fbpx
iftitah

دقطر دفتر هیلې او ننګونې!

دروان کال دغبرګولې دمیاشتې په ۲۸ نیټه دسه شنبې په ورځ  دیولړ دیپلوماتیکومراسمو په ترڅ کې په قطرکې داسلامي امارت سیاسي دفترپرانستل شوچې دغه افتتاحی مراسم دقطر هیواد دبهرنیو چارو وزارت تر اشراف لاندې ترسره شول .

کله چې دلومړې ځل لپاره دطالبانو او امریکایانو ترمنځ په قطرکې دمذاکراتو اعلان وشو زیاتره محللین په دې باورول چې طالبان به په دغو مذاکراتوکې دامریکایانو په مقابل کې دتنازل او انعطاف پذیري له مخې له خپلو یولړ لوړو غوښتنو څخه لاس په سر شی ،

خو ددغه دفتر په پرانستونکې وینا کې طالبانو په ښکاره وضاحت سره دخپلو محوري غوښتنو په یادولو سره په دې خبره ټینګار وکړ چې ددې دفتر له ایجاد څخه یې اصلې موخه دهیواد اشغال پاي پایته رسول او له هغه وروسته ورکې دیوه خپلواک اسلامي نظام رامنځته کول دی.

دقطر دفتر دتأسیس ضرورت:

کومه اساسي ستونزه چې له تیرو ۱۲ کلونو راهیسي طالبان ورسره مخ ول هغه د دوئ لپاره دیوه داسې ادرس نشتون وه چې دهغه له سیاسي اوديپلوماتیک حصانت نه په استفادې سره نړیوالو ته  خپلې مشروعې غوښتنې او پیغام ورسوي.

له همدې کبله د۱۲کلن مقاومت په جریان کې ځیني داسې مهمې پیښې رامنځته شوې چې هغه ددغه شاني یو دیپلوماتیک دفتر دنه شتون له وجې له ډیرو مشکلاتو سره مخ وې .

دبیلګې په توګه په کال ۲۰۰۷ کې دطالبانو دپنځوتنو لوړرتبه مشرانو دتبادلې په مقابل کې دایټالوي ژورنالسیت دانييلي ماسترو جاكومو‏دتبادلې پیښه ، همداشان د۲۰۰۷ کال دجولای په میاشت کې په غزني کې دطالبانو او کوریا هیواد دلوړرتبه چارواکو ترمنځ د۲۳تنه کوریايي اتباعو درهايي موضوع اوداسې نورې په لسګونو دبهرنیو اسیرو اتباعوله متبوعو هیوادونوسره دهغوئ درهايي پروسې چې زیاتره یې تراوسه هم دطالبانو دیوه مشخص سیاسي دفتر دنه شتون له امله له مشکل سره مخ دي.

چې ددغه سیاسي دفتر په ایجادیدلوسره به دخپلو نورو فعالیتونو ترڅنګ داشانی ستونزوته هم په خپل وخت سره رسیدګي کیدای شی .

د قطر دفتر دطالبانو غوښتنه که دامریکایانو ضرورت ؟

امریکایانو د نړیوال پوځي ایتلاف او ناټو تړون په مستقیمه مرسته پوره دولس کاله دطالبانو دله منځه وړلو لپاره پوځې هلې ځلې وکړې، خو په طالبانو یې هیڅ بری ترلاسه نکړای شو او دتریلونو ډالرو له خسارې اولسګونوزره پوځیانو له وژل کیدو او زخمي کیدو وروسته يي  په ناچاره توګه راتلونکی ۲۰۱۴کال له افغانستان څخه دټولو بهرنیوځواکونو دبیرته ایستلو نیټه اعلان کړې.

داچې امریکا او ناټوتړون دنړۍ په کچه ترټولو مقتدر پوځي طاقتونه او اوس دخالي لاسه طالبانو لخوا له یوې ښکاره ماتې سره مخ دی نو هغوئ له همدغه فضاحت څخه دخلاصیدو لپاره  په سیاسي اوپوځې لحاظ داسې یوه جوړجاړي ته ضرورت لري چې دهغه په وسیله ځانته دخټو پوزي په ښودلوسره نور له دې تباهی نه ځان وباسي .

دقطر دفتر ایجاد تصادفي پیښه نه بلکې امریکایانو دهغه دایجادولو لپاره له ډیره وخته راهیسي له مختلفو جهتونو او هیوادونوسره مشترکې هلې ځلې په کار اچولې وې .

په دې اړه دالقاعده تنظیم دریم نمبر شخص او ددغه تنظیم دشرعي کمیټې مشر ابو حفص الموریتاني کوم چې دامریکایانولخوا دهغه په سر ۲۵ میلیونه ډالره انعام ټاکل شوی وه او اوس په موریتانیا کې په خپل کورکې تر څارنې لاندې ژوندکوي له الجزیره شبکې سره په خپلې وروستۍ مرکې کې داسې وايي:

زه چې کله له ایران څخه دموریتانیا هیواد په وساطت خپل هیواد اوکورته راوستل شوم امریکايي استخباراتي چارواکي ماته کورته راغلل او راته  ویې ویل چې مونږ اوس پوهیدلې یو چې په طالبانوباندې زمونږ پوځي بریا ناشونې ده، نو مونږ اوس څه وکړو چې له افغانستان څخه زمونږ لپاره دسوله ایزپرشاتګ تضمین وکړي؟

ابوحفص وايي چې ماورته وویل چې دطالبانو  په خلاف ستاسي ټولې پوځې هڅې بیځایه او بي ګټې دي ستاسو لپاره دحل اساسي لاره داده  چې تاسو له طالبانو سره کینئ له هغوئ سره خبرې وکړئ او دهغوئ مشروعې غوښتنې ومنئ!….

همداراز په قطرکې دطالبانو ددفتر تر پرانیستنې یوه ورځ مخکې رویټرآژانس رپوټ ورکړ چې دناروي هیواد دبهرنیو چارو وزیر Aspen Barth ددغه هیواد حکومتي ټلویزون ته په خپلو څرګندونوکې وویل چې امریکایانو په سري توګه په ناروي هیواد کې دطالبانو له چارواکوسره پټ مذاکرا ت درلودل چې په ترڅ کې یې دقطر ددفتر پرانیستلو ته زمینه مساعده کړای شوه.

دقطر دفترپرانیستلو په اړه دنړیوالو غبرګون:

دقطر دفتر له پرانیستنې سره سمدستي  دامریکې ولس مشر باراک اوباما او دبریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کمیرون خپل غبرګون څرګند کړ او ددغه دفتر پرانیستنه يي په افغانستان کې دسولې ټینګښت لپاره یو مهم اقدام وباله .

همداراز روسیې هند اوپاکستان  ددغه دفتر افتتاح  د افغانستان او سیمې د سولې لپاره ګټور بللی دی.

ناروی ،جرمني او قطر هیوادونو هم په خپل رسمي موقف کې ددغه دفتر تاسیس دسولي دتأمین په لاره کې یو مثبت اقدام بللی.

همداشان په کابل کې دملي جبهې ویاند په قطر کې د طالبانو د دفتر له جوړېدو څخه خپل مشروط ملاتړ اعلان کړ اودا لومړى ځل دى چې د حکومت سياسي اپوزيسون له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

خو ددغه دفتر دافتتاح په اړه دنړیوالو دمثبت غبرګون ترڅنګ دکرزي رژیم موقف بلکل منفي او په دې خبره یې سخت اعتراض څرګند کړ چې ولي دغه دفتر داسلامي امارت دسیاسي دفتر په نوم اعلان شو.

دقطر د دفتر دندې او مسؤلیتونه :

طالبانو په خپله پرانیستونکې ویناکې ددغه دفتر اهداف او دندې په لاندې توروکې مشخصې کړي:

۱ – دنړی له هیوادونو سره دتعلقاتو دښه کولو لپاره افهام او تفهیم او خبرې کول.

۲ -د یو داسې سیاسي او سوله ایز حل ملاتړ کول چې په هغه کې دافغانستان داشغال خاتمه، او هلته د يو خپلواک اسلامي نظام قایمېدل، او واقعي امنیت راتلل چې دټول ملت غوښتنه او هیله ده یقیني وي.

۳ – د وخت له مقتضی سره سم له افغانانو سره لېدنې کتنې تر سره کول.

۴- له ملګرو ملتونو، نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو او غیر حکومتي موسساتو سره تماس نیول.

۵ ـ د اوسنیو سیاسي حالاتو په اړه سیاسي بیانونه دمطبوعاتو په اختیار کې ورکول.

که څه هم چې امریکایانو یواځې داغوښتل چې له دغه دفتر نه دطالبانو لپاره دیوه ادرس په توګه کار واخلي خو طالبانو هغه دادرس په توګه نه بلکې داسلامي امارت دسیاسي دفتر په حیث اعلان کړ چې په هغه کې به له امریکایانو سره دمذاکراتو ترڅنګ طالبان خپل سیاسي فعالیتونه هم همزمان پرمخ بیايي.

د قطر دفتر له افتتاح سره دکرزي دمخالفت لامل:

سره له دې چې له تیرو ۸ کلونو راهیسې کرزي له طالبانو سره دسولي شعار زمزمه کوي او ددې کار لپاره يي دسولې شورا هم ایجاد کړې خو نن چې په واقعي توګه دسولې دیوه مؤثر مرکز رامنځته کیدلو زمینه مساعده شوه کرزي ورسره خپل مخالفت اعلان کړ.

اوهغه له دې وجې چې هم دکرزی مخالفینو (طالبانو) اوهم يي مؤتلفینو( امریکایانو) نوموړی نسیا منسیا ددفتر په پرانستلوکې له پامه وغورځاو،همدا لامل وه چې نوموړي يي په اعتراض کې په نمایشي ډول له امریکایانو سره داستراتیژیک تړون په سر خبرې وځنډولې.

امریکایانو ولي کرزی له پامه وغورځاوه؟

امریکایان دنړۍ په مخ ترټولو هغه بي عهده او بی مروته خلګ دی چې خپل شخصي مصلحتونه ورته دتقدس ترکچې اهمیت لري.

هغوئ نن دهمدغه شخصي مصلحت پرستي لپاره  په نړیواله کچه په اصطلاح دتروریزم په خلاف جګړه پیل کړې ، په دغې ناروا او بي مفهومې جګړې کې يي دافغانستان او عراق په شمول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې په سلګونو زره بیدفاع انسانان ووژل ،خو چیرته چې ددوئ په اصطلاح دهمدغو تروریستانو په وجودکې امریکايي مصالح متحقق کیږي بیا هماغه تروریستان دامریکایانو لخوا تمویلیږي او هغوئ ته پوځي او نظامي وسائل ورکول کیږي .

دبیلګې په توګه په لیبیاکې دجماعة المقاتله په نوم دالقاعده تنظیم مربوطه څانګه  چې پوځي چاري يي دعبدالحکیم بالحاج لخوا پرمخ بیول کیږي دقذافي نظام د نړولو لپاره امریکایانواوناټوداسې اکمال کړه چې دهغوئ دپوځي الوتکو ترسیوري لاندې دهمدې ډلې وسله والوځواکونو دډګروال قذافي ۴۳ کلن حکومت نسکور اوخپله دهمدغې ډلې پوځي مشر عبدالحکیم بالحاج دلیبیا دپلازمینې طرابلس ښار امنیتي مسؤل وټاکل شو.

عبد الحکیم بالحاج هماغه شخص دی چې کلونه کلونه له افغانستانه ترسوډانه پوري په ۲۲هیوادونوکې دامریکايي استخباراتي چارواکو تر څارنې لاندې وه ،ترڅو بالاخره په ۲۰۰۴ کال کې په اندونیزیا هیوادکې دهغوئ لخوا ونیول شو ،بګرام ته راوړل شو اوبیا وروسته دق‍ذافی استخباراتوته وسپارل شو، چې هالته تر اوه کاله حبس وروسته دیوسف قرضاوي په تضمین له زندانه راخوشی سو.

خو کله چې امریکایانو او ناټو د قذافي په له منځه وړلوسره دلیبا دتیلو ترلاسه کولو په خاطر په لیبیا هیواد پوځي برید پیل کړ امریکایانو هماغه ددوئ په اصطلاح لومړۍ نمبر تروریست عبد الحکیم بالحاج له پوځې اومادي پلوه اکمال کړ او دخپلو هوايي بریدونوپه وسیله يي ورته دطرابلس لاندې کول میسر کړل .

همداشان په سوریه کې د ابومحمد الجولاني تر مشرۍ لاندې جبهة النصرة دالقاعده تنظیم مربوطه هغه ډله ده چې امریکایانو د۲۰۱۲کال ددیسمبر په میاشت کې په تورلیست کې شامله کړه ، خو کله چې  څلور ورځې مخکې بارک اوباما دبشار الاسد په خلاف دسوريايي جنګیالو دمسلح کولو پریکړه وکړه ترټولو زیاته اندازه وسله او مادي امکانات دامریکایانو لخوا دجبهة النصره وسله والو ته ورکړل شول .

په افغانستان کې هم چې کله امریکایان په دې وپوهیدل چې دکرزي دفاسد اوناکام حکومت په موجدیت کې نور دهغوئ مصالح دتحقق چانس نه لري هماغه ده چې له پامه يي وغورځاوه .

خبره یواځې دکرزي په له پامه غورځولوکې هم نه خلاصیږي بلکې که امریکایان لازم وګڼي دکرزي په خلاف به له هغه افشن نه کار اخیستل هم دریغ نه کړې کوم چې روسانو په کال۱۳۵۸ هش کې دخپل خلاق رهبر نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین په خلاف تري کارواخیست.

ددقطر دفتر دایجاد لپاره ولي دغه وخت وټاکل شو ؟

که څه هم چې دقطر دفتر دایجادولو لپاره له تیرو دریو کلونوراهیسې دطالبانو او امریکایانو ترمنځ هلې ځلې روانې وې خو په دې وروستیوکې چې کله دایران دولت په رسمي بلنه دطالبانو یو لوړ پوړی پلاوی تهران ته سفر وکړ او هالته يي له ایراني چارواکو سره په ځینو موضوعاتو خبرې وکړې دی جریان له امریکایانو سره دا اندیښنه پیداکړه چې ښايي امریکایان په افغانستان کې له طالبانو څخه دامریکايي مصالحو په خلاف داسې استفاده وکړي لکه څرنګه چې یې امریکایان په سوریه کې دبشار الاسد دراپرځولو په غرض له سوریايي وسله والو څخه کوي .

په تیره کله چې دایران په انتخاباتوکې حسن روحاني بریالیتوب ته ورسیدو او هغه اعلان وکړ چې مونږ دسوريي دلانجې حل یواځې په دې کې وینو چې دسوريي له مشروع حکومت (بشارالاسد) سره خبرې وشي  دي اعلان نورهم امریکایان له تشویش سره مخ کړل او په مقابل کې يي دسوریايي وسله والو مخالفینو دپوځي  مرستي  اومسلح کولو پریکړه وکړه .

طالبانو ته  دایران رسمي دعوت اوبیا دایراني رسنیو لخوا دهغه اعلانول هم دامریکایانو دتنبیه کولو په غرض ترسره شول.

هماغه وه چې امریکایانو هم دموضوع دحساسیت په درک کولو سره بالمقابل له طالبانوسره دتفاهم او سیاسي جوړجاړي په غرض د قطر دفتر دپرانیستلو پروسه چټکه کړه ، داسې عاجلانه چټکتیا چې دجانبینو ترمنځ پکي ځیني مهم ټکي مبهم پاتي شوول چې وروسته ورباندې د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات هم راپیداشول او د طرفینو ترمنځ یې دترسره کیدونکو مذاکراتو جریان  ترپیلیدو له مخه له خنډ سره مخ کړ.

دقطر دفتر او په افغانستان کې دجګړې دختمولو په لاره کې دهغه موثریت .

دقطر دفتر دافغانستان په لانجه کې ددومهمو لوبغاړو (طالبانو- اوامریکایانو) ددوه اړخیز توافق په منځ کې تاسیس شوی ، دلته به دترسره کیدونکو مذاکراتو او اجراأتو اصلی تر کیز له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونوپه  وتلو باندې وي او ددې په څنګ کې به په خپل وخت اوزمان کې طالبان خپله سیاسي تګلاره او دافغانستان دجریاناتو په اړه خپل مواقف هم له دغه دفتره نړیوالو ته اعلاموي .

داچې په افغانستان کې دنا امني اصلي لامل بهرنی اشغال دی طالبانو هم  ددفترپه پرانستونکې اعلاميې کې ترټولو له مخه داشغال خاتمه دخپلو لومړيتوبونوپه سرکې ځای کړې او ددفتر دایجاد اصلي هدف يي هم دغه ټکی ټاکلی .

دقطر ددفتر ایجاد په آنی ډول په افغانستان کې دطالبانو او بهرنیو ځواکونو په پوځي مقابلې په سوړوالې اوکموالې هیڅ تاثیر نشی غورځولی ، چې ددې ادعاښکاره ثبوت دطالبانو لخوا په بګرام  باندې دهغه توغندويي برید ترسره کول دي چې د دفتر دپرانیستنې په سهار ترسره او په ترڅ کې یې څلور امریکايي پوځیان ووژل شول.

دقطر ددفتر اصلي رول له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو دوتلو او دبندیانو دتبادلې په پروسه متمرکز دی،چې پورتنې دواړه عوامل په افغانستان کې دجګړې اساسي وجوهات بلل کیږي او په له منځه تللو سره يي په طبیعي ډول سولې ته په خپله زمینه مساعده کیږي.

دقطر دفتر دطالبانو که داسلامي امارت سیاسي دفتر؟

هغه څه چې ددغه دفتر په مقدماتي اجراآتوکې دجانبینوترمنځ په ابهام کې پاتې دې هغه ددفتر نوم او دهغه کاري اجراآت دي .

طالبانو په لومړئ ورځ دغه دفتر داسلامي امارت په نوم اعلان کړ او په دغه دفترکې ترسره کیدونکي فعالیتونه يي هم په ۵ نقطوکې مشخص کړل ، خو وروسته چې دکرزي حکومت په همدغو مشخصاتوسره د دفتر په موجودیت امریکایانو ته خپل شکایت وکړ نو دامریکې دبهرنیو چارو وزیرجان کیری قطري چارواکوته دستورور کړ چې دهغه له مخه قطري چارواکو له دفتر څخه داسلامي امارت دلوحې  اوبیرغ لیري کولو خبر په  رسنیوکې نشر کړ.

نړیوالورسنیو داسلامي امارت دبیرغ ښکته کولو او لوحې لیرې کولو خبر په داسې حال کې نشر کړچې هغوئ ددغې صحنې هیڅ ډول ژوندي ثبوت ندی ورسره نشرکړی  او نه ددغې لیکنې ترلیکلو پوري په حقیقت کې داسلامي امارت بیرغ او لوحه لیرې شوې یاښکته شوي .

هغه څه چې په دې اړه  واقعا ترسره شوي هغه داچې بیرغ یو متر ترپخواني حال راښکته او لوحه هم د دفتر دبهرني دیوال په ځای د دفتر دحریم په داخلي دیوال نصب شوې .

خلاصه :

دافغانستان جګړه دامریکایانو لپاره تر ټولو اوږده او له پوځي او اقتصادي تلفاتو ډکه جګړه بلل کیږي ، په همدغې جګړې کې دامریکي په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره د امریکايي پوځ مربوط یوسرتیری( بوبرګډال )دافغانانو لخوا اسیر کیږي او دخلاصولو لپاره يي امریکایان هیڅ وس هم نه لري .

داهغه وجوهات دي چې امریکایان یې په سر بداله ډول نور ددغې ملاماتوونکي او شرموونکې جګړې دپایته رسولو هڅه کوي ، دقطر ددفتر هم ددغه اساسي هدف لپاره دامریکايي مقاماتو په توافق جوړشوي  دابه وروسته ولیدل شي چې امریکایان په خپل دغه هدف کې ترکومه حده بریالیتوب ته رسیږي ، هغه څه چې په اوسنیو شرائطوکې دافغانستان په پوځي صحنه کې لیدل کیږي  هغه داچې دامریکایانو په مقابل کې جنګیدونکي طالبان دلوړ پوځي مورال په درلودلو سره دبهرینو په خلاف خپل مقاومت ته دوام ورکوي او دبهرنیانو له بی قید او شرط  وتلو پرته په هیڅ شي پخلاکیدلو ته زړه نه ښه کوي .

عبد الرحیم ثاقب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د