
ډله ییز برید کي د ۲۰۵ اتل قول اردو ملکي مرستیال «خان اغا» وژل سوی
نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۶مه، ۱۳۹۵ ل): د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کي تېره شپه ډله ییز برید ترسره سوی، په ډله ییز برید کي د ۲۰۵ اتل قول اردو ملکي مرستیال «خان اغا» د څو تنو ملګرو سره یوځای وژل سوی دی.
ډله ییز برید تېره شپه شاوخوا ۹ بجې هغه وخت ترسره سو کله چي دوه تنه سرتیري بریدګر چي په سپکو او درنو وسلو سمبال وه د دامان ولسوالۍ په سالو خان کاریز سیمه کي د قومندان خان اغا میلمستون ته ننوتل، بریدګرو د نوموړي جګپوړي قومندان په ګډون په میلمستون کې پر موجودو کسانو ډزي وکړي او هغوی یې ووژل.
په برید کي د قومندان خان اغا زوی هم ژوبل سوی دی.
امنیتي سرچینې وایي چي برید تر سهاره دوام کړی او وروسته په متقابلو ډزو سره دواړه بریدګر وژل سوي دي.
طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستي ده، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي دوو تنو بریدګرو د قومندان خان اغا پر میلمستون برید کړی او په پایله کي یې نوموړۍ د څو تنو سرتیرو سره یوځای وژلی دی.