ورزش

د پاکستان کرکيټ لوبډلې د خپلمنځي اختلافاتو او ډلبندیو تاریخ

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۶مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان کرکیټ لوبډلې تاریخ تقریبا ټول د خپلمنځي اختلافاتو څخه ډک دی. د لوبډلې دننه د ډلو جوړول او بیا د لوبډلمشر خلاف دسیسې پر کار اچول د دغې لوبډلې د لوبغاړو ځانګړتیا ده.

پاکستاني ورځپاڼې وايي چې په ۱۹۸۲ز کال کې چې کله عمران خان په لومړي ځل لوبډلمشر شو، نو جاویدمیانداد او سرفراز لوبه پرېښودله. عمران خان د شا لخوا ډب ورکړ، جاوید میانداد يې له کپتانۍ لرې او سرفراز يې بیخي له لوبډلې وویست.

په ۱۹۹۳ز کال کې چې جاویدمیانداد د پاکستان کرکيټ لوبډلمشر شو نو سلیم ملک، وسیم اکرم او رمیزراجه د میانداد خلاف ډلې جوړې کړلې. دا چې د وسیم اکرام ډله قوي وه، نو له همدې کبله سلیم ملک یواځې په ۳۴، رمیزراجه په ۲۲ لوبو کې د پاکستان لوبډلمشر پاتې شو، خو وسیم اکرم بیا په ۱۰۹ لوبو کې د پاکستان لوبډلمشر و.

د ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۲ز کال پورې وسیم اکرم، معین خان، وقار یونس او راشدلطیف د ډلو تر منځ شدیده لوبه روانه وه. کله یو  واک نیولو او که بل. په دغه موده کې دواړو وسیم اکرم او وقار یونس تر وروستي بریده کوښښ کاوه چې د خپل ځان سیال توپ اچوونکی شعیب اختر په لوبډله کې ونه لوبیږي.

د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې انضمام الحق او یونس خان خلاف هم ښه ډلې ټپلې جوړې شولې، څو دواړه راوپرځوي او په دې کې محمدیوسف، شعیب ملک، کامران اکمل او سلمان بټ ښه د پام وړ کردار ادا کړی. خو انضمام د یوه قوي کپتان په توګه له دې کبله پاتې شو چې په لوبډله کې د محمدیوسف پرته هېڅ یو مشر لوبغاړی نو و چې د لوبډلمشر خلاف دسیسې جوړې کړي. همدا لامل و چې انضمام الحق د ۸۷ لوبو لپاره لوبډلمشر و.

د پاکستان کرکيټ لوبډلې تر منځ همدغه ډلبندۍ وې چې د انضمام الحق په څېر وتلی لوبغاړي د وروستۍ یوې لوبې د لوبولو لپاره يې د پاکستان کرکيټ بورډ ته زارۍ کولې.

یونس خان هم له دغو دسیسو څخه بچ پاتې نشو، یواځې ۲۱ لوبو کې لوبډلمشر و او دا هغه وخت کپتان شو چې د پاکستان کرکیټ بورډ مشر هم د کپتانۍ لپاره د یونس خلاف په دسیسو کې مصروف و.

د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې شعیب ملک په ۳۶ لوبو، شاهد افریدي ۳۸ لوبو او مصباح الحق په ۸۷ لوبو کې لوبډلمشران وو. په دغو کلونو کې شعیب ملک نوم د دواړو لوبډلمشرانو شاهد افريدي او مصباح الحق خلاف د دسیسو او ډلو جوړلو کې څو ځل بهر ته راووت. اکمل ورونو (عمر اکمل او کامران اکمل) بیا همېشه ډلې جوړې کړي. شاهد افريدي او محمدحفیظ هم دغسې د لوبډلې دننه خپلې ډلې جوړي دي او سلمان بټ بیا د ډلبندیو د جوړونې شهنشاه او پاچا ګڼل کېدو.

د ۱۹۸۲ څخه تر ۲۰۱۵ز کال پورې د پاکستان ټول ۲۱ کپتانان تېر شوي، په دوی کې له یونس خان پرته یو هم دغسې کپتان نه دی تېر شوی چې د را روان لوبډلمشر خلاف دې یې دسیسه نه وي جوړه کړی یا یې د خپلې خوښې لوبغاړی په لوبډله کې نه وي لوبولی. ښايي یونس خان هم دغسې څه کړي وي خو تر دې دمه لا د دغسې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

تر ټولو مهم خبره داده چې سلیم ملک، وسیم اکرم، وقار یونس، شعیب ملک او سلمان بټ نومونه بیا د «فکسینګ یا لوبه د پیسو په خاطر قصدا بایللو» کې هم راغلي دي او تر دې مهمه بیا داده چې شعیب ملک، سلمان بټ او اکمل ورونه د کپتان خلاف د میچ بایللو فعالیت څو ځل ورکړی دی چې وروستی مثال یې د نیوزیلینډ خلاف د عمر اکمل لوبه وه.

دا چې د پاکستان لوبډله ورځ تر بلې مخ پر ځوړ روانه ده، لامل یې دا نه چې دغه هېواد کې قوي لوبغاړي نشته دی بلکې د کرکیټ بورډ او کرکیټ لوبډلې تر منځ د ډلو جوړیدل دې حد ته رسیدلي چې یو ګروپ قصدا غواړي د کپتان له کبله لوبه په زور بایلي او له همدې کبله لوبډله ورځ تر بله شاتګ کوي.

دا لیکنه د لږ تغیر سره ژباړل شوې. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x