ورزش

پاکستان نیمه پایلوبې ته وتلای شي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۶مه ۱۳۹۵ل): پاکستان او استرالیا نن په موهالي کې سره مخامخیږي. دواړو لپاره نننۍ سیالۍ حیاتي ارزښت لري.

پاکستان که غواړي نیمه پایلوبې ته ووځي نو حتما باید د استرالیا څخه لوبه وګټي، د بایلات په صورت کې به بیا له هنده بسترې باروي.

پاکستان لپاره په نړیوال جام کې د پاتې کېدو لپاره دوه مهم خنډونه پراته دي:

لومړی دا چې د استرالیا په څېر قوي لوبډله به ماتوي او دوهم دا چې هند تر دې وړاندې دوه لوبې ګټلي نو استرالیا که له هند څخه ماتې وخوري نو مستقیما نیمه پایلوبې ته وځي، نو پاکستان لپاره باید استرالیا هند ته ماتې ورکړه، په دغه صورت پاکستان نیمه پایلوبې ته وتلای شي.

پاکستان که استرالیا ته او استرالیا بیا هند ته ماتې ورکړي نو د ټولو به څلور څلور پواینټونه شي په دغه صورت کې د نورو نسبت د پاکستان د منډو اوسط ښه دی او نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس یې ډير دی.

په دوهم ګروپ کې حالا نیوزیلینډ د درې لوبو ګټلو سره نیمه پایلوبې ته وتلی دی، اوس دغه ګروپ څخه یوه بله لوبډله هم نیمه پایلوبې ته ووځي او دې لپاره استرالیا، پاکستان او هند سیالۍ کوي.

هند تر دې دمه په دغه ګروپ کې مخکې دی. هند له ۳ سیالیو ۲، استرالیا له ۲ سیالیو ۱ او پاکستان بیا له ۳ سیالیو ۱ ګټلې ده.

اوس نو څوکۍ یوه او لوبډلې درې دي، ګورو څوک دغه څوکۍ ګټي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x