
له خپلو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو څخه لا پردي کېدونکي پښتانه

ليکوال: عبدالمالک همت
د دې ليکني د ليکلو انګېزه هماغه د افغانستان د ملي امنيت د ادارو په مکتوبونو کي د پښتو له ليکلو څخه د منع کولو په اړه د دغه رياست د رسمي مکتوب صادرول دي.
تر هر څه د مخه باید دا څرګنده سي چي تعصب هم په اسلام کي او هم په نړۍ والو ميثاقونو کي ډېر ناوړه، مذموم او کرغېړن کار ګڼل سوی دي. دا د جاهليت اولی او کم عقلۍ له ښکارندو څخه باله سي او قرآن کريم د هغه د ټولو اشکالو سره خپله نه پخلا کېدونکې جګړه اعلان کړې ده. (په دې اړه د شريعت له نظره اوږد بحث کېدای سي، خو موږ د خبرو د ډېرېدو له ويري پرهمدومره بسنه کوو).
ملګرو ملتونو هم د ۱۹۸۱ ع، کال د اکتوبر په مياشت کي د تعصب د ټولو بڼو د منعي او له هغه څخه په کلکه د ډډي کولو په باب ځانګړې اعلاميه صادره کړې ده. لوی څښتن جل جلاله مو دي په خپله فضل او مرحمت له دې بدبویه او مضر اند او عمل څخه وساتي.
خو هېر مو نه وي چي هغه تعصب چي د حق او حقيقت د ملاتړ لپاره وی او د لوی څښتن د کتاب او رسول الله صلي الله علیه وسلم د سنتو سره په ټکر کي نه وي، ښه او ممدوح تعصب بلل سوی دی. لکه چي څوک د خپل دين، هيواد، ولس، ژبي، فرهنګ، خپل حق او داسي نورو سره مينه او خواخوږي لري، خدمت يې کوي او شر او بلوسی ځني دفع کوي او د دښمنانو په وړاندي يې په ښو وسايلو سره مجادله او مبارزه کوي.
ښه، رابه سو پر پښتنو باندي د دوی د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د پرله پسې ظلمونو او د هغو پر ديني او فرهنګي ارزښتونو باندي د هغو د ورځ تر بلي زياتېدونکو ډول ډول تېريو او د پښتنو ځان ورته ټينګولو او سپوڼ نه وهلو ته.
ما فکر کاوه چي په ځينو رسنيو کي د ملي امنيت له خوا د دغي ادارې په مکتوبونو کي د پښتو ژبي د منع کولو د مکتوب د تصوير خپرول به لږ تر لږه ځيني پښتانه څه لږ شانته غبرګون ته راو پاروي، خو له بده مرغه ټولو هغو کسانو چي څه يې په وس کي دي غوږونه کاڼه پر واچول.
د پښتنو د دې تجاهل تغافل په اړه يوه ليکوال ښاغلي اسلام الدين حقاني د نن ټکي آسيا په ويب پاڼه کي په خپله خپره سوې ليکنه کي، په پخوا زمانه کي د يوه پاچا يوه ډېره په زړه پوري کيسه کړې ده. په دې اړه به زه هم د يوه بل پاچا يوه بله جالبه کيسه درته وکړم.
وايي: د يوه لوی کلي په منځ کي يو سيند تېر سوی وو، يو کلی يې پر دوو برخو وېشلی وو او د دغه کلي د خلکو په اړيکو کي يې زياتي ستونزي رامنځ ته کړي وې.
نو د هغه مهال پاچا وپتېيل چي د دغه کلي د خلکو د دغو ستونزو د ليري کولو لپاره پر دغه سيند باندي پل جوړ کړي. پاچا چي د خپلو وزيرانو سره خبره شريکه کړه، هغو ورته وويل چي د پله جوړولو لګښت به له دغو خلکو څخه واخلو، خو پاچا د وزيرانو د ډېر ټينګار سره سره ورسره ونه منله او پل يې د دولت په پيسو جوړ کړ. کله چي پل جوړ سو، د پاچا وزيرانو ټينګار وکړچي د پله د يوې غاړي خلک نسبتاً شتمن دي، نو هر څو ک چي د دوی له خوا پر پله تېريږي له هر یوه څخه به يو مقدار محصول اخلو. پاچا چي مصلحت ونه ليدی چي د خپلو وزيرانو خبره رد کړي، نو يې په زړه کي وويل: ښه دی اوس به د دوی خبره ورسره ومنم، بیا کله چي له دغو خلکو څخه د محصول اخيستل پیل سي، هغوی به ماته په شکايت راسي او زما به وزيرانو ته خبره جوړه سي او محصول به يې ورمعاف کړم. خو پر دغو خلکو چي هر څومره درانه محصولونه ولوېدل، هغو ورکول او هیچا هم کوم ږغ پورته نه کړ. څه مهال وروسته وزيران پاچا ته ورغلل او وړانديز يې ورته وکړ چي د پله د هغي خوا خلک خو هغه دی محصول ورکوي او هيڅ هم نه وايي، نو موږ به د پله ددې خوا له خلکو څخه هم محصول اخيستل پیل کړو. پاچا چي فکر وکړ چي ګوندي د پله د دې خوا خلک څه شکايت وکړي او ماته به له ټولو څخه د محصول د نه اخيستلو خبره جوړه سي، نو په دې هيله يې ورسره ښه کړه.
کله چي د حکومت اړوندو کسانو د دغو خلکو څخه د محصول اخيستلو خبره ورته وکړه، هغو زارۍ ورته وکړې چي موږ ډېر بې وزلي يو او محصول نه سو ورکولای، خو دا خبره يې ونه منل سوه، او ويې پتېيل چي هر څوک چي پر دغه پله له دغي خواتېريږي او محصول نه ورکوي ، څو – څو شلاخي دي وهل کيږي. خلکو چي پيسې نه درلودي د شلاخو وهل يې خوښ کړل. دادی چي څو وخته وروسته خلک پا چا ته ورټول سول. پاچا خوشاله سو چي ښه سو د دې خلکو د شکايت په اورېدو سره به ټول له دې مشکله معاف کړم. کله چي پاچا خپل حضور ته وروغوښتل هغو نه له محصول ورکولو څخه شکايت وکړ او نه له وهلو څخه ، بلکي ورته ويې ويل چی پر دغه پله باندي يو تن ولاړوی او زموږ څخه يو – يو په نوبت وهي، چي په دې توګه ډېر خلک وهلو ته انتظار وي او له کاره وتلي وی، که تاسي مهرباني وکړئ او دغه زموږ وهونکي څو تنه کړئ چي موږ ژر– ووهي او لږ ژر خپلو کارونو ته خلاص سو ښه به وي؟! پاچا د دوی دا خبري وارېدې، نو د دوی دې بې همتۍ ته هک پک پاته سو.
اوس هم پښتانه دغسي يو ډول خلک جوړ سوي دي. ان ځيني پښتانه هغه خلک بې عقلان بولي چي په دغسي مواردو کي خپل ږغ پورته کوي. يو مهال زما يوه دوست ماته د امريکايانو په اړه له انګرېزی ژبي څخه يو ژباړل سوی کتاب، د ژباړلو لپاره راکړ چي نوم يې دی” ملتی ازگوسپندان“. ماپه دې دغه کتاب ونه ژباړی، چي يو خو مې اصل پیدا نه کړ او بل مي له دې وېري ونه ژباړی چي زموږ پښتانه به وايي چي امريکايان لا دغسي دي ، نو موږ خو باید په طريق اولی دغسي واوسو.
مګر حق خبره داده چي په دغسي مواردو کي حق نه ويل او ږغ نه پورته کول ډېر ناوړه او غندلی عادت او کار دی. خو له بده مرغه زموږ خلکوته چي ورځ تر بلي له خپلو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو او د خپلو اولنو له کارنامو او خپل ځلاند تاريخ څخه پردي کيږي، ځانونه خپ نیول او اغماض کول يو ډول هوښياري برېښېدلې ده، خو خبر نه دی چي په دې اړه زموږ اسلامي عالمانوويلي دي: ” السَّاكِتُ عَنِ الْحَقِّ شَيْطَانٌ أَخْرَسُ، وَالْمُتَكَلِّمُ بِالْبَاطِلِ شَيْطَانٌ نَاطِقٌ “.
ژباړه: څوک چي د حق ويلو مړانه نه لري او د هغه په باب پټه خوله اوسي ګونګى شيطان دى او څوک چي باطلي خبري کوي خبري کوونکى شيطان دى.
همدا راز پر ځان باندي د ظالمانو او بدي غوښتونکو ظلم منل، چي په عربي کي ”انظلام“ ورته وايي او دفعي ته يې نه وردانګل ډېره بده اخلاقي رذيله او د بې همتۍ لویه نخښه ده او په دې اړه پټه خوله اوسېدونکو او کاڼه غوږونه اچوونکو ته بالاخره ډېر بد عواقب لري.
ګورئ چي زما دغه خبري بل ډول تعبير نه سي. زه د بل هيچا او هیڅ يوې ژبي سره ضديت او تعصب نه لرم، خو که زه په پښتو ږِغېږم، پښتو ليکم او لولم او د هغې د پرمختيا او پراختیا لپاره چوپړ وهم دا زما مسؤوليت او خدای راکړی حق دی او که څوک دا حق راڅخه اخلي پر ضد يې هر ډول مشروع کړني ته چمتو يم.
زما نظر دادی : څوک چي پر موږ ظلم کوي، کورنی وی، که بهرنی هغه ظالم دی او ظالم بل هيڅ قوم او ژبي ته نه دی منسوب. او موږ د دغسي ظلمانو څخه خپل حق د مټه په زور اخلو. پاته سول په ګران افغانستان کي زموږ نور مېشت پتمن او وروڼه قومونه، د هغو سره باید د پښتنو له خوا داسی ښه اواسلامي چلند وسي چي هغوی د دغو ظالمانو او تفرقه اچوونکوخبرو او تېر ايستنو ته هيڅ غوږ ونه نيسي، بلکي د پښتنو سره د اسلام د سپېڅلي دين د لارښوونو سره سم يو موټی او په یوه خوله او يوه زړه واوسي.
ښه، اوس به ځيني کسان وايي چي پښتانه د دې ظلمونو او کړاوونو د ليري کولو لپاره څه وکړي او په وړاندي يې مبارزه له کومه ځايه را پيل کړي؟
خبره ډېره آسانه ده، که تر ټولو لومړی د قرآن کريم دغه لاندي آيت پر ځانونو باندي په سمه، ښه او بشپړه توګه پلی کړئ خامخا به د بري او عزت ښکلې ناوې ستاسي غېږي ته درلوېږي:
﴿ إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ ما بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا ما بِأَنْفُسِهِمْ. وَإِذا أَرادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوْءاً فَلا مَرَدَّ لَهُ، وَما لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ والٍ ﴾[الرعد: ۱۱]
ژباړه: باور ولرئ چي الله د کوم ولس (ښه) حالت(بل داسي حال ته چي نه يې خوشاله کوي) تر هغو نه بدلوي چي هغه ولس پخپله په خپلو (ښو او د شکر په) حالاتو کي بدلون رانه ولي. او کله چي الله پر کوم ولس باندي د ناورين(آفت) راوستلو(یعني:هلاکت) اراده وکړي، نو د هغه څه چي الله يې اراده کړې وي ردوونکي نسته او ای خلکو! تاسي ته له الله پرته بل داسي کالخوای(سرپرست اومرستندوی) نسته چي ستاسي د چارو کالخوايي وکړي (اوسمبال يې کړي) او تاسي د هغه کړاو د ليري کولو لپاره چي درپېښ سوی دی پناه ورته وروړئ.
دا ډېر ستر آيت دی، چي په ډېره څرګنده توګه د لوی څښتن جل جلاله دا سنت او کړنلار بيانوي چي هغه د خپل ستر عدل او کامل حکمت سره سم د يوه قوم ښه حال په بد حال نه بدلوي او همداراز يې بد حال هم په ښه حال نه بدلوي، تر څو چي دوی پخپله د خپل ښه يا بد حال په بدلولو لاسونه پوري نه کړي. که دوی په ښه حال کي لغتي ووهي او په ناشکرۍ او ناوړو کړنو سره يې بدل کړي، نو لوی څښتن يې خامخا دغه حال په عذابونو، کړاوونو، بخولو، بدمرغيو، سپکاويو، وچکاليو، کاختيو، بې اتفاقيو او جنګ جګړو او د ظالمانو پر واکمن کولو او داسی نورو ناخوالو بدلوي:
﴿ جَزَاءً وِفَاقًا (26)﴾[النباء: ۲۶] (دا د دوی د کړنو سره سمه او موافقه سزا ده).
خو که يو ولس زموږ غوندي په بد حال کي وی او په دغسي مصايبو او معصيتونو اخته وي اما ټول خدای ته په صدق او راستۍ رجوع وکړي، توبه ورته وکاږي او پر خپلو ناوړو کړنو پښېماني څرګنده کړي او د لوی څښتن اطاعت لکه څنګه چي ښايي هغسي وکړي او له کفارو او د هغو د پلويانو له انډيوالۍ څخه راوګرځي او په يوه مسلمان، مجاهد او د اسلام په پوهنو پسوللي او سمبال خپلواک لارښود پسې سي او د هغه تر قيادت لاندي د کورنيو او بهرنيو ټولو ظالمانو پر ضد مبارزې ته ملاوتړي، نو بيا به وګوري چي په څومره لږ وخت کي به يې لوی څښتن دغو ناخوالو ته بدلون ورکړي، له بېلتون څخه به يې پيوستون ورپه برخه کړي، زحمت به يې په نعمت وربدل کړي او ټول به په يوه زړه او يوه خوله کړي.
که تاسي ای افغانانودغسي وکړئ د قرآن له مخي د خدای درسره وعده ده چي دغسي به سئ، خو که تاسي دا نه کوئ او لټي، ټنبلي، ګناوي، جبن، وېره او بزدلي، جهل، بخل او نفاق او … درباندي مسلط وی او د دين، هيواد او ستاسي د دښمنانو سره ملګري او همکار ياست او د حضرت خوشال خان رحمة الله په خبره:
سره يو تر بل اخته دي په خپل كور كې
په نفاق يـې غـم و مــــا تــه اجاره كړ
د مـغـــل پــه مـنصبونو غره كـيــږي
يكباره يـې مــخ پــه نـفـس اماره كړ.
نو همدغه حضرت خوشال رحمة الله ډېر ښه ويلي دی چي:
چي ښوروا خوري د مغلو واړه سپي دي
د سګانو په خوله څه اخلم نومونه
والسلام
السلام علیکم. دلته ستونزه پدی کی ده چی پښتانه د افغانستان له نورو قومونو سره څه خاصه ستونزه نلری .ستونزه په بعضو خاصو متعصبو کړیو کی ده چی غواړی نوموړی قومی تعصب د افغانستان د قومونو ترمنځ خپور کړی .نوموړی پټی کړی دا کار ددی لپاره کوی چی ددوی شتون یواځی د قومونو په منځکی د همدی تعصب دموجودیت په صورت کی امکان لری .ځکه چی کله نوموړی تعصب د قومونو په منځکی شتون ونلری ددوی ټول تبلیغات بی اهمیته کیږی .او ددوی شتون له پوښتنی سره مخامخ کیږی . او د ملی امنیت د مکتوب په باره کی غواړم… نور لوستل »
بسم الله الرحمان الرحيم همتيانو تاته وايم اول رازو پشتو ته چي په اوس وخت كي سومره خلك پشتو له اسلامه برتره بولي او حتي لا وايي په بعضي مواردو كي چي كله يي شخره راسي وايي پشتو ته راسره كيني كه اسلام ته خو دا د هغو خلكو د عقل ثمري دي چي وايي مونگ بايد خپله پشتو وساتو او دا زمونگ د نيكونو ژبه ده كه نيكونه يي كافران هم تير سوي يي خو دا چي اوس تاسو قوم پرستي تر عنوان لاندي مستعمره كراي شوي ياست او دوي خپل ضلم كوي او تاسو په پشتو ببولالي وايي… نور لوستل »
آفرين عمره وروره! ستا دې ښه فکر، له اسلام څخه ښه درک، زما په ليکنه په ښه پوهېدو ، ستا ښه سواد، ښې املا او انشا، ښه ادب او اخلاقو، ماته ستا ډېرو ښو الفاظو کارولو او د خپل ولس او ژبي سره ستا دې ميني او خواخوږۍ ډېر متاثر کړم. ستا دې له محتوا ډکي ليکني ته مي ډېر وژړل. په موږ کي چي ستا غوندي کسان وي، بس هر څه به سم سي. بس تاته مي سلام دی، لوي څښتن جل جلاله ته مي شکايت او خپل ځان ته مي زغم او صبر جميل خوښ کړی. الله دي… نور لوستل »
محترم عبدالمالک همت صاحب السلام علیکم د جاهلانو د خبرو پروا او باک به نه کوی صرف سلام به ورته اچوی صرف د فحش او په عزت د تیری په صورت کی به په لاچاری په بالمثل عمل معامله ورسره کوی دا خو لا ښه دی لدی وروسته به دقیامت په رانژدی کیدو د رسول کریم(ص) دحدیث مطابق نور هم جهل خپریږی او دعلم ځای به نیسی چی په پخوانیو جاهلانو به خلک شکر کاږی اصلا که څوک غواړی چی له قومی تعصب نه ځان وساتی نو د رسول کریم(ص) د حدیث مطابق باید د تعصب تعریف زده کړی چی… نور لوستل »
تولو مسلمانانو ته السلام وعلیکم ورحمة الله همت صاحب ګرچی ستاسو دمضمون اولنی کرښی او اخرنی کرښی په دیرو خایسته الفاظو لیکل شوی اما دمضمون منځنی کرښو کی بعضی داسی خبرو ته مو اشاره کړی چی دیر لوستونکی داسی اتخاذ کوی شی اما الله دوکړی داسی نه وی چی تاسو دپښتو دژبی ګتلو ته یا هم دامریک حکومت څخه دپښتو ژبی دحقونو دنه ضبطولو لپاره داواز اوچتولو کوښش وشی ځکه چی دوی بی امنیتانو دپښتو دژبی دنه کارولو هود کړی خو بیاهم الله دوکړی چی ستاسو نیت داسی نه وی ځکه چی ژبه دافهام او تفهیم وسیله ده او ددوی… نور لوستل »
همت صاحب او درنو دوستانو السلام علیکم. همت صاحب زه ستاسی لیکنی همیشه په ډیره مینه لولم ځکه چی ستاسی لیکنی همیشه ډیری له پنده ډکی او لارښودونکی وی . الله ج د وکړی چی زما پورنه لیکل شوی کمنټ خوابدی شوی نه یاست . همت صاحب تاسی ډیری یوی مهمی مسلی ته اشاره کړی او هغه مسله د اسلامی ارزښتونو ده . رښتیا هم چی زموږ خلګ له خپلو اسلامی ارزښتنو لیږ څه بیګانه شوی او په همدی خاطر یی د عزت ارزښت هم راټیټ شوی . نن صبا زموږ د خلکو عزت کله ناکله ډیر ارزانه لیلامیږی .… نور لوستل »
اعوذ باالله ان اکون من الجاهلین شه خالد جانه دیر اعلی د بل زای قصور دی دلته اخلی ولی دهمت صاحب تر شا زان پتوی خپل وس دی ونه رسیدو لمر په دوو ګتو نه پتیږی دافینو کاروبار ته دی چی فتوا ورکړی وو بیرته دی واخیست کنه؟ هههه جاهل خو می درته دقران څخه تعریف کړی دی او دقیامت درانږدی کیدو ته هم لږ متوجه شوی یی خه ده چی دواقعات څخه یی هم زان خبر کړی او دحقی دلی لتون هم وکړی دحق دلی ته دشریفین اومشرفین غلامی نه خاییی اونه دشعیه ګانو ورک اوپت شوی مهدی چلیږی… نور لوستل »