلویانو د یو بل پر ضد لاریونونه روان کړل چې د ښار منځ کې له یو بل سره په جګړه واوښتل.

عیني شاهدان وايي چې د دوستم او نور پلویانو په لاریونونو کې هم له ځانو سره وسلې لېږدولې چې د میمنې ښار په سنايي څلور لارې کې يې یو پر بل شپېلۍ ور واړولې.

په دې جګړه کې چې لا هم د ښار وضعیت کنټرول شوی نه دی، یو تن وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ کې د دوستم د ګوند د ځوانانو ټولنې مشر عبدالرحیم وايي چې ټپيان او وژل شوی د دوی پلویان دي.

د لاریون عیني شاهد او د ملي اردو عسکر غیب الله پژواک خبري اژانس ته ويلي چې لاریون کوونکو پر سپکو وسلو سربېره درنې وسلې او ار پې جې راکټونه هم لرل، چې د جګړې په اوږدو کې يې ډزې وکړلې.

په میمنه کې روغتيايي مسوولین هم وايي چې دوی ته له دې جګړې نه تر اوسه پورې څلور ټپيان او د یو تن جسد ور وړل شوي دي.

د عطا محمد نور او دوستم تر منځ هغه وخت اوبه خړې شوې، چې د نوي لمریز کال په پیل کې د مزار ښار له ځينو څلور لارو نه د عطامحمد نور پلویانو د دوستم تصویرونه لري کړل، د نوموړي پلویانو دا د خپل مشر توهین وباله او په غبرګون کې يې پر لاریونونو لاس پورې کړ.

د بلخ زور واکي عطامحمد نور دوی د ښار پر ګډوډولو تورن کړل او هغوی ته يې ګواښ وکړ چې که د دوی ګډوډي دوام وکړي دوی به هم ورته ګام واخلي.

د دوستم زوی باتور دوستم بيا خپل مخالف نور ډارن بللی او ويلي يې دی چې د جنبش د ځوانانو په وړاندې يې واڼي تښتېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

وایی خړی هم تر برګی کم نه دی ، الله ج د داسی شر پیښ کړی چه خیر پکی وی ، زه باور لرم چه د دوی په دشمنیو کی د افغانستان د مظلوم اولس خیر دی ، دا جنګ د ازبکو او تاجکو ورونو قومونو ترمنځ نه دی بلکه داچنګ د دوستم او عطا د اجیرو ملیشو تر منخ دی هڅه دا ده چه ددی جنګ په واسطه د هر اړخ قومونه یو په بل ننګ وکړی او د دواړو ملیشو جنګ سالارانو او قاتلانو جنګ ته قومی پیاوړتیا ورکړی ، ولی زه باور لرم چه مسلمان ازبک او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x