نړۍ

هند کې سیلاب درانه تلفات اړولي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له قراره، د هند په شمالي سېمو کې د مون سون په نامه اورښتونو له کبله د راغلي سیلاب په پایله کې له ۱۵۰ تنو زیات وګړي مړه او په سلګونو نور ترې تم شوي دي.

د هندي چارواکو په خبره د هند په اترا کنډ ولایت کې د هندوانو  سپېڅلي ځای (چاردام) ته د تللیو لارو د تړل کېدو له کبله شاوخوا ۷۰ زره زیارت کوونکي لالهانده او را ګېر  شوي دي.

 د هند د طبیعي آفاتو د مخنیوي ادارې په خبرپاڼه کې تر دې مهاله د ۱۰۰ څخه زیاتو انساني تلفاتو او نورو زښتو ډېرو درنو مالي تلفاتو خبر ورکول شوی.

د سرچینې په خبره پوځ او مرستندویه ادارو سیلاب ځپلي سېمې تر پوښښ لاندي راوستي دي او د ژغورني چارې ګړندۍ رواني دي.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x