نړۍ

يمن کې بريدونو او چاودنو ۲۵ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): د يمن سويل عدن کې بريدونو او موټر بم چاودنو لږ تر لږه پنځه ويشت تنه وژلي او لسګونو نور يې ټپيان کړي دي.

عربي رسنۍ وايي، چې دا بريدونه د عدن البرقيه سيمې، د ايتلافي ځواکونو امنيتي قرارګاه ته څېرمه او الحسوة المهرام کې يوې امنيتي پوستې سره شوي دي.

د دغو بريدونو مسووليت اسلامي دولت ډلې منلی دی.

داعش ډلې دا بريدونو د يمن حکومت او د سعودي عربستان په مشرۍ پر ايتلافي ځواکونو کړي دي.

د عربي ايتلاف ځواکونه د حوثي ياغيانو پر ضد بريدونه او بمبارۍ کوي، چې د پلازمېنې صنعا په ګډون ګڼې سيمې يې لاندې کړي او داعش د حکومت، ايتلافي ځواکونو او حوثيانو پر ضد جګړې او بريدونه کوي.

له دغو بريدونو وروسته د عربي ايتلاف عسکرو سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي او جنګي الوتکې هم ټيټ پروازونه کوي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف يمن کې د حوثي ياغيانو له لوري د يمن نسکور شوي حکومت د بيا قايمولو لپاره يو کال وړاندې پوځي عمليات او بمبارۍ پيل کړي او اووه مياشتې وړاندې يې د دغه هېواد سويل کې ستر ښار عدن د حوثيانو له واکه وژغوره.

له تېرو اوو مياشتو راهيسې، چې عدن د ايتلافي ځواکونو په لاس کې دی، دغه سيمه کې چاودنې، بريدونه او د ترور پېښې ډېرې شوي دي.

په دغو بريدونو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

يمن کې د قانوني حکومت د بيا قايمولو لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف له تېر کال مارچ راهيسې د حوثي ياغيانو پر ضد بمبارۍ او جګړې پيل کړي دي.

سعودي عربستان وايي، چې ايران د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي او د ايتلافي ځواکونو د جګړو لپاره وسلې هم ورکوي.

له تېر يو کال راهيسې د يمن جګړو او بمباريو کې له ۶۲۰۰ زيات خلک وژل شوي دي. ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړيوالې ټولنې وايي، چې يمن کې بشري ناورين پيدا شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x