ورزش

د «بنګلادیش غميزه» کې د ټولو لپاره درس پروت دی

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۶مه ۱۳۹۴ل): بنګلادیش کرکیټ لوبډلې د تېر یو کال راهیسې خورا پرمختګ کړی. په ځانګړي ډول په نړیوالو شل اوریزو او یو ورځېنیو لوبو کې یې په دې وروستیو کې ډيرو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

په ۲۰۱۵ز کال په نړیوال جام کې کواټر فاینل ته ورسېد، بیا یې پاکستان، هند او جنوبي افریقا په څېر لوبډلو ته د کرکیټ په نړیوالو یو ورځېنیو لوبو سیریز کې ماتې ورکړه او اوسمهال په اسیا جام کې سري لنکا، پاکستان او عربي اماراتو ته د ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووت.

د بنګلادیش وروستۍ لوبو څخه دا معلومېدله چې د ۲۰۱۶ز کال په نړیوال جام کې به بنګلادیش د کرکیټ مینه‌والو هیلې او امیدونه پوره کړي. په غوراوي سیالیو کې چې څه ډول د بنګال «زمریانو» لوبې وکړي، سترو لوبډلو ته یې هم د خطر زنګ ووهلو، خو بدبختانه بنګلادیش په «د مرګ په ګروپ» کې و وژل شو.

د پاکستان خلاف چې تر ټولو زیات د ګټې توقع یې وه، تر ټولو بده ماتې يې وخوړله. بنګلادیش حوصله ماته شوه، استرالیا خلاف يې هم لوبه وبایلله خو تر ټولو «زړه ماتوونکي» ماتې يې د «هولي [هندوانو مذهبي جشن]» څخه یوه ورځې د هند مقابل کې وه.

د بنګلور په ایم چنا سوامي لوبغالي کې بنګلادیش د ۱۴۷ منډو د پوره کولو په تعقیب کې ډير ښه روان و. په لومړي بال د څلوریزې وهلو څخه واخله او په همدې اور کې د کیچ غورځېدو څخه واخله تر وروستي اور پورې لوبه د بنګلادیش په لاس کې وه. خو کله چې مشفق الرحیم د هردیک پانډیا په دوهم او درېیم بال باندې دوه څلوریزې ووهلې نو بنګلادیش داسې وګڼله چې ګټونکي شاټونه یې ووهل.

دغه مهال بنګلادیش ۲ منډو ته اړتیا درلودله، د دې معلومات مشفق الرحیم، محمدالله او میلیونونو بنګالیانو سربېره ډيری د کرکیټ مینه والو ته نه وه. تر دوه څلوریزو وروسته دوی د لوبې د بریا لمانځل پیل کړل. دوی داسې فکر کاوه چې په ۳ بالونو ۲ منډې یعنی لازمي بریا. مشفق الرحیم خو لا د دوهمې څلوریزې وهلو سره د بریا لمانځل پیل کړل. دغه مهال بنګلادیش په لوبه خپل واک ترلاسه کولو سره مشفق الرحیم له ډيرې خوښۍ اوښکې تویې کړې.

په بل بال يې د «فاتحانه شپږیزې» د وهلو سره د تاریخ جوړلو کوښښ وکړ خو ناکام شو. مشفق وسوځېد. یواځې مشفق الرحیم نه؛ بلکې په وروستي دوه بالونو چې دوه منډې پاتې وې، د محمدالله په څېر د ارامو دماغو لوبغاړي هم خپل جذبات قابو نه کړل او د شاټ وهلو ناکامه هڅه یې وکړه، نوموړی هم وسوځېد. محض دوه بالونو بایللې لوبه د هند لاسونو ته ور واچوله. په وروستي بال دوه منډې ګټې او یوه برابرۍ ته پاتې وه، خو بنګلادیش دغه یوه منډه هم پوره نه کړله او هند په یوې منډې لوبه وګټله او بنګلادیش يې په زړه زخمي زخمي کړ.

د دغې لوبې د ګټې او بایلات څخه د کرکيټ لوبغاړو لپاره یو درس پروت دی هغه دا چې تر وخت وړاندې همت بایلل یا بریا لمانځل دواړه خطرناک دي. بنګلادیش نه یواځې دا چې د ګټې یو زرینه موقع د لاسه ورکړه بلکې نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس یې هم د لاسه ورکړ او هند ته یې یو نوی ژوند ورکړ. هند د نیوزیلینډ پر وړاندې لویه ماتې وخوړله او له پاکستان یې بیا لوبه وګټله، که دغه لوبه یې بایللې وه، نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس یې نېږدې ختمېدو.

دا لیکنه په لږ تغییر سره ژباړل شوې. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x