ورزش

پاکستان افغان کرکیټ لوبډلې ته د سیالیو بلنه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۶مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان کرکيټ بورډ په پام کې لري چې د روان کال په اپریل میاشت کې د درې یو ورځېنیو لوبو لپاره د افغانستان کرکيټ لوبډلې کوربه شي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان کرکيټ بورډ د چارواکو له قوله لیکلي چې افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د سیالیو سیریز په پام کې دی او پاکستان لېواله دی چې دا سیالۍ په راتلونکې اپریل میاشت کې وشي.

«د افغانستان او پاکستان کرکيټ بورډونو تر منځ خبرې شوي. لومړی د دوه څلورو یو ورځينیو لوبو او درې د یو ورځينو لوبو وړاندیز شوی و، خو اوس شاید دا محض درې یو ورځينو لوبو ته محدود شي، ځکه دوی د پیټانګولر جام سیالۍ هم لري».

د پاکستان کرکیټ بورډ ویاند امجد حسین بټي هم د افغانستان سره د پاکستان د لوبو سیریز تایید کړی دی او ویلي یې دي چې دوی پلان لري څو د افغانستان کوربه شي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان کرکيټ بورډ تر دې وړاندې د پنجاب او سند حکومتونو ته د امنیت د خوندیتوب لپاره غوښتنلیک لیږلی دی. «موږ به د دوی د تایید وروسته د افغانستان سره د لوبو سیریز حتی الامکان ژر اعلان کړو».

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹ ز کال کې د سري لنکا په کرکیټ لوبډلې وسله‌وال برید وشو او تر هغې وروسته په دغه هېواد کې د امنیتي ستونزو له کبله د کرکیټ نړیوالو لوبو بندیز ولګېد.

د پاکستان کرکيټ بورډ کوښښ کوي چې په دغه هېواد کې نړیوال کرکیټ یو ځل بیا را ژوندی کړي او په همدغه لړۍ کې تر ۲۰۰۹ز کال وروسته په لومړي ځل وتوانېد چې زمبابوۍ دغه هېواد ته په ورتګ قانع کړي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان تر دې وړاندې په رمضان جام کې چې په کراچۍ کې ترسره شو، برخه واخېستله او ډيره مینه وال یې جلب کړل.

افغانستان کرکیټ لوبډلې په دې وروستیو کې د کرکیټ پوهان او مینه وال خورا زیات جلب کړي دي. افغانستان که څه هم له انګلستان، جنوبي افریقا او سري لنکا څخه سیالۍ وبایللې خو سربېره پر دې هم د دوی لوبه خورا زیاته وستایل شوه.

تمه ده چې د افغانستان او پاکستان لوبې به د لاهور په قذافي لوبغالي او د کراچۍ په ملي لوبغالي کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x