نظــر

د طالبانو وار او د كرزي لپتكي

له ډیري مودې نړیوالي ټولني، اشغالګرو امریکایانو، ناټو او په کابل کی د هغوی ګوډاګي حکومت چیغي وهلې، چي دوی غواړي د طالبانو سره خبري اتري وکړي، د افغانستان روان کړکیچ ته د خبرو له لاري د حل لاره را وباسي، ځکه چي دوی ټول سیاسي، اقتصادي او فوځي قوت استعمال کړ، خو خپل په یوه مقصد کي هم کامیابه نه سول، نو یې نارې سورې شروع کړې چي د طالبانو سره د خبرو اترو نه بغیر بله هیڅ لاره چاره نسته.

کرزی به نارې وهلې چي ملا محمد عمر اخند د افغانستان بچی دی، ماته یی ادرس نه دی مالوم، کنه زه ورتلم، ورسره کښنستم، او په خپله لهجه چي شنې چايي می په چاکلیټو ورسره خوړلې،

او بیا مي د افغانستان په اړه ورسره خبري کولې، او په همدې توګه د امریکایانو، ناټو او عموما د اوروپا ټول هیوادونه او مشران تقریبا له اوله په دې نظر وه چي باید د طالبانو سره د خبرو اترو له لاري څه حل راووزي، او ددوی فوځیان بیرته هیواد ته ستانه سي، خو طالبانو نه غوښتل چي ددوی سره خبري وکړي ځکه چي طالبان پوهیدل چي امریکایان او د هغوی ګوډاګی حکومت چي د خبرو اترو خبري کوي، نو هغوی په اصل کي ددوی څخه تسلیمي غواړي، نه داچي د افغانستان واک بیرته ورته تسلیموي.

اوس چي طالبان په دې پوهیږي چي غربیان په افغانستان کي مات سوي دي، او  نور وس نه لري چي د افغانستان اداره د تیرو ۱۲ کلونو په څیر وچلوي، او غواړي چي نور خپل په هیوادو کي دننه اقتصادي او سیاسي ستونزو ته توجه وکړي، نو ددې موقع څخه په استفاده غواړي چي په حقیقت کي د امریکایانو څخه واک تر لاسه کړي، نه داچي مذاکرات ورسره وکړي، او څومره چي ما درک کړې، نو هغه همدا خبره ده چي طالبان هیڅ کله تر خپل مقاومت نسي تیریدلای، طالبان چي هر څومره هلي ځلي کوي، که هغه سیاسي دی، او که جنګي، نو دهغوی ټولو تړاو یوزاي او یوزاي د میدان ( ټول افغانستان ) سره دی ، نه داچي یوازي په افغانستان کي په یوه محدوده حصه واکمن سي، یا د افغانستان په ټول واک کي ورته یوه برخه ورکړه سي.

کرزي او جنګسالارانو قاچاقبرو ته یی د طالبانو موخه مالومه ده، هغوی په دې ښه پوهیږي چي د افغانستان پر اکثره سیمو واکداران طالبانو که د امریکا سره خبري وکړي نو هیڅ کله به بغیر د ټول حکومت سپارلو بله غوښتنه ونه لري، چي مجبورا امریکایان به یی مني، ځکه چي ماتي یی خوړلې، او غواړي چي خپل د ژوندي پاتو عسکرو او سامان الاتو چاره وکړي، او هغه بیرته په عافیت له افغانستانه وباسي.

او له همدې وجي کرزی او اداره یې خپل ټول وس کوي، د هغه ادرس او دفتر چي دوی مخکي طالبانو ته زاری کولی چي خلاص یی کړي،  او د هغو خبرو چي دوی به یی دپيلولو زاری کولي، نن غواړي هغه په خپل ټول توان سبوټاژ کړي، او غواړي چي مخه یی ډب کړي.

دوی په هیڅ صورت نه غواړي چي خپل هغه شتمنی چي په تیرو ۱۲ کلنو کي ټولي کړي، او جوړي کړی، هغه داسي په اسانه له لاسه ورکړي، دوی چي د افغانانو د وینو زبيښلو په نشه اخته سوي دي، خپل تر اخیري وسه به کوشش کوي چي څوک یی په نشه کي تیشه ونه وهي.

او له همدې وجي چي کله طالبانو په قطر کي د دفتر خلاصولو سره موافقه وکړه، او اخیر کار یی د رواني میاشتي په ۱۸ نیټي په رسمي توګه خپله نمایندګي یا دفتر پرانیستی، عامو افغانانو دطالبان ددې قدم ستاینه وکړه او دا یی په خپل ګران هیواد کي د سولي د راتګ لپاره یو مهم قدم وباله، خو برعکس کرزی او قاچابران یی په حرکت راغلل او لپتکي شروع کړې چي طالبانو خو امارت جوړ کړ، اوس یی رسمي تخته او بیرغ پورته کړ، او اوس به ددوی سره حساب شروع کیږي، اوس به عامو افغانانو ته د طالبانو د وخت امن او عدل، او شفافیت په یادیږي، اوس به د کرزی د چرسیانو، هیروینیانو، هلک بازانو حکومت ختمیږي، نو له همدې وجي یی نارې شروع کړې، لپتکې کړې، او خپل ټول وس او توان وهيي چي ددغه دفتر مخه ونیسی، او د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبري اتري سبوتاژ کړي.

په قطر کي د طالبانو بیرغ پورته کول په حقیقت کي د کرزي او د حکومت پر غاړه یی چاړه را تیرول وه، اوس به دا غاړه پریکړی مرغه تر هغو لپتکي وهي، تر څو یی ساه وزي، او داسي مالومیږي چي طالبان هم نه غواړي چي نور یي وزوروي، ځکه چي طالبان د نبي صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث عمل کوي، چي وايي: اذا قتلتم فأحسنوا القتلة, او إذا ذبحتم فأحسنوا الذبحة.

يعني کله چي وژل کوی نو په ښه توګه یی وکړی، خپل مقتول ډیره مه تکلیفوی، او همداسي کله چي حلالول کوی نو په په ښه توګه یی حلال کړی، خپل مذبوح باندي ډیر تکلیف مه تیروی.

نو طالبانو هم خپل وار په ډیره زیرکتیا او کمال هوښياري سره وکړ، او بیا خاموشه سول، او د کرزي د ادارې ساه ختلو ته په انتظار سول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x