د آی فون نوې خوندوره ځانګړنه اوس کمپیوتر کې هم استعمالولای شئ!

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۶مه ۱۳۹۵ل): ایپل په دې وروستیو کې د نوي OIS اپریټینګ سستم لپاره د نایټ شفټ په نوم نوې ځانګړنه ورزیاته کړه چې د ورځې په بېلابېلو وختونو کې د ډسپلی رنګونو کې تغیر راولي.

دغه ځانګړنه که تاسو کمپیوتر کې هم غواړئ نو د f.lux اپلیکیشن له لارې یې کولای شئ.

د وینډوز، میک او لینیکس کمپیوتر استعمالوونکي کولای شي دغه اپلیکیشن مفت خپل کمپیوتر ته ښکته کړي.

د ایپل دغه اپلیکیشن د کمپیوتر ډسپلی رنګ د وخت سره بدلوي چې پر مټ یې د شپې ویده کېدل اسانیږي.

د مثال په ډول تاسو د شپې تر خوب وړاندې لیپ ټاپ استعمالوئ، ولو که دغه استعمال د نیم ساعت لپاره هم وي، د لیپ ټاپ څخه چې کومه زرغونه رڼا را ووځي، نو په سترګو بده لګیږي او ورسره خوب تښتي.

د اسکرین زرغون رنګ موخه داده چې د ورځې سکرین ته وکتل شي، خو د شپې بیا دغه د رنګ تېزوالی بیا د لمر کاپي شي چې له کبله یې د انسان خوب تښتي. د میلاټونین په نوم د انسان په دماغو کې یو ډول هارمونونه دي او د دې دنده داده چې انسان ته دا ور په زړه کوي چې څه وخت باید ویده شي، یا انسان ته خوب ورولي، خو تېزې رڼاګانې دغه هارمونونو د جوړیدلو بهیر په ټپه دروي او ورسره خوب هم ورکیږي.

د خوب کمښت د انسان په روغتیا خورا اغېز کوي او له همدې کبله په دغسې حالت کې د f.lux اپلیکیشن ډير مرستندویه دی.
د دغه اپلیکیشن په ښکته کولو سره باید تاسو دا تعین کړئ چې څه وخت ویده کیږئ او چېرته اوسیږئ او د همدغې وخت تعینولو سره اپلیکیشن بیا خپل کار ته دوام ورکوي.

د دې کار کولو سره د لمر ډوبېدو وروسته د سکرین زرغون رنګ ورو ورو ورکیږي او سکرین سور و نارنجي رنګونو باندې بدلیږي. دغه رنګونه د انسان دماغي هارمونونه نشي اغېزمن کولای.

استعمالوونکي کولای شي خپل وختونه هم تغییر کړي، د ورځې وخت، د لمر ډوبېدو وروسته او د خوب پر مهال خپل هم د رنګونو خپل انتخاب کولای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د