ورزش

پرلپسې درې ماتو وروسته پاکستان له نړیوال جام څخه ووت

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۶مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان کرکیټ لوبډلې د استرالیا پر وړاندې په مهمه لوبه کې په ۲۱ منډو ماتې وخوړله او ورسره له نړیوال جام څخه بهر شو.

نننۍ لوبه کې پاکستان د درېیم ځل لپاره پچه وبایلله، استرالیا لومړۍ توپ وهنه پیل کړه.

عثمان خواجه تېزه توپوهنه پیل کړه او د پاکستان د ناسمې ډګرساتنې له کبله يې ۲۸ منډې جوړې کړې. نوموړی او ډیویډ وارنر د وهاب ریاض په بال وسوځېدل.

استرالیا په ۵۷ منډو ایرون فنچ هم د لاسه ورکړ. دغه مهال په لوبه د پاکستان واک قوي شو خو میسکیویل او اسټیون سمیت په ۶.۲ اورونو کې ۶۲ تېزې منډې جوړې کړې.

د میسکیویل تر سوځېدو وروسته تمه وه چې استرالیا منډې به محدودې شي، خو شین واټسن او اسمت په وروستیو ۶.۲ اورونو کې ۷۴ ګډې منډې جوړې کړې او منډې يې ۱۹۳ ته ورسولې.

د ۱۹۴ منډو د پوره کولو په تعقیب کې د پاکستان پیل هم تېز و. شرجیل خان ۳۰ تېزې منډې وکړې خو د فالکنر په بال وسوځېد. وروسته عمراکمل او خالد لطیف په پنځه اورونو کې ۴۵ منډې جوړې کړې خو عمراکمل په ۳۲ منډو وسوځېد.

شاهد افریدي کوښښ کاوه چې تېزه لوبه وکړي، خو د ۱۴ منډو جوړولو وروسته سټمپ اوټ شو. د پاکستان له لوري تر ټولو ښه او تېزه لوبه شعیب ملک وکړله. هغه په ۲۰ بالونو ۴۰ منډې جوړې کړې او تر پایه ونه سوځېدلو.

د استرالیا جیمزفالکنر د پاکستان پنځه ویکټې واخېستلې او پاکستان په شلو اورونو کې د ۸ ویکټو په سوځېدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د لوبې ښه لوبغاړی جیمزفالکنر شو.

د یادونې وړ ده چې د دوهم ګروپ څخه نیوزیلینډ تر دې وړاندې نیمه‌پایلوبې ته وتلی دی او اوسمهال د دغه ګروپ څخه د استرالیا او هندوستان تر منځ وروستۍ فیصله کوونکي لوبه د مارچ په ۲۷مه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x