ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۲۵)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

مور او ښځه

د خواښې او اينګور تر مينځ جګړه تقريباً د هر کور مسئله ده، ښځې خپل مور پلار، خويندې، وروڼه، کلی او کور هر څه پرې ايښي وي او يوه نوي کور ته راغلې وې، په ځينو وختونو کې هغه د همدغه نوي کور له هر څه ناخبره وي، نو په داسې صورت کې د هغې خوشحالول پکار دي، او له هغې سره مينه او محبت ضروري دي، خو دا هغې ته د ډيرو لاملونو له امله نه پيدا کيږي، بالاخر مشکلات را منځته شي.

د انجلۍ مور پلار او د کور نور وګړي هغه د صبر او ضبط له تلقين سره د خسرګنی کور ته ورليږي او په هيڅ ډول نه غواړي چې په نوې خپلوي کې يې کومه خرابي راشي، يا د دوی د همدغې انجلۍ ژوند خراب شي، خو دا هم ليدل کيږي چې د همدغې انجلۍ ملګرې يا د کلي ښځې هغې ته هدايت کوي چې خپل ميړه تر خپل کنترول لاندې راولي او خپلې خواښې ته د تکليف رسولو لپاره فلانی فلانی طريقې په کار واچوي.

دويم لور ته مور له واده وروسته خپل زوی له لاسه وتلی شماري، ځکه زوی بيا له خپلې مور سره دومره وخت نه تيروي لکه څومره چې له خپلې ښځې سره تيروي، له همدې امله په ځينو وختونو کې مور حسد محسوس کړي، دويم لور ته د هغې اينګور هم خواښې ته په حسد کې شي، نتيجه يې دا شي چې په کور کې د نا امنی فضا را منځته شي.

هلک د خواښې او اينګور په همدغه جګړه کې لومړی پريشانه وي، بيا د دواړو ډلو د پوهولو کوښښ کوي، بيا له هغه چا سره ملګری کيږي د چا چې خبرې ډيرې آوري.

په داسې صورت کې که چيرته ناوې محتاطه وي او د ميړه پر وړاندې د هغه مور خوشحالوي او خدمت يې کوي نو له دې څخه ډيرې خرابيانې پيدا کيږي، خواښې دا محسوسوي چې د زوی په نه موجوديت کې له هغې سره ښه چلند نکوي او د زوی په موجوديت کې يې ښه خدمت کوي، او زوی بيا دا ګمان کوي چې ټول قصور د مور دی، ښځه بيچاره خو يې ښه خدمت کوي.

نو …….. د مور حقوق هير کړي، د خدای او د رسول صلی الله عليه وسلم احکام د هغه له سترګو پټ شي، هغه ته په مور کې ټولې خرابيانې په نظر ورځي او ښځه د ښو خويونو نمونه ګڼي، بس مور ته په کور کې تکليف رسول شروع شي.

په ټولنه کې ليدل کيږي چې زامن له ميندو سره جګړې کوي، يو شمير بدبخت مور پلار ته کنځل کوي، او همدا بدبختان د مور پلار په وهلو هم صرفه نکوي، کم له کمه دا خو ضرور کيږي چې مور او پلار بيا بې پښو او بې لاسونو ګڼي او د هغوی د احساساتو احساس نکوي، او په کورنيو معاملاتو کې هغوی د مشورې قابل نه ګڼي.

ناوې ته دا پکار دي چې هغه له ځانه مينزه جوړه کړي، د خسر او خواښې خدمت وکړي، د مور او پلار په خدمت کې له ميړه سره مرسته وکړي، خو که چيرته يې ځوان بدبخته او بدقسمته وي نو بيا ناوې په کور کې شاهي ژوند غوره کړي، او د ميړه سپين ږيری پلار او سپين سرې مور د عاجزۍ ژوند تيروي.

ځوان بيا په هره خبره کې د ښځې حمايت کوي، د مور او پلار په ذليله کولو هيڅ صرفه نکوي، د همدغه ځوان د کوم د پيدايښت په وخت کې چې مور هغه تکليفونه برداشت کړي چې تصور يې هم نشي کيدلای، اوس د خپل همدغه محبوب زوی دلاسه د ذلت ژوند تيروي، العياذ بالله (مان باپ کی حقوق، ص : ۴۹.).

امام غزالي رحمه الله فرمايلي : له کومې ښځې چې ستا والدين ناراضه وي هغې ته طلاق ورکول د والدينو په خدمت کې داخل دي (مخزن اخلاق، ص : ۱۴۰.).

له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی هغه فرمايلي : زما په نکاح کې يوه ښځه وه او له هغې سره زما ډيره مينه وه، خو زما د پلار هغه خوښه نه وه، نو هغه ما ته هغې ته د طلاق ورکولو حکم وکړ، ما له دې انکار وکړ، بيا مې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې دا واقعه بيان کړه، نو هغه صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل : اې عبد الله بن عمر ! خپلې ښځې ته طلاق ورکړه (ترمذي، ابواب الطلاق واللعان، مکاشفة القلوب، ص : ۱۹۰.).

د همدغه حديث په حاشيه کې حضرت مولنا عبد الحکيم خان اختر شاهجهانپوري ليکلي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې حکم ثابته شوې چې پلار حکم وکړي نو ښځې ته طلاق ورکول پکار دي، که نه نو د پلار په نافرمانو کې به شمار شي (حاشيه سنن ابو داؤد النوم.).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x