نظــر

ستاسو نظر: د سولي په راتلو کي تر ټولو لوی خنډ څوک دي؟

ډیره موده کیږي چي د کرزي ادارې په افغانستان کي د سولي د عالي شوری تر عنوان لاندي د مقتول برهان الدین رباني په مشرۍ یوه اداره جوړه کړه، تر څو د طالبانو یو عنوان او ادرس پيدا کړی، او بیا ددوی په اصطلاح د طالبانو د پخلا کولو لپاره هلي ځلي وکړي.

رباني غوښتل چي د طالبانو مشران یوه اړخ ته کړي، او کشران یی په خپل رنګا رنګ مکرونو ځانته مایل کړي، چي هغه په خپل موخه کي نه داچي یوازي ناکامه سو، بلکي سر یی هم په کښي وخوړ، او د پلار چوکی یی زوی ته په میراث کي پاته سوله، او زوی یی صلاح الدین رباني ددغي ادارې مشر سو.

بل خوا د کرزي د انتخاباتو هر کمپاین د طالبانو سره د سولي په خبرو شروع کیدی، او د سولي په خبرو ختمیدی، خو د طالبانو عنوان نه وو، ځکه نو دده لپاره یو بهانه هم جوړه وه او همیش به یی ویل، د طالبانو ادرس یا ټلیفون نمبر راکړی، زه به زاری ورته وکړم، او زه به ځولی ورته ونیسم، او زه به د طالبانو څخه د افغانستان امن او خوشحالي په خواست وغواړم، او داسي نوري باټي…

خو نن ورځ چي طالبان هم ادرس لري، او هم یو مرجع لري، کرزی په کښي خاشې لټوي، او اوس بیا کرزی او د سولي عالي شوری اداره یی ځانته نوي نوي او غیر معقولي بهانې لټوي.

ستاسو په نظر اوس چي طالبانو خپل ادرس ټاکلی، خپل مرجع یی ثابته کړې، او اعلان یی کړی چي که ددوی دفتر ته هر افغان ورسي، نو دوی به یی نه یوازي هرکلی کوي، بلکي خبري او مفاهمت به ورسره کوي.

که کرزی او د سولي عالي شوری یی رشتیا هم په افغانستان کي د سولي په ارمان ده، نو ددې پر ځای چي ددغه دفتر مخه ونیسي، دا به ښه نه وي چي هلته ورسي، او لکه مخکي چي به یی باټي ویشتلی هغسي خپلي غوښتني د هغوی مخي ته کښيږدي.
ولي دوی په خپل ټول وس او توان کوشش کوی چي دغه پروسه تر شروع کیدو مخکي ډب کړي.

ایا په دې سره دا نه ثابتیږي چي دوی اصلا نه غواړي چي د طالبانو ادرس پیدا کړي، دوی اصلا نه غواړي چي خپل غرور او تکبر د افغان ملت په وینو قربان کړي، دوی غواړي چي ددوی پوزه جیګه وي، نور که هر څومره قتل او غارت کیږي، او که هر څومره جګړه دوام مومي، او که هر څه پيښيږي.

په دې اړه ستاسو نظر څه دی.

هیله ده په لاندي تبصرو کي خپل نظر راسره شریک کړئ.

مننه

—————-

تاسو په لنډه توګه په لاندي ټول پوښتنه کي هم شرکت کولای سی:

{mijopolls 1}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x