ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۲۹)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

خبردار ! کوم مصيبتونه چې پر تاسو نازليږي له هغوی څخه هيڅکله نشی بچ کيدلای

له ابن الديلمي رحمه الله څخه مروي دي چې د تقدير متعلق زما په زړه کې يوه خبره پيدا شوه د کومې له امله چې له ما سره دا ويره پيدا شوه چې دين او نور معاملات مې خراب نشي نو ابی بن کعب رضی الله عنه ته ورغلم او ورته مې وويل اې ابوالمنذر ! د تقدير متعلق زما په زړه کې يو څه سوالونه پيدا شوي، زه ويريږم هسې نه چې په دې سره زما دينداري او معاملات خراب شي، لهذا د دغې مسئلې په باره کې يو څه راته ووايه کيدلای شي چې الله تعالی په همدغه ذريعه ما ته فايده ورسوي، نو هغه راته وويل ! که چيرته الله تعالی په آسمان او زمکه کې ټول مخلوقات په عذاب کې مبتلا کړي نو الله تعالی به په ظلم کونکو کې نه شمارل کيږي او که چيرته په هغوی رحم وکړي نو د هغه رحمت به د هغوی لپاره د هغوی له اعمالو څخه بهتر وي او که چيرته له تا سره د احد غره برابر مال وي کوم چې ته د الله تعالی په لار کې خرچ کړي خو چې تر څو پورې دې په تقدير باندې ايمان نه وي راوړی نو د ستا دغه خرچ شوی مال قابل قبول نه دی، خبردار ! کوم آفت او مصيبت چې تا ته رسيدونکی دی هغه راتلونکی دی او چې کوم آفت او مصيبت په تا راتلونکی نه دی هغه تا ته رسيدونکی نه دی او که چيرته ته په تقدير باندې له عقيدې لرلو پرته مړ شوې نو به دوزخ ته ځې او په تا کوم حرج نشته دی چې زما ورور عبد الله بن مسعود رضی الله عنه ته ورشی او د همدغې مسئلې متعلق ترينه پوښتنه وکړې.

بيا زه حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه ته ورغلم او د دغې مسئلې په هکله مې ترينه وپوښتل، هغه هم هغه ځواب راکړ کوم چې ابی ابن کعب رضی الله عنه راکړی ؤ، عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه راته وويل که چيرته ته حذيفه رضی الله عنه ته د دغې مسئلې د پوښتلو لپاره ورشی نو په دې کې هم کوم حرج نشته، نو زه حذيفه رضی الله عنه ته ورغلم او د مسئلې په هکله مې ترينه وپوښتل، هغه هم هغه ځواب راکړ کوم چې ابی ابن کعب رضی الله عنه او عبد الله بن مسعود رضی الله عنه راکړی ؤ، د زيات تصديق لپاره حضرت زيد بن ثابت رضی الله عنه ته ورغلم او د مسئلې په هکله مې ترينه وپوښتل نو هغه راته وويل ! ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي چې فرمايل يې.

کوم مصيبتونه چې تاسو ته رسيږي تاسو داسې سوچ ونه کړی چې هغه به واپس شي او مه داسې خبرې کوی چې که مې فلانی کار کړی وای نو به دا مصيبت او تکليف نه راته رسيده، ځکه چې کوم مصيبت درته رسيږي د هغه واپس کيدل ممکن نه دي، لهذا د داسې خبرو کول که مې فلانی کار کړی وای نو دا مصيبت نه راته رسيده دا يواځې وهمونه او خيالات دي کوم چې هيڅ اثر نلري، تاسو ټول خيالات پريږدئ او داسې مه وايی که مې دغه کار کړی وای نو به له دغه مصيبت سره نه مخامخ کيدم يا که مې دغه کار نه وای کړی نو به نه مخامخ کيدم، ځکه چې دغه ټول غلط فکرونه دي او نه د ستاسو په وس کې شته چې له هغه څه څخه ځان بچ کړی کوم چې د ستاسو په مقدر کې شته دي او دا هم ممکن نه دي چې د الله تعالی تقدير له تاسو څخه واپس شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x