
کندوز: په مرکزي سیمو کي د طالب او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۶مه، ۱۳۹۵ ل): د کندوز ولایت په مرکزي سیمو کي افغان امنیتي ځواکونو عملیات پيل کړي، عملیات د طالب ځواکونو د سخت غبرګون سره مخ سوي او اوس په سیمه کي جګړه روانه ده.
د کندوز په روانه جګړه کي دواړي غاړي یو او بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي، د کندوز د پامیر شلمي فرقې د لومړۍ پلي لوا مطبوعاتي مسؤول غلام حضرت کریمي رسنیو ته وویل چي افغان ځواکونو تېره شپه د مرکز اړوند په تلوکه سیمه کي عملیات پيل کړي، نوموړۍ وایي په عملیاتو کي ۱۱ طالبان وژل سوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
طالبانو هم د کندوز د جګړې په اړه پر خپله ویب پاڼه راپور خپور کړی، طالبان وایي چي امنیتي ځواکونو د کندوز د مرکز اړوند پر تیلاوکي، قصابانو، الچین او عثمان زو سیمو څلور ځله تعرضي بریدونه کړي چي ددوی د ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ سوي دي.
د طالبانو په راپور کي راغلي چي په روانه جګړه کي ۴ تنه عسکر وژل سوي او ۵ تنه نور ټپيان سوي دي.
طالبان وایي چي په جګړه کي دوی ته کوم زیان نه دی رسیدلی.