شعـــــرونه

سپینه بیرغه – طلا محمد محمدي

راځې به مو ترکوره  له دوحې سپینه بیرغه

الله به دې راوګوري نږدې سپینه بیرغه

ښایسته په لااله الا الله باندې ښکاریږې

ځلیږي دې وزرونو کې سپیدې سپینه بیرغه

رپاند به لکه قطر غوندې تا کړو په کابل کې

ترڅنګ به دې دحق وي قافلې سپینه بیرغه

یادیږي هغه وخت مې په والله چې مې ارمان یې

کوم وخت په ګلخانه  چې رپیدې سپینې بیرغه

وعده مې ده چې اخلم انتقام له هغه چانه

دکوم ظالم په  لاس چې کوزېدې سپینه بیرغه

قربان شه محمدي درځنې  تاته مو سلام دی

په تا کې دي دامن فلسفې سپینه بیرغه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x