ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۶۹) – پر مصیبتونو صبر، د بری لار ده!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ پر مصیبتونو صبر، د بری لار ده!

مه خفه کېږه! او له صبر څخه کار اخله، ځکه چې صبر د خلاصون او نېکمرغۍ لار ده، صبر د الله تعالی ﷻ په لار کې، د الله تعالی ﷻ د رضا لپاره وی، صبر باید صبر جمیل یانې ښکلی وی، د مصیبت پر مهال اهل سنت او جماعت عالمان له درېیو ډولو وسلو څخه کار اخلې:
۱: صبر .
۲: دعا .
۳: د ښه ساعت تمه .

لکه یو شاعر وایې:
” هغوی پر موږ د مرګ جام وڅښه؛ خو موږ پر مرګ هم ښه صبر کوونکې وو. ”

همداشان په یوه صحیح حدیث کې راغلې دی، چې:
” پر اذیت باندې له الله تعالی ﷻ نه ډېر صبر کوونکې نشته، ځکه تاسې به اورېدلی او لیدلی وی، چې خلک د الله تعالی ﷻ په اړه وایې، چې هغه ښځه او بچی لری (نعوذبالله) او سره له دې چې الله تعالی ﷻ له دغو شیانو پاک دی، چې خلک یې ورپورې تړی، ځکه هغه الله تعالی ﷻ احد او واحد ذات دی، او یوازې همهغه دوی ته روغتیا او روزی ور کوی. ”

همداشان په یوه بل حدیث کې راغلی دی، چې رسول الله ﷺ وایې:
” الله تعالی ﷻ دې پر موسی علیه السلام رحم وکړی، ځکه هغه ډېرې ستونزې وزغملې او صبر یې پرې وکړ. ”

او همداشان وایې:
” څوک چې له صبر نه کار اخلې، الله تعالی ﷻ له داسې کس نه صبرناک جوړوی. ”

همدا راز الله تعالی ﷻ خپل وروستې استازې ته د صبر په اړه داسې وایې:

﴿ وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلاَّ بِاللّه ِوَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَکُ فِی ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْکُرُونَ ﴾
ژباړه: ” ای محمده ﷺ ! په حوصله کار کوه، او ستا دغه زغم د الله تعالی ﷻ په توفیق سره دی، د دوی پر حرکتونو مه ځورېږه او مه د دوی پر دسیسو زړه تنګې کېږه. ”

﴿ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴾
ژباړه: ” صبر به وکړم او په ښه شان به یې وکړم، کومه خبره چې تاسې غوټه کوئ، پر هغې له الله تعالی ﷻ نه مرسته غوښتل کېدای شې. ”

﴿فَاصْبِرْ صَبْراً جَمِيلاً ﴾
ژباړه: ” نو ای پیغمبره! صبر وکړه، غوره صبر. ”

﴿ سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ ﴾
ژباړه: ” او هغو ته به ووایې، چې پر تاسې سلامتیا ده، څنګه چې تاسې په دنیا کې له صبر څخه کار واخیست. ”

﴿ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ ﴾
ژباړه: ” او هر مصیبت چې درباندې راشې، پرې صبر وکړه. ”

﴿اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ ﴾
ژباړه: ” له زغم نه کار واخلئ، د باطل پرستانو په مقابل کښې مېړانه وښیئ، د حق د خدمت لپاره ملا ټینګه وتړئ. ”

عمر رضی الله عنه وایې:
” موږ یوازې په صبر سره ښه ژوند ترلاسه کړ. ”

او داسې نورې بېلګې … .. .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x