ادبي لیکني

اووووفففف_انقلابه!

قاري توریالی تایب
قاري توریالی تایب

لیکوال: قاری توریالی تآئب

دا لوړ انځور ډیر وژړولم.

دا کس (قاري محمد عبدالرؤف “فقیر”) نومیږي

د غزني ولایت اوسیدونکی وو، تکړه، جرئتمند، جید عالم او د قرانکریم حافظ وو،  ښکلی او زړه راښکونکي اواز او مترنمه داودي حنجره خدای پاک ورکړې وه

د شعر له ښابیرۍ سره هم بلد و، ادبي پنځونې او لیکنې به یې هم کولې.

ما یې لا په ریاست هفده کې ځینې اوصاف د ځینو ملګرو له خولې اوریدلی و.

کله چې د کوټه قلفۍ وخت تمام شو؛ نو له ریاست ۱۷ نه یې پل چرخي ته انتقال کړو، په دویمه ورځ مې په پل چرخي کې د یو ملګري (مولوی صالح محمد ارشاد) په واسطه له قاری صیب سره لیده کاته وشو

د قاری صیب حالت ډیر ودردولم، په قاري صیب باندې چې کوم ظلمونه، وحشتونه او مشکلات تیر شوی و، د هغه ظلمونو د لیکلو تاب نلرم

فقط دلته یې صرف د نمونې په طور یو څو محدودې کرښې ستاسو مخې ته ږدم، خدای ج دې وکړي چې خاطر مو پرې دروند نشي.

ـ د څرخي پله منسوبینو په دویم بلاک باندې په دې بهانه حمله وکړه، چې ګواکي دلته بندیان په سپکو اسلحو سمبال دي او غواړي چې د  تیښتې زمینه ځانونو ته برابره کړي، در حالیکه چې له بندیانو سره د ښیښې ګلاسونه لا هم نه وو موجود،  ټول پلاستیکي ګیلاسونه ول

د حکومت په دغه برید کې، چې په مظلومو بندیانو باندې یې تر سره کړه دولس تنه مظلوم، بې دفاع او د کار خلک په شهادت ورسیدل، چې مهم اشخاص او د هیواد په سطحه نامتو او جید علماء هم پکې شامل و… لکه شهید مولوی صاحب کامل، شهید مولوی صاحب عاطش او ……

د کرزي د حکومت په دې ناځوانمردانه برید کې په لسګونو زندانیان زخمیان شول،  چې قاری صاحب عبدالرؤف هم په زخمیانو کې شامل و

د مرحوم قاري صیب ټپونه د اندیښنې وړ نه ول، اما کله چې هسپتال (روغتون) ته انتقالیږي؛  نو هلته اول د بې هوښۍ دواء ورکول کیږي او بیا یې دواړه سترګې ایستل کیږي او د قاري صیب په سترګو کې ځینې داسې مضرې دواګانې اچول کیږي، چې ورو ـ ورو په اعصابو او دماغو باندې خپل اثر شیندي او سړي د لیونتوب حد ته رسوي

هماغه و، چې مرحوم قاري صیب د یو څه وخت په تیریدلو سره خپل عصبي توازن له لاسه ورکړ او کرار ـ کرار له روحي مشکلاتو سره لاس او ګریوان شو.

اوس نو قاري صیب د پخوا په شان له ملګرو سره ګپ شپ نه لګوي او د ورځې زیاتره شیبې په بړستن کې تیروي، که څوک ورته ووایي، چې قاری صیب!  د لمانځه وخت دی او راپاڅه لمونځ وکړه، نو په قاري صیب باندې دومره بده لګیږي لکه چا چې ورته ښکنځل کړی وي

زه به کله ـ کله ورتلم او د ټوکې په انداز به مې ورته کړه ، چې د مخابرې نمبر دې ماته معلوم دی؛ نو هسې به مې له ټوکې نه ورته ویل:

اتلس دروېشت (۱۸ /۲۳)! قاري صیب به یوه مرموزه خندا وکړه او نور به یې څه نه ویل…….

وختونه تیریدل ….. یوه ورځ راغلم او کمبله مې د قاري صیب له سر نه پورته کړه، په غصه شو.، سر چې یې را پورته کړ او راته یې کړه،چې.

کوم یو حیوان یې؟

ما ورته وویل: حیوان ناطق.. (قاري تائب یم)

ویې خندل، کله مې چې د قاري صیب مخ ته وکتل، ګورم څه د زنې طرفته ږیره یې پاکه شکولې ده او همدا شیبه هم د ږیرې په کشولو لګیا وو، ډیر سخت ودردیدم،  ژړا راغله،  ارشاد مولوی صیب مې خواته ولاړ وو

هغه راته اشاره وکړه، چې پریږده، خفه کیږي

ما هم د هو په دود سر وښوراو او ترینه روان شوم

دا مې د قاری صیب سره آخري دیدن وو، بیا مې ونه لیده او زه یو څه وخت بعد آزاد شوم

ورپسې دلته سعودیه ته راغلم، دوه کاله بعد مې د زندان یو ملګري (حبیب الله جان)دلته په سعودیه کې ولید،  دزندان ترخې خاطرې یې راته بیانولې، چې له خولې نه یې دا دردونکی جمله هم راووته…

(قاری صیب خو شهید شو)

انا لـله و انا الیه راجعون …. ګنګس شوم، حبیب هم خفه شو، چې بې ځایه مې دا خبره وکړه ….

مال: ولې؟ چا شهید کړ؟

حبیب راته وویل:  هیچا هم نه، خپله د شپې را پاڅیدلی وو او د بجلۍ (برق) له تار سره یې لاس لګیدلی و او په یو ترک سره یې قاری صیب شهید کړی و
…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د لیونیو مفکرینو د حکومت کولو لپاره دی ته ورته ډیری ناخوالی یی وطن ته ور په برخه کړی ظالمانو تباه شی تر داسی پروفیسرانو نه خو خر هم ښه وی په کوم اوخر چی خوری هلته خو خدمت هم کوی نو خر بهتر شو تر مفکر۰

عمر

بسم الله الرحمان الرحیم
وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ(154)

قاری حسیب

اگر که عهد می کړی وه نن تکی اسیا کی هیځ هم نه لیکم ولی چی د دوی بعضی بی عدالتییو خفه کړی وم مګر د دلی قیصی په لستولو مجبور شوم خبل عهد مات کړم څه هم داسی کس یم چی د صلیب او دصلیب د بندګانو زندانونه میلیدلی دیر سختی سوختی می تیری کړی زما پر وړاندی داسی ظلمونو له زندانیانو سره شوی چی انسان یی په اوریدو هم خپل عقلی توازن له لاسه ورکوی خو تاسو باور وکړی چی د قیصی دومره وژړولم چی چی خپل او د خپل د ملګرو دردونه می هیر کړل تاسو اوس… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x