ورزش

ویسټ انډيز نیمه پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۶مه ۱۳۹۵ل): د ویسټ انډیز کرکيټ لوبډله جنوبي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووتله.

نننۍ لوبه کې ویسټ انډيز پچه وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

د لومړی ډګرساتنې پریکړه هغه مهال سمه ثابته شوه چې جنوبي افریقا لومړۍ ویکټ په ۱، دوهمه په ۱۳، درېیمه په ۲۰، څلورمه په ۴۶ او پنځمه ۴۷ منډو د لاسه ورکړلې.

تر دې وروسته د جنوبي افریقا اوپنر لوبغاړي ډي کوک د وایسي سره ۵۰ ګډې منډې جوړې کړې. ډي کوک ۴۷ منډې جوړې کړې او د رسیل په بال وسوځېد. وایسي بیا ۲۸ منډې جوړې کړې او د براو په بال وسوځېد.

جنوبي افریقا په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې ۱۲۲ منډې جوړې او ویسټ انډيز ته یې اسانه ۱۲۳ منډې هدف وټاکه.

ویسټ انډيز د یاد لږ هدف پوره کولو لپاره لومړنۍ مهمه ویکټ کریس ګیل په مجموعي پنځو منډو د لاسه ورکړ. په دوهمه ویکټ فلیچر او چارلس منډې تر ۳۴ او بیا سمویلز او چارلس تر ۶۶ ورسولې.

چارلس ۳۴ منډې جوړې او د وایسي په بال وسوځېد.

ویسټ انډیز هغه مهال تر فشار لاندې راغی چې په ۱۰۰ مجموعي منډو یې رسیل او ډیرن سامي د لاسه ورکړل. وروسته په ۱۱۳ منډو سمویلز هم وسوځېد.

وروستي اور کې ۹ منډو ته اړتیا وه چې کارلس په ربادا باندې شپږیزه او په څلورم بال یې څلوریزه ووهله او لوبه یې وګټله.

ویسټ انډيز تر دې دمه په نړیوال جام کې ۳ سیالۍ کړي او ټولې یې ګټلي دي. ویسټ انډيز بله لوبه د افغانستان سره د مارچ په ۲۷مه په ناګپور کې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x