طالبانو د امنیتي ارګانونو پر مخ د دهراود ولسوالۍ لویه لار تړلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۵ ل): د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کي د تېرو دوو ورځو راهیسي سخته جګړه روانه ده او ددې ولسوالۍ لویه لار د مرکز ترینکوټ سره پري سوي ده.

د د هراود ولسوال امین الله خالقي رسنیو ته وویل چي طالبانو د تېرو دوو ورځو راهیسي د دهراود ولسوالۍ لویه لار د امنیتي ارګانونو په وړاندي تړلي او ددوی ځواکونه نسي کولی د ولسوالۍ او مرکز ترمنځ تګ راتګ وکړي.

خالقي زیاته کړه چي لویه لار د ولسي خلکو لپاره خلاصه ده او طالبان هغوی ته څه نه وایي.

د دهراود ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ لار په مرچي سیمه کي تړل سوي، د تېري شپې راهیسي په مرچه سیمه کي سخته جګړه روانه ده او په ترڅ کښي یې ۱۵ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د روزګان ولایت امنیه قومندان غلام سخي روغ لیونی دهراود ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه رسېدلی دی، ځایي خلک وایي چې په تېرو دوو میاشتو کي د دهراود ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د جګړې له امله بېځایه سوي دي.

د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چي د ملي اردو سرتیرو دوی ته د کورونو پریښودلو امر کړی او ورته ویلي یې دي چي موږ په دغه ولسوالۍ کي عملیات پیلوو، ځایي اوسیدونکي وایي چي تراوسه نه عملیات پيل سوي او نه هم دوی ته خپلو کورونو ته د ورتګ اجازه ورکول کیږي.

د یادوني وړ ده چي د دهراود ولسوالۍ تر څنګ په چهارچینو ولسوالۍ کي هم جګړه روانه ده، طالبانو د چهارچینو ولسوالۍ ټولي سیمي نیولي او اوس یې د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پيل کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د