افغانستان

امریکایان په افغانستان کې د ۷ بلیونه ډالرو په ارزښت خپل پوځي وسایل له مینځه وړي

america scraps

په داسې حال کې چې امریکایان د ۲۰۱۴ کال تر پای وړاندې له افغانستان څخه د خپل نظامي حضور په راغونډولو بوخت دي، راپورونه وايي چې امریکایانو تر اوسه پورې د ۱۷۰ میلون پونډ څخه زیات نقیله وسایل او نور پوځي تجهیزات له مینځه وړي.

دمګړۍ په پنتاګون کې د هغو پوځي تجهیزاتو او وسایلو د برخلیک په اړه بحثونه تاوده دي کوم چې بیرته امریکا ته نه لیږدول کیږي.

پوځي طراحان په دې نظر دي چې د ۷ بیلونه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل، چې په افغانستان کې د ټولو امریکایي تجهیزاتو ۲۰٪ جوړوي، به بیرته امریکا ته ونه لیږدوي.

ددوی په باور، ځکه چې دغه پاتې شوني یا د استفادې وړ نه دي، او یا یې په انتقال ډیر زیات لګښت راځي.

دغې موضوع پنتاګون په سختې سرګردانۍ او لالهاندۍ کې اچولی او نه پوهیږي چې د پوځي وسایلو په پاتې شونو څه وکړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د افغانستان حکومت ته زیات مقدار پوځي پاتې شوني پریښودل به ستونزې ایجاد کړي، او ددې امکان شته چې د نورو هیوادو لاس ته ورشي، دغه راز داسې اندیښنې هم شته چې نوی زیږیدلی افغان ځواک ددې وړتیا نه لري چې د امریکا پوځي پاتې شوني په ښه توګه وساتي.

امریکایانو مخکې ویلي وه چې افغان پوځ اوس دومره پیاوړی دی چې ټول افغانستان هم ساتلی شي، او نور ضرورت نشته چې خارجیان په افغانستان کې پاتې شي. 

یو شمیر پوځي چارواکو غوښتل چې لا زیات پوځي پاتې شوني بیرته امریکا ته ولیږدوي، خو دا غوښتنه يې ځکه ونه منل شوه چې له جګړه ځپلي او په وچه کې له راګیر افغانستان څخه د درنو پوځي وسایلو انتقال ډیر دروند مالي لګښت غواړي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، ددې لپاره چې په راتلونکې کې له دغو پاتې پوځي وسایلو جنګي استفاده ونه شي، زیاته برخه به یې ټوټې-ټوټې، او تارې مارې شي، او بیا به د افغانستان د کباړ په بازارونو کې عرضه شي.

د دغو پوځي تجهیزاتو زیاته برخه هغه ویجاړ شوي ټانګونه او نقلیه وسایل تشکیلوي کوم چې د ځمکنیو ماینونو د انفجار په نتیجه کې او یا په مخامخ جګړه کې زیانمن شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دغو پوځي وسایلو کې په سلهاوو داسې ټانګونه هم شته چې تر اوسه هیڅ استعمال شوي نه دي، خو اوس د ارې او څټک خولو ته پراته دي.

دا چې ولې د پوځي وسایلو د انتقال پرځای په افغانستان کې د هغو پرزه-پرزه کولو او بیا د کباړ په بازار کې عرضه کولو ته ترجیح ورکول کیږي، د امریکا د پوځ ویاند (واین هال) داسې وايي:

“افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی، له بحر سره پوله نه لري، نو مونږ مجبور یو چې هر شی باید د هوا له لارې انتقال کړو، که څه هم د مالي لګښت له پلوه زمونږ لپاره ډیر دروند تمامیږي”.

ویل کیږي چې د یو لوي ټانګ قیمت یو ملیون ډالر دی. د پوځي سرچینو په حواله په افغانستان کې ټولټال ۱۱۰۰۰ عرادې لوی ټانګونه دي، چې ۲۰۰۰ عرادې به له ټوټې کولو وروسته کباړ شي، او پاتې ۹۰۰۰ عرادې به له افغانستان څخه بهر یو بل هیواد ته د استعمال لپاره ولیږدول شي.

د پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې، ښايي د پوځي پاتې شونو یوه برخه د امریکا متحدینو ته (چې غالبا هدف ترې پاکستان دی) مفت ورکړل شي او یا پرې وپلورل شي.

یو شمیر افغان چارواکي ګیله من دي او وايي چې د کرزي پوځ او حکومت دولس کاله د امریکایانو سره په یو سنګر کې اوږه په اوږه وجنګیدل، وینې يې تویې کړې، او په ډیر اخلاص یې قرباني ورکړه، خو امریکایانو یې دغه لوی احسان بالکل هیر کړی او په داسې حال کې خپلې بسترې راغونډوي چې پوځي پاتې شوني هم ورته نه پریږدي، او تر ټولو د شرم خبره خو دا چې ګاونډي پاکستان ته یې مفت او وړیا ورکوي خو د افغانستان حکومت ته یې د پیسو په بدل کې نه ورکوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x